دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 57

د پاکستاني پوځ وحشیانه بریدونه؛په خاص کونړ کې درې ماشومان وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوري یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره نه بښونکې جنایي او وحشیانه حمله ترسره شوې ده.

د نوموړي په وینا، نن سهار شاوخوا لس بجې د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو کډوالو پر یوه کمپ د (D-30) درنو توپونو مرمۍ توغول شوي.

د یاد برید په پایله کې درې ماشومان، چې عمرونه یې شاوخوا شپږ کاله ښودل شوي، وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پر افغانستان د پاکستان د ړندو بمباریو بیعه عام ملکي وګړي پرې کوي چې ډېری قربانیان یې ښځې، ماشومان او سپین ږیري بلل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:پر ایران د سختو بريدونو اصلي څپه لا نه ده پيل شوې او دا څپه پر لاره ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سي‌ان‌ان شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د امريکا پوځ د ايران پر حکومت سخت ګوزارونه کوي؛ خو د هغه په وينا لا هم د بريدونو ستر او اصلي پړاو نه دی پيل شوی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکا له پوځي بريدونو ور هاخوا هم د ايران له خلکو سره د مرستې لپاره کوم بل اقدام کوي څو د خپل هېواد واک بېرته ترلاسه کړي، وويل: «هو بېشکه همداسې ده؛ خو اوس مهال غواړو چې ټول خلک په کورونو کې پاتې شي، ځکه بهر خوندي نه دي.»

ټرمپ خبرداری ورکړی چې حالت به لا پسې ناامنه شي او ويې ويل: «موږ لا تر اوسه سخت بريدونه نه دي پيل کړي. ستره څپه لا نه ده راغلې، اصلي څپه ډېر ژر راروانه ده.»

د هند دفاع وزیر:که پاکستان خپل چلند بدل نه کړي، دا ځل به بې‌ساری ځواب ورکړو

د هند د دفاع وزير، راجنات سینګ د پاکستان پر ضد د خپل هېواد د وروستيو پوځي اقداماتو په تړاو چې «سندور عمليات» نومېږي، سخت خبرداری ورکړی دی.

نوموړي ويلي، که پاکستان يو ځل بيا د هند پر وړاندې خپل ناسم چلند ته دوام ورکړي؛ نو دا ځل به داسې ځواب ورکړل شي چې ټوله نړۍ به يې ننداره کوي.

دغه لوړپوړي هندي چارواکي د يوې وينا پر مهال ټينګار کړی چې سندور عمليات پای ته نه دي رسېدلي او زياته کړې يې ده چې که وضعيت بيا تکرار شي؛ نو دا ځل به هېڅ ډول بښنه او نرمي موجوده نه وي.

پیت هگست:روان پوځي عملیات د ایران دننه د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره نه دي

د اسرائیل او امریکا له لوري د ایران پر ضد د جګړې د دوام په درېیمه ورځ، نن هم په تهران کې د درنو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

تازه اسرائیلي چارواکو ویلي چې د ایران د ځمکنیو پټو قومندانيو مرکزونه یې په نښه کړي دي.

بل لور ته د ایران بریدونه هم پراخ شوي دي چې د سپاه پاسداران ویاند ویاند ادعا کړې چې د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر یې هدف ګرځولی دی.

په همدې حال کې قطر اعلان کړی چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله یې د مایع طبیعي ګاز (LNG) تولید ځنډولی دی.

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ویلي چې روان پوځي عملیات د ایران دننه د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره نه دي.

هغه ویلي:«موږ جګړه نه ده پیل کړې؛ خو موږ به یې پای ته ورسوو.»

بل لورته د ایران د عالي امنیت شورا منشي، علي لاریجانی، ټینګار کړی چې ایران د امریکا برعکس ځان د یوې اوږدې جګړې لپاره چمتو کړی دی.

