د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې د عنايت کلا بایپاس په سيمه کې د پوځ پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.
د دغې چاودنې له کبله لږ تر لږه شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې د عنايت کلا بایپاس په سيمه کې د پوځ پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.
د دغې چاودنې له کبله لږ تر لږه شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران او اووه نورو هېوادونو ته له سفر ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي، چې په دغو هېوادونو کې د بېځایه نیونو او بېعدالتیو خطر ډېر دی.
د یادونې ده چې په دغو هېوادونو کې افغانستان، میانمار، اریتره، نیکاراګوا، شمالي کوریا، روسیه او وینزوئلا شامل دي.
د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي له لوري زلمي خلیلزاد ته وړاندیز شوی چې د اسلاماباد په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي، څو د افغان ښځو غږ له نږدې واوري او دا احساس ونه کړي چې له بحثونو ایستل شوی دی.
کوفي ویلي، چې په افغانستان کې اوس خلک نه شي کولی د پنځو کسانو غونډه وکړي، ازادانه وګرځي یا خپل نظر څرګند کړي، ځکه د خلکو سیاسي او مدني حقونه د داسې کسانو د ناسمو پالیسیو له امله له منځه تللي، چې خلیلزاد یې یو مثال دی.
هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو له خوا د یوه کوچني، خو ارزښتناک فُرصت د بېاعتباره کولو هڅې د خواشینۍ وړ دي؛ خو که خلیلزاد پخپله په غونډه کې ګډون وکړي، ښايي پوه شي چې د ده دسیسهپال فکرونه بېاساسه دي او باید د هغو کسانو غږ واوري چې له درناوي، عدالت، ازادۍ او ګډون سره سوله غواړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د جولای په میاشت کې ۱۲ سلنه راټیټه شوې ده.
د رسمي معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۱۳۸ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوی، حال دا چې دا شمېره د جون په میاشت کې ۱۵۸ میلیونه ډالره وه.
دا شمېره بیا د تېر کال د جولای میاشتې سره په پرتله دوه سلنه کمښت ښيي، چې هغه مهال د سوداګرۍ ارزښت ۱۴۱ میلیونه ډالره و.
د پاکستان صادرات افغانستان ته ۱۰۲ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي، چې د جون میاشتې ۱۴۲ میلیونه ډالرو په پرتله ۲۸ سلنه کموالی ښيي؛ خو افغانستان څخه پاکستان ته واردات ۱۲۹ سلنه لوړ شوي.
دا واردات د جون میاشتې ۱۶ میلیونه ډالرو څخه د جولای په میاشت کې ۳۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي.
د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې رییسالوزرا ملا محمد حسن اخند د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې ملا حسن له چین څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې بیجینګ دې د افغانستان «برحقه» دریځ څخه په نړیوالو ډګرونو کې ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت رییسالوزرا ویلي، افغانستان اجازه نه ورکوي چې خاورهیې د بل چا پر ضد وکارول شي، او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې له کابل سره د مثبت تعامل لاره خپله کړي.
د اعلامیې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري ته دوام ورکوي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د چین امنیتي اندېښنې درک کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره کتلي.
په ناسته کې د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ترانسپورټ او بانکي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوي.
متقي ویلي، د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګريزه راکړه ورکړه یو میلیارد ډالرو ته رسېږي او هیله یې ښودلې چې دا به نوره هم لوړه شي.
متقي وانګ یي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو پر ضد ونه کارول شي.
د چین وزیر د اړیکو د لا پراختیا ژمنه کړې او ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان صادرات زیات کړي، او د کانونو د استخراج عملي چارې سږکال پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه راډیويي مرکه کې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو “جنګي اتل” بللی او ویلي یې دي، چې د ایران د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د احتمالي بریدونو په صورت کې، نتنیاهو هم ورته دریځ لري.
ټرمپ په دغه مرکه کې ټینګار کړی، چې نتنیاهو د ایران د ګواښ پر وړاندې کلک دریځ لري او امریکا باید دغه خطر جدي وګڼي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې ناستې پلان لري.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (NDMA) خبر ورکړی، چې د چنګاښ له ۵مې نېټې راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۷۰۰ کسان مړه شوي دي.
یاده اداره وايي، تر دې دمه له سېلاب ځپلو سیمو څخه شاوخوا ۲۵ زره کسان ژغورل شوي؛ خو د هېواد په شمال لوېدیځو سیمو کې لا هم د قربانیانو مړي موندل کېږي او ګڼ شمېر کسان لادرکه دي.
د NDMA چارواکي زیاتوي، چې د ژغورنې چارې لا هم روانې دي او د نورې مرستې اړتیا هم لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په طنزي بڼه ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسول کولی شي هغه جنت ته ورسوي.
ټرمپ دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.
هغه زیاته کړې چې اوس مهال په ښه وضعیت کې نه دی، او ویلي:«که وکولای شم هره اوونۍ د اوو زرو کسانو ژوند وژغورم، دا به یو لوی لاستهراوړنه وي.»
هغه زیاته کړې، که ممکنه وي، جنت ته تلل غواړي او دا به یو هغه دلیل وي، چې دی جنت ته رسوي.
هغه همداراز د سولې په برخه کې خپلو نورو اقداماتو ته اشاره کړې او ادعا یې کړې چې د ایران اتومي ظرفیت یې له منځه وړی.
د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد پر تازه څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې خلیلزاد اوس پوه شوی چې د پاکستان استخباراتي اداره «ایاېسای» د افغانستان لپاره خطرناک پلانونه لري.
خلیلزاد تېره ورځ وویل چې په اسلاماباد کې د افغانستان په تړاو راتلونکې غونډه د پاکستان د څارګرې ادارې «ایاېسای» له خوا جوړېږي.
صالح ویلي، چې خلیلزاد اوس دې پایلې ته رسېدلی چې «ایاېسای» د بدو موخو لپاره فعالیت کوي او له خپلو پټو بنسټونو د افغانانو پر ضد کار اخلي.
صالح زیاته کړې چې ولې خلیلزاد د «ایاېسای» لخوا د افغانستان د جمهوریت د ویجاړولو لپاره د لېږل شویو ټنو ټنو چاودېدونکو توکو په اړه هېڅ څه نه وايي؟
د یادونې ده، چې د اګست په ۲۵مه او شپږویشتمه به اسلام اباد د یو شمېر پخوانیو افغان سیاسونو د ناستې کوربه وي.