دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 56

جنرال خوشال سادات:تعرض تر ټولو ښه دفاع ده، او روانه جګړه پاکستان ته لوی زیان لري

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، جنرال خوشال سادات ویلي چې افغانستان نه د سیلانیانو ستر مرکز دی، نه د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې مهم بازار، او نه هم پکې د ټکنالوژۍ لویې تولیدي فابریکې شته.

نوموړي استدلال کړی چې پر افغانستان د بمبارۍ اغېز د پاکستان په پرتله کم دی؛ خو که جګړه د پاکستان لویو ښارونو ته وغځېږي؛ نو هلته به درانه زیانونه واوړي او پر ولس، سوداګرۍ او تولیدي سکټور به سخت فشار راشي.

جنرال سادات زیاته کړې چې افغان ولس له جګړو سره عادت شوی؛ خو د جګړې غږ د پاکستان د ښارونو پر مورال ژور اغېز کولی شي.

هغه د پوځي کارپوهانو له قوله ویلي: «تعرض تر ټولو ښه دفاع ده.»

ضیاءالحق امرخېل:د طالبانو حکومت دې د ولس د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره لویه جرګه را وبولي او د نجونو د زده‌کړو دروازې دې پرانېزي

د ننګرهار پخواني والي، ضیاءالحق امرخېل ویلي چې حکومتونه په سختو حالاتو کې خپلو ولسونو ته مراجعه کوي او د لا زیات ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ورسره سلا او مشوره کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت باید په اوسني حساس پړاو کې دوه مهم ګامونه پورته کړي.

د هغه په وینا، لومړی باید یوه پراخه او ټول‌ګډونه لویه جرګه راوبلل شي چې د بېلابېلو قومونو او ټولنیزو قشرونو استازي پکې ګډون ولري، څو د هېواد د روان وضعیت په اړه بحث وشي او د ولس نظریات او ملاتړ ترلاسه شي.

ښاغلي امرخېل دوهم وړاندیز د نجونو د زده کړو د بیا پیل په اړه کړی او ویلي یې دي، له دې امله چې د نوي تعلیمي کال تر پیل پورې لږې ورځې پاتې دي، باید له اوسه د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو اعلان وشي.

د هغه په باور، دا اقدام به د میلیونونو افغانانو زړونه وګټي.

د ننګرهار پخواني والي ټینګار کړی چې له بهرنیو دښمنانو سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې د ولس قاطع او پراخ ملاتړ موجود وي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستان اته امنیتي پوستې نیولې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیق‌الله نصرت ویلي چې د «اسلامي امارت» ځواکونو تر دې مهاله د پاکستان د پوځ اته امنیتي پوستې نیولې دي.

د هغه په وینا، له دغو پوستو څخه پنځه په کندهار، دوه په خوست او یوه په زابل ولایت کې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې جګړه لا هم روانه ده او نښتې دوام لري.

عنایت الله خوارزمي:په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته نیول شوې، یو عسکر ژوندی نیول شوی او درې نور وژل شوي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د “رد الظلم” په نوم د عملیاتو  په لړ کې د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سرو څاهانو سیمه کې د پاکستاني رژیم سره نښته کې یوه پوسته نیول شوې، یو عسکر ژوندی نیول شوی او درې تنه نور وژل شوي دي.

نوموړي په ایکس پاڼې لیکلي دغه عملیات نن شپه په 12:00 بجو د 205 البدر قول اردو شپږمې سرحدي لواء له لورې پیل شوې.

طارق ارین: په لندن کې د ISI په ملاتړ غونډه د وطن پر ضد استخباراتي پروژه ده

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند طارق ارین ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستان تر بمبارۍ او تېري لاندې دی او ملکي وګړي زیانمن شوي، د پخواني حکومت یو شمیر چارواکي لکه میرویس ناب او نصیر اندیشه د پاکستان استخباراتي ادارې سره پټې ناستې کړي دي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې د مارچ میاشتې په ترڅ کې په لندن کې یوه غونډه ترسره شي چې ظاهراً ملي بڼه لري، خو زمینه‌سازي یې د ISI له لوري شوې ده.

