سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 559

ګڼ شمېر هېوادونو؛د غزې د نیولو په اړه د اسرائیل پراخ عملیات غندلي

د استراليا، آلمان، ايټاليا، نيوزيلنډ او برېتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې د اسرائيل د امنيتي کابینې پرېکړه چې په غزه کې پراخ عمليات پيل کړي او د غزې ښار ونیسي، په کلکه غندلې ده.

په اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی چې دغه پلان د نړيوالو بشردوستانه قوانينو د نقض خطر لري.

وړمه ورځ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو، چې دوی به غزه په بشپړ ډول باندې ونیسي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د اسرائیلي رژیم له لورې د غزې د نیولو پرېکړه غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس لیکلي چې وزارت د اسرائیلي رژیم له خوا د ټولې غزې د نیولو پرېکړه په کلکه غندي.

هغه ویلي، دا اقدام به جګړه نوره هم پراخه کړي او د غزې د خلکو بشري کړکېچ به شدید کړي.

بلخي له نړیوالو او اغېز لرونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې د غزې د کړکېچ د ژورېدو مخه ونیسي، د اوربند لپاره هڅه وکړي او د بشري مرستو د ننوتو لارې پرانیزي.

کرملین:ولادیمیر پوتین به ډونالډ ټرمپ سره د اسد۲۴مه الاسکا کې وګوري

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اسد په ۲۴مه نېټه په الاسکا کې سره وویني.

د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، روسیه او امریکا نږدې ګاونډیان دي او د دواړو هېوادونو مشران به الاسکا کې سره وګوري.

تمه ده چې دواړه لوري د اوکراین د کړکېچ د سوله‌ییز حل په اړه خبرې وکړي.

اذربایجان او ارمنستان؛د ټرمپ په منځګړیتوب د بشپړ اوربند تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې اذربایجان او ارمنستان د بشپړ اوربند تړون لاسلیک کړی او له جګړې به تېر، تجارت او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.

دغه تړون د ټرمپ په حضور کې د اذربایجان ولسمشر الهام علی‌اف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شو.

ټرمپ ویلي، امریکا به له اذربایجان سره د پوځې همکاریو بندیزونه لېرې کړي او له دواړو هېوادونو سره به د مصنوعي ځیرکتیا تړونونه وکړي.

د اسد په ۲۴مه؛ټرمپ له پوتین سره د اوکراین جګړې د ختمولو په اړه مخامخ لیدنه کوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روانې اسد میاشتې په ۲۴مه به د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې وګوري.

د دواړو مشرانو د دې کتنې هدف د اوکراين جګړې په اړه خبرې یادې کړې دي.

بل لورته کرملين هم د دې ليدنې نېټه نږدې بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو له حکومت سره مو اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي؛ خو د بیرغ پرېکړه به وارزول شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې د سفیر تر کچې لوړې شوي دي؛ خو د بیرغ پرېکړه لا نه ده شوې.

د یاد وزارت ویاند شفقت علي‌خان ویلي، چې لوړپوړي طالب ډیپلوماټ ته د سفیر پروتوکول ورکول کېږي؛ خو په اسلام اباد کې د طالبانو د بیرغ په اړه پرېکړه لا نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې چې، د طالبانو سفیر ته د باورلیک وړاندې کول اړین نه ګڼل کېږي او د بیرغ په تړاو پرېکړه به د پروتوکولي ارزونې وروسته وشي.

د بخښنې نړیوال سازمان:د اسراییل لخوا د غزې د بشپړ نیولو پلان په کلکه غندو

د بخښنې نړیوال سازمان د اسراییل د امنیتي کابینې د غزې ښار د بشپړ نیولو تازه پلان ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د سازمان مشرې اګنس کالامارډ ویلي، دغه طرحه د برمته شویو کسانو د خلاصون تر نوم لاندې وړاندې شوې؛ خو د هغوی د کورنیو له مخالفت سره هم مخ ده.

نوموړې ټینګار کړی چې د عملي کېدو په صورت کې به د غزې اوسېدونکي له لا ډېرو کړاوونو سره مخ شي.

سازمان له حماس او نورو وسله‌والو ډلو هم غوښتي چې ټول ملکي برمته‌شوي کسان بې له شرطه خوشې کړي.

د اسراییل دا پرېکړه له پراخو نړیوالو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

شي‌جینګ‌پینګ ولادیمیر پوتین ته:د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅې جاري ساتو

د چين او روسيې ولسمشرانو په ټيلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د لا زياتو اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې.

په دې ټیلفوني خبرو کې د چين ولسمشر شي‌جینګ پینګ ویلي، هېواد به یې د اوکراين د جګړې ختمولو لپاره د سولې هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له ولادیمیر پوتین سره وویني.

بیړنی خبر: پاکستاني استخبارات وایي چې د پاکستاني طالبانو ۴۰ غړي یې وژلي

د بلوچستان په ژوب ضلعې په سمبازه کې د پاکستاني استخباراتو په عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي ۱۴ غړي وژل شوي دي.

راپورونه وایي چې ۴۰ طالب جنګیالي چې په دریو ډلو ویشل شوي وو، هڅه یې کوله د خیبر پښتونخوا له ډیره اسماعیل خان څخه بلوچستان ته لاره ومومي او له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي، چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د پاکستاني امنیتي سرتیرو سره په جګړه ښکیل شول او یاده مرګژوبله رامنځته شوې.

امنیتي مسولینو خراسان ډایري ته ویلي چې د ۱۴ کسانو جسدونه موندل شوي، او ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

ندا محمد ندیم د غزني فارغ شویو محصلانو ته:د غربي مفکورې څخه ځان وساتئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ندا محمد نديم په غزني کې د پوهنتون د فراغت په يوه غونډه کې له نويو فارغ‌ شويو زده‌کوونکو غوښتي چې د نورو ډلو د مفکورو تر اغېز لاندې نه شي.

هغه ټينګار کړی چې افغانستان د فوق ليسانس متخصصانو او غوره فکر لرونکو ځوانانو ته اړتيا لري.

په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق، د ماليې سرپرست وزير محمد ناصر اخند، د غزني والي او يو شمېر نورو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.

نديم د غزني پوهنتون په کيمپس کې د ۳۶ ميليونه افغانیو يوه پروژه هم پرانيسته او دوه نورې يې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.