یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 57

معصوم ستانکزی:که د پردیو په اشاره پوځ دوه ځله نه وای ړنګ شوی، افغانستان به اوس پیاوړی ځواک درلود

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي ویلي چې که د افغانستان پوځ د پردیو په اشاره دوه ځله په بشپړه توګه نه وای ړنګ شوی او ملي او جهادي ځواکونه په یوه واحد چتر کې سره یوځای شوي وای، نن به افغانستان په سیمه کې تر ټولو پیاوړی پوځ درلود.

د هغه په وینا، په داسې حالت کې به هېڅ هېواد د افغانستان پر وړاندې په بد نظر نه کتلای او د تېري جرئت به یې نه شو کولی.

معصوم ستانکزي زیاته کړې چې اوس هم اړتیا ده دا ستره پانګه وساتل شي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران جګړه ښايي څلور اوونۍ وغځېږي؛ خو د خبرو دروازه پرانستې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران یو لوی هېواد دی او امکان لري روانه جګړه لږ تر لږه څلور اوونۍ دوام وکړي.

هغه زیاته کړې چې په دغو نښتو کې درې امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي.

ټرمپ له ډیلي مېل ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې چې پر ایران د ترسره شویو بریدونو په پایله کې تر اوسه شاوخوا ۴۸ ایراني لوړپوړي مشران وژل شوي دي.

د هغه په وینا، سره له دې پوځي فشارونو، واشنګټن غواړي له تهران سره بېرته مذاکرات پيل کړي.

نوموړي دا هم ویلي چې د قطر، سعودي عربستان، بحرین، اردن او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره یې په دې تړاو خبرې کړې دي.

د سعودي عربستان د احتمالي ښکېلتیا په اړه د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ ویلي: «دوی هم جګړه کوي.»

د دغو څرګندونو تر خپرېدو وروسته سیمه‌ییز وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغانستان درې سیاسي مشرانو؛د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌ای د وژل کېدو په تړاو خواخوږي او د تسلیت مراتب وړاندې کړي

د افغانستان درې پخوانیو سیاسي څېرو د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای د وژل کېدو په تړاو جلا جلا غبرګونونه ښودلي او د ایران دولت او ملت ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د مذهبي مشر، د هغه د کورنۍ د غړو او یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او نوموړي د ایران له خلکو سره خواخوږي ښودلې، چې د وژل شویو لپاره یې د جنت دعا کړې او ایران ته یې د سولې، امنیت او سوکالۍ هیله څرګنده کړې ده.

بل خوا، د ملي مصالحې پخواني مشر عبدالله عبدالله هم دغه پېښه ستره ضایعه بللې او ویلي یې دي چې د ایران د رهبر وژل کېدل به د دغه هېواد په تاریخي حافظه کې تلپاتې پاتې شي.

هغه د ایران له رهبرۍ او ولس سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او دا یې د ملي عزت او خپلواکۍ په لاره کې لویه قرباني یاده کړې ده.

همدا رنګه، جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف بیا په خپل پیغام کې د ایران وژل شوی رهبر علي خامنه ای، یو عالم، ثابت‌قدم او د ظلم پر وړاندې ولاړ شخصیت بللی او ویلي یې دي چې نوموړي تر وروستۍ شېبې د خپل ملت د عزت او شرف دفاع کړې ده.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای د ۸۶کلنو په عمر وړمه ورځ د اسرائیل او امریکا په ګډو هوایي بریدونو کې ووژل شو.

آلمرصاد:اورکزیو کې د دوو قومندانانو په ګډون نهه داعشیان ووژل شول

د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې، د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ولسوالۍ اړوند د غلجو په تورکاڼي او نریک سیمو کې افغان ځواکونو تېره شپه له داعشیانو سره سخته نښته کړې ده.

د المرصاد په وینا، په دې نښته کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون نهه داعشیان وژل شوي دي.

د یادې رسنۍ له قوله، په وژل شویو کې حاجي عبدالرحمن مشهور په ابو ناصر، او ملا فاروقي شامل دي؛ چې انځورونه یې هم ترلاسه کړي او خپاره کړي دي.

د راپور پر بنسټ دواړه په اورکزیو کې د داعش له مهمو څېرو ګڼل کېدل او هڅه یې کوله چې په سیمه کې خپل مرکزونه او نفوذ پراخ کړي.

له دې وړاندې هم وړمه شپه د خیبر درې د تیرا په توردره سیمه کې د داعشیانو پر یوې ډلې عملیات شوي وو، چې «المرصاد» یې ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت:د کابل او بګرام د بریدونو په ځواب کې مو راولپنډۍ، کوټه او مهمندو کې د پاکستان پوځي تاسیسات وویشتل

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د هېواد هوايي ځواکونو نن یو ځل بیا د پاکستان پر څو مهمو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هوايي عملیات د پاکستان د راولپنډۍ په نورخان هوايي اډه، د کوټې په ۱۲مې قول اردو، د خیبر پښتونخوا د مهمندو ایجنسۍ خویزو کمپ او غلني پوځي قرارګاوو ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد ځایونه مهم پوځي تأسیسات بلل شوي او ادعا شوې چې بریدونه په دقیق ډول هدف ته رسېدلي او دروند زیان یې اړولی دی.

