دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 586

اف‌بي‌آی؛د کابل هوایي ډګر د مرګوني انتحاري برید د طراح عکس خپور کړی چې امریکا ته یې راتګ ښيي

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې «اف‌بی‌آی» مشر کش پټیل د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د مرګوني انتحاري برید د طراح عکس خپور کړی چې امریکا ته یې راتګ ښيي.

پټیل ویلي، چې نوموړی تېره شپه امریکا ته راورسېد او د امریکایي عدالت منګولو ته وسپارل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېره شپه کانګرس ته په خپله لومړۍ وینا کې د نوموړي د نیول کېدو خبر اعلان کړ.

له دې وروسته، کش پټیل د هغه د امریکا ته سپارلو خبر ورکړ.

ټرمپ وویل، محمد شریف د پاکستان په مرسته ونیول شو او له دې هېواد یې د نیولو په برخه کې د مرستې له امله مننه وکړه.

راپورونه:نن د امریکا ویرجینیا کې د کابل هوایي میدان د برید طراح محاکمه کېږي

ټاکل شوې چې نن د امریکا ویرجینیا ایالت کې هغه کس محاکمه شي چې کابل هوایي میدان کې یې پر امریکایي سرتېرو برید طرحه کړی و.

د راپورونو پر اساس، ښایي نوموړي کس ته د عمري بند سزا ورکړل شي.

د یادونې ده چې یاد کس شریف الله نومیږي او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ، کانګرس ته په خپله تازه وینا کې ویلي وو چې دوی هغه کس نیولی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د چاودنې مسوول و او په وینا یې د پاکستان حکومت د دې بریدګر په نیولو کې ورسره مرسته کړې.

اسحاق ډار:له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د بېرته اخیستلو هرکلی کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د امریکا د ملي امنیت له سلاکار، مایک والټز سره ټلیفوني خبرې کړې.

په دغه ټلیفوني خبرو کې اسحاق ډار د ډونالډ ټرمپ له لوري د پاکستان حکومت د ترهګرۍ ضد هڅو د ستاینې لپاره مننه کړې.

اسحاق ډار ویلي، چې پاکستان غواړي د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ادارې تر مشرۍ لاندې له امریکا سره خپلې اوږدمهاله او پراخې اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له امریکا سره د دوامداره همکارۍ ژمنه کړې او همداراز یې د ولسمشر ټرمپ هغه اعلان ستایلی چې غواړي په افغانستان کې پاتې شوي امریکایي نظامي تجهیزات بېرته وایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ، کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې امریکا هغه کس نیولی دی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د چاودنې مسوول و او په وینا یې د پاکستان حکومت د دې بریدګر په نیولو کې ورسره مرسته کړې.

بلوچستان؛خضدار ولسوالۍ کې چاودنې څلور تنه وژلي او پنځه نور ټپیان دي

د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د نال سیمې کې په یوه موټر کې د چاودنې له کبله نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه پېښه کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

ددغې چاودنې او د پېښې د قربانیانو په اړه تر اوسه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.

د تورخم جګړه؛د پاکستان له لوري د توغول شوي هاوان له کبله درې افغان خبریالان ټپیان شوي

تورخم کې د پاکستان له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ له کبله درې خبریالان ټپیان شوي.

دا خبریالان د شمشاد تلویزون، حریت راډیو او پژواک رسنیو دي، چې د خبري پوښښ لپاره تللي وو.

کابل کې شمشاد تلویزون هم د خپل خبریال ټپي کېدل مني او زیاتوي چې نوموړی د دغې جګړې د خبري پوښښ لپاره تللی و.

شهباز شریف:د کابل هوايي ډګر کې پر امریکایانو د برید طراح افغان وو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوايي ډګر کې پر امریکايي وګړو د برید طراح یو افغان دی.

نوموړي ويلي، چې د دغه برید طراح د افغانستتان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې نیول شوی.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي و، چې یاد کس یې د پاکستان په همکارۍ نیولی دی.

بل لورته بیا شهباز شریف له ټرمپ مننه کړې، چې په دې برخه کې یې د پاکستان هڅې ستایلې دي.

ملګرو ملتونو؛په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د سیمه‌ییز مرکز جوړلو پرېکړه لیک صادر کړی

ملګرو ملتونو په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د سیمه ییز مرکز د جوړولو لپاره پریکړه لیک صادر کړی او قزاقستان بیا ویلي، چې دا مرکز به دمنځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د پایېدونکي پرمختګ موخې تعقیب کړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان د خلکو هوساینه په مستقیم ډول د مرکزي اسیا هېوادونو پورې تړلې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قزاقستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ته لېواله دی.

ډونالډ ټرمپ:زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته د بیا راستنېدو لپاره چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې زیلنسکي سپینې ماڼۍ ته د بیا راستنېدو لپاره چمتو دی.

هغه ویلي، زیلنسکي یو وار بیا مذاکراتو ته چمتو دی، ترڅو د اوکراین جګړې ختمولو او کاني زېرمو په اړه خبرې وکړي.

بل لورته یو شمېر سرچینو ویلي، چې ښايي نوموړی به د سې شنبې په ورځ بېرته سپینې ماڼۍ ته راوګرځي.

تر اوسه سپينې ماڼۍ له اوکراین سره د کاني زېرمو د تړون لاسلیک په اړه څه نه دي ویلي.

سټېفني لوس:زده‌کړو، روغتیا او پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانانو ژوند سره ژوره اړیکه لري

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام یا یو اېن-هبیتات د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ونډې او پیاوړتیا په اړه یو وار بیا پر خپلې ژمنتیا ټينګار کړې.

د دغې ادارې استازې، اسټېفني لوس، د ښځو د نړۍوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې ویلي، چې زده‌کړو، روغتیا او پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانستان د ښځو او نجونو له ژوند سره ژور تړاو لري.

جسټن ټروډو:پر امریکایي توکو ۲۵ سلنه مالیه لګوو

کاناډا وایي، د دوی پر توکو د امریکا د تعرفې لوړېدو ته به ورته غبرګون وښیي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر امریکایي محصولاتو ۲۵ سلنه مالیه لګوي.

هغه ویلي، چې دا مالیه به د امریکا د هغو ۱۵۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پر توکو ولګول شي، چې کاناډا ته واردیږي.