ارین ټینګار کړی چې په جلاوطنۍ کې سیاسي ډلې او اشخاص باید له تېر څخه درس واخلي، ځکه پاکستان هېڅکله د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینې طرحه نه ده لرلې او نه به یې ولري.

هغه دغه ډول تګلارې د وطن پر وړاندې خیانت او استخباراتي پروژه بللې ده.

تازه خبر: یوازې کندهار کې د پاکستاني پوځیانو شپږ پوستې نیول شوي

تازه خبر:
د طالبانو حکومت لخوا د “رد الظلم” په نوم د عملیاتو په لړ کې نن شپه پر پاکستاني پوځیانو د ډیورینډ پر فرضي کرښه سخته جګړه پیل شوې.

د راپورونو له مخې یاده جګړه دا مهال د کندهار په شورابک، سرو څاهانو او معروف، د زابل په شملوزو او د خوست په علیشیرو کې روانه ده.

د کندهار په شورابک کې د پاکستاني پوځیانو څلور پوستې او معروف کې دوه پوستې دا مهال د طالب ځواکونو لاس ته لویدلي.

تازه خبرکندهار او زابل کې په پاکستاني پوځیانو ځوابي بریدونه پیل شول

‏تازه خبر:
‏د کندهار، معروف ولسوالۍ او د زابل په شملزو ولسوالۍ ځنځیر بازار ته څیرمه د کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوځیانو انتقامي بریدونه پیل شول.

جابر نعماني:شورابک ته څیرمه د کرښې په اوږدو کې څلور پاکستاني پوستې نیول شوي

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایې چې د پاکستان پوځي رژیم سره ښایي جګړه اوږده شي.

ښاغلی نعماني چې په ایکس پاڼه شیبه په شیبه د پاکستان د تیرې په اړه د خپلو ځواکونو د جګړې په اړه معلومات ورکوي وایي چې شورابک ته څیرمه څلور پاکستاني پوستې د طالب پوځیانو لاس ته لویدلي دي.

دغه استخباراتي چارواکي لیکلي، چې د پراخو انتقامي بریدونو په لړ کې چې ګړۍ وړاندي پیل شوي دي ګڼو پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پکتیکا؛د پاکستاني پوځیانو لخوا د توپ او هاوان مرمیو ویشتلو، د روژه مات پر مهال پنځه ملکیان ټپیان کړي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د پکتیکا ولایت په شکین، وازه‌خواه او تروو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځ له لوري درانه توپونه او هاواني مرمۍ ویشتل شوې دي، چې له امله یې ملکي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د خبرياڼې له مخې، د شکین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د روژه مات پر مهال د یوه ملکي وګړي پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.

همداراز د تروو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د «غاټول» په نوم د یوه ملکي وګړي کور د ډي‌سي توپ په مرمۍ ویشتل شوی او په بشپړ ډول تخریب شوی دی.

په ورته وخت کې د برمل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو هم هاواني بریدونه شوي، چې د خلکو یو شمېر استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستاني پوځ وحشیانه بریدونه؛په خاص کونړ کې درې ماشومان وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوري یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره نه بښونکې جنایي او وحشیانه حمله ترسره شوې ده.

د نوموړي په وینا، نن سهار شاوخوا لس بجې د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د راستنېدونکو کډوالو پر یوه کمپ د (D-30) درنو توپونو مرمۍ توغول شوي.

د یاد برید په پایله کې درې ماشومان، چې عمرونه یې شاوخوا شپږ کاله ښودل شوي، وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پر افغانستان د پاکستان د ړندو بمباریو بیعه عام ملکي وګړي پرې کوي چې ډېری قربانیان یې ښځې، ماشومان او سپین ږیري بلل شوي دي.