په ایران کې؛د دفاع وزارت لپاره نوی سرپرست وزیر وټاکل شو

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د حکم له مخې، سید مجید ابن‌الرضا د دغه هېواد د دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دا ټاکنه په داسې حال کې شوې چې د ایران پخوانی د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده د امریکا او اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوی ټاکل شوی سرپرست به تر هغه وخته د دفاع وزارت چارې پر مخ وړي څو رسمي او دایمي وزیر وټاکل شي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:د ننګرهار په هوايي ډګر کې د پاکستان «بال ډرون» الوتکه وویشتل شوه

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وایي، چې نن مازدیګر شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ننګرهار د هوايي ډګر دفاعي منسوبینو د پاکستان پوځ اړوند یوه ډرون الوتکه د دهشکې په مټ ویشتلې او نسکوره کړې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه ډرون الوتکه د مشکوکو فعالیتونو په موخه د هېواد هوايي حریم ته داخله شوې وه؛ خو د دفاعي ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شوه.

راپور:جرمني ښايي د ایران پر ضد جګړه کې د امریکا او اسرائیلو ملګری شي

د اسرائیلو د پوځ راډیو راپور ورکړی چې که ایران په سیمه کې پر هېوادونو بریدونه ونه دروي؛ نو جرمني ښايي د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې برخه واخلي.

راپور د جرمني د سیاسي او پوځي سرچینو له قوله ویلي چې برلین په جدي ډول د ایران پر ضد جګړې ته د ورګډېدو موضوع څېړي او ممکن د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خپل دریځ سخت کړي.

تر اوسه د جرمني حکومت په رسمي ډول د دې راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

امیرخان متقي:له عباس عراقچي سره پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو په اړه غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې پر روان وضعیت بحث شوی او امیرخان متقي د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران ترسره شوي بریدونه غندلي دي.

نوموړي همداراز د ایران د مذهبي مشر د وژل کېدو په تړاو خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی.

متقي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض نه مني او د روانو ترینګلتیاوو د سمدستي درېدو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړې چې ستونزې باید د ډیپلوماټیکو او سوله‌ییزو میکانیزمونو له لارې هوارې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان د دریځ هرکلی کړی او د تهران په اړه یې د کابل له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

عباس عراقچي:د جګړې واګې زموږ په لاس کې دي او د پای وخت به یې هم موږ ټاکو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې د روانې جګړې د مدیریت او پای ته رسولو بشپړ واک او وړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې د پای وخت او څرنګوالی به خپله ایران ټاکي.

د هغه په وینا، تهران په تېرو دوو لسیزو کې د خپلو ختیځو او لوېدیځو پولو په اوږدو کې د امریکا د پوځ تجربې او ماتې په دقت څېړلې او لازم درسونه یې ترې اخیستي دي.

عراقچي زیاته کړې چې د ایران پر پلازمېنې تهران بمبارونه د دوی پر نظامي او دفاعي وړتیاوو هېڅ اغېز نه لري او دا ډول بریدونه د جګړې د دوام په اړه د ایران دریځ نه شي بدلولای.

هغه د ایران غیر متمرکز او څو پوړیز دفاعي سیستم ته په اشارې وویل چې دغه جوړښت تهران ته دا امکان ورکوي څو د جګړې واګې په خپل لاس کې وساتي او وضعیت په خپله خوښه اداره کړي.

پاکستان؛بېلا بېلو ښارونو کې د لاریونونو له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي

د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د وژل کېدو له خبر وروسته، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخ او ځینې تاوتریخوالي ته اوښتي لاریونونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ګلګت او سکردو کې د وضعیت د کنټرول لپاره درې ورځنی ګرځبندیز اعلان شوی او امنیتي ځواکونه په سړکونو کې ځای پر ځای شوي دي.

سرچینې وایي چې په کراچۍ کې ۱۰ تنه، په اسلام‌اباد کې یو کس او په سکردو کې پنځه کسان وژل شوي دي.

په ګلګت کې د وژل شویو رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، خو ځینې محلي سرچینې د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي، او ځینو شیعه استازو بیا د اوو کسانو د مرګ ادعا کړې ده.

چارواکو تر اوسه د ټولو تلفاتو په اړه وروستی او کره رسمي راپور نه دی خپور کړی؛ خو د تاوتریخوالي د پراخېدو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي دي.