د طالبانو حګومت د ملي دفاع وزارت ویلي، دا ګوزارونه د پاکستاني ځواکونو د هغو هوايي بریدونو په غبرګون کې شوي چې تېره شپه او نن یې پر کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو ترسره کړي وو.

وزارت خبرداری ورکړی چې که د پاکستان د شریرې حلقې له لوري د افغانستان د فضايي حریم سرغړونه، بریدونه او بې احترامي دوام ومومي، نو له لا شدید غبرګون سره به مخ شي.

جیو نیوز:تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نشراتو د هک کولو هڅه شوې

جیو نیوز اعلان کړی چې دا ټلوېزیوني شبکه د پاکستان د سپوږمکۍ «پاک سېټ» له لارې خپرونې کوي؛ خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د خپرونو د هک کولو او ګډوډولو هڅې شوې دي.

د شبکې په وینا، له څه مودې راهیسې د جیو نیوز خپرونې له پرله‌پسې تخنیکي خنډونو سره مخ دي او آن د سکرین له لارې نامناسب پیغام هم خپور شوی، چې د دوی له ادارې سره هېڅ تړاو نه لري.

جیو نیوز له اړوندو چارواکو غوښتي چې د دې پېښې جدي څېړنه وکړي، عاجل اقدام ترسره کړي او مسوول کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د پاکستان دولتۍ رسنۍ؛جیونیوز هک شوې او د تلویزیون پر پرده یې د پوځ ضد پیغامونه خپاره شوي

د پاکستان دولت پورې تړلې “جیو نیوز” ټلويزيون فريکونسي په مشکوک ډول ګډوډه شوې او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د دې شبکې پر خپرونو نااشنا پيغامونه څرګند شوي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، د ټلويزيون پر صفحه داسې خبرداری خپور شوی چې پکې ادعا شوې: «ستاسو د پوځ ځانګړې کړۍ هېواد د تباهۍ پر لور بيايي، د دې پر ضد پورته شئ.»

دغه پيغام د لنډ مهال لپاره پر صفحه پاتې شوی او وروسته خپرونې قطعه شوې دي.

د جيو نيوز ادارې په لنډه خبرپاڼه کې ويلي چې تخنيکي ټيمونه يې د ستونزې د حل او د اصلي خپرونو د بېرته پيل هڅه کوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه سايبري بريد يا فريکونسي ګډوډي چا ترسره کړې ده.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ۴۸ ایراني لوړپوړي چارواکي وژل شوي

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا او اسراییلو په ګډو بریدونو کې د ایران ۴۸ تنه لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي: «هیڅوک هغه بریا نه شي باورولای چې موږ ترلاسه کړې ده. ۴۸ مشران په یوه ګوزار کې له منځه ولاړل او دا بهیر په چټکۍ سره مخته روان دی.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي تایید یا رد نه دی کړی، خو د وروستیو بریدونو وروسته سیمه‌ییز وضعیت خورا حساس بلل کېږي.

راپورونه:پنځو ولایتونو کې پر فرضي کرښه د طالب ځواکونو او پاکستان ترمنځ جګړه پیل شوې

تازه راپورونه وایي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه ننګرهار، کونړ، کابل، غزني او کندهار ولایتونو د پاکستاني لوري سره سخته جګړه روانه ده.

د راپورونو له مخې، دا مهال طالب ځواکونه او پاکستانی لوری پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

راپورونه وایي چې کونړ کې د پاکستاني پوځ لخوا د ملکي خلکو کورونه هم په نخښه شوي چې پراخه مرګ ژوبله لري.

تر دې دمه د ددغه بریدونو د تلفاتو کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

عاطف مشعل:له افغانستان سره تقابل د پاکستان لپاره ستراتیژیکه تېروتنه ده

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم په سیمه کې د امریکا او اسراییلو د پروژو په عملي کولو سره نه یوازې د سیمې امنیت ګواښي، بلکې د خپل ثبات او بقا سره هم لوبې کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې پر افغان خاوره هر ډول تېری به د پاکستان لپاره له وس او توان لوړ قیمت ولري، او دا حقیقت د نړۍ زبرځواکونو ته هم روښانه دی.

د هغه په وینا، که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله محاسبه یوازې د دودیز نظامي ځواک له مخې کوي، باید وپوهېږي چې دا به د افغانستان لپاره نامتقارنه جګړه وي، هغه ډول جګړه چې افغانان پکې د لسیزو تجربه لري.

مشعل زیاته کړې چې پاکستان له نړېدونکي اقتصاد سربېره دننه له ګڼو ستونزو سره مخ دی، لکه د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوڅ ازادي‌غوښتونکو غورځنګ، د هندي کډوالو مسله او د تحریک انصاف ګوند سیاسي پاڅون.

د ده په باور، په داسې شرایطو کې له افغانستان سره تقابل یوه لویه او ستراتیژیکه محاسباتي تېروتنه ده.

هغه خبرداری ورکړی چې د سیمې د چټکو بدلونونو په رڼا کې که پاکستان د افغانستان په اړه خپله اوسنۍ پالیسي، چې د لوېدیځو هېوادونو په اشارو ولاړه ده، بدله نه کړي، نو د زوال پړاو ته د داخلېدو نښې به نورې هم څرګندې شي.