پنجشنبه, جولای 9, 2026
Home Blog Page 566

ملګري ملتونه: د سوریې جګړه ماران ښایي د داعش ډلې سره یوځای افغانستان ته انتقال شي

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ترهګرۍ ضد په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د سوریې جګړه‌ماران ښایي افغانستان ته انتقال شي او له دې ځایه به سیمه او نړۍ له نویو ګواښونو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، داعش خراسان چې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري، اوس هم د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو جدي امنیتي ننګونه ده.

بل خوا د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد هم د افغانستان وضعیت “ناپایدار” بللی او ټینګار یې وکړ چې داعش خراسان د پاکستان ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

نوموړي تحریک طالبان پاکستان (TTP) د تر ټولو لویې ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي او ویلي يي دي چې یاده ډله د افغانستانه له خاورې فعالیت کوي.

راپور څرګندوي چې نږدې درې زره داعشیان په سوریه کې پاتې دي او د هغوی احتمالي انتقال افغانستان ته د سختې اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت په کلکه ردوي.

شهباز شریف:د چین او پاکستان ملګرتیا د اوسپنې په شان ټینګه ده

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام‌اباد کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره تر لیدو وروسته ویلي چې د اسلام‌اباد او بېجینګ اړیکې د اوسپنې په څېر ټینګې پاتې دي او د باور پر بنسټ ولاړې دي.

دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سي‌پېک پروژې پر پرمختګ او د سیمې د نښلونکو پروګرامونو پر عملي کېدو تفصیلي خبرې کړې.

شهباز شریف زیاته کړې چې د چین ملاتړ د پاکستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اسلام‌اباد به هم د بېجینګ له نړیوالو نوښتونو سره اوږه په اوږه کار ته دوام ورکړي.

بغلان؛دوشي ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي

د بغلان د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې د پنجشنبې شپه د دې ولایت د دوشي ولسوالۍ د «سنگ سلاخ» د مکتب په سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پلخمري له لوري روان یو موټر د بار وړونکي موټر سره جنګېد.

د دغې پېښې ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د هرات په ګذره کې د ټرافیکي پېښې له امله د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ووژل شول.

سرګي لاوروف؛د پوتین له زلنسکي سره د لیدنې شرطونه اعلان کړل

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د لیدو چمتووالی لري؛ خو دا لیدنه یې مشروط کړې ده چې ټول اړین موضوعات د لوړې کچې په کچه بحث شي.

هغه ټینګار کړی چې د زلنسکي د مشروعیت موضوع د هر احتمالي تړون لپاره مهمه ده.

لاوروف د اوکراین لپاره د لویدیځ د امنیتي تضمینونو طرحې بې‌ثمره بللې او ویلي یې دي چې دغه تضمینونه باید د ۲۰۲۲ د استانبول د خبرو پر اساس وي، چې پکې د اوکراین د ناتو غړیتوب پرېښودل هم شامل وو.

له بلې خوا، ولسمشر زلنسکي روسیه تورنه کړې چې په اوکراین کې یې د یوې امریکایي کمپنۍ فابریکه په نښه کړې ده.

عبدالغفور لېوال، زلمي خلیلزاد ته:زوړ لېوه قصابانو ته نصیحت کوي او ځانته بازار لټوي

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه توندې څرګندونې کړې دي.

لېوال پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«موګمبو “استازي!” خو پخپله په دوحه کې افغانستان ډېر ارزانه د رنجیت سنګهي د شیطاني دجالو په انګریزي ځالې وپلوره او افغان نجونې و مېرمنې یې د خپل تور برخلیک ماتم ته کېنولې.»

نوموړي زیاته کړې، همدا کس اوس هڅه کوي چې نوي سوداګر د افغانستان له بیا پلورلو وویروي، څو د ده د بازار او سیالي خرابه نه شي.

هغه لیکلي:«عجیبه دا ده، چې اوس لګیا دی نوي سوداګر یې له بیا پلورلو ویروي، چې د ده بازار خراب نه شي.»

لېوال دغه حالت د «زوړ لېوه چې قصابانو ته نصیحت کوي» سره تشبیه کړی دی.

نتانیاهو:که حماس سره اوربند هم وشي، اسراییل به غزه تر خپل کنټرول لاندې راولي

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، که حماس له اوربند سره موافقه هم وکړي، پوځ به غزه تر خپل کنټرول لاندې راولي او جګړه به ژر پای ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی چې حماس به په غزه کې پاتې نه شي.

د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی چې دفاع وزیر د غزې د نیولو پلان تصویب کړی او د شاوخوا ۶۰ زره زېرمو سرتېرو د را بللو اجازه یې ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې منځګړي هېوادونه د اوربند د وروستي وړاندیز لپاره د اسراییلو رسمي ځواب ته منتظر دي.

په ورته وخت کې د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي، جګړه به د دوی پر شرایطو پای ته رسېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده:افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ او هوساینې حق لري

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د پرمختګ او ثبات د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي، وانګ يي په کابل کې د طالبانو حکومت له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړې دي.

ماو نینګ ویلي، چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ او هوساینې حق لري.

هغې زیاته کړې، چې وانګ‌یي د چین، پاکستان او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه درې‌اړخیزه غونډه کې هم ګډون کړی دی.

بیان زیاتوي چې درې واړو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مبارزې، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه‌ییز پرمختګ، زده‌کړو، کلتور او د CPEC دهلېز د افغانستان پر لور د غځولو په ګډون پر پراخو همکاریو هوکړه کړې ده.

طالب چارواکو هم ویلي چې په غونډه کې د تېرو پرېکړو ارزونه وشوه او پر سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو ټینګار وشو.

ننګرهار؛سره رود کې د شپږ تنو د وژل کېدو په تور درې تنه نیول شوي

د ننګرهار ولایت طالب مسوولینو په سره رود ولسوالۍ کې د شوې پېښې په تور درې کسان نیولي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده، چې پېښه شخصي او کورنۍ ریښه لري.

یاد ذفتر له هر ډول جزیاتو پرته ویلي، چې ژر به د شوې پېښې قضیه کې پرمختګ وشي.

دوی نه دي ویلي، چې قضیه کې به کوم پرمختګ وشي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کوز سلطانپور کلي کې د اسفنديار په نوم د يو پخواني نظامي د کورنۍ له شپږو غړو سرونه پرې شوي وو.

یاد نظامي د طالبانو حکومت له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته اروپا ته کډوال شوی و او کورنۍ یې په په سره رود ولسوالۍ کې اوسېده.

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنې بې‌ځایه دي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر هغو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه وبللې، چې ګواکې افغانستان کې داعش، ټي‌ټي‌پي او نورې ترهګرې ډلې شتون لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان کې د هیڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو مخالفین نشته او هېوادونه باید په دې اړه بې‌ځایه اندېښنې ونه کړي.

د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ویلي و، چې افغانستان کې لاهم ترهګرې ډلې شتون لري.

افتخار احمد:بلوڅ او ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره کې د پاکستان د ناامنۍ لپاره کار کوي

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی افتخار احمد وايي، بلوڅ او ټي‌ټي‌پي ډلې په افغانستان کې دي او له همغه ځایه د پاکستان د نا امنۍ لپاره کار کوي.

یاده ناسته د نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګرۍ له امله د راپېښو ګواښونو په اړه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د چین استازي ویلي، چې نړۍ دې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.