یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 555

اروپا کې مېشت یو شمېر افغان خبریالان:تېر کال د طالبانو له کبله د رسنیو لپاره یو سخت ترین کال وو

اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان خبریالانو ویلي، چې تېر کال یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د نقض ۲۳۲ موارد ثبت کړي.

دوی یو راپور کې ویلي، چې طالبانو ۵۳ ځلې پر رسنیو حجم ور وړی، ۱۵۲ د تاوتریخوالي او ۲۷ نور موارد د خبریالانو د نیولو په اړه دي.

دوی وایي، تېر کال د طالبانو له لوري پر رسنیو فشار تر ټولو زیات وو او د رسنیو لپاره یو سخت ترین کال وو.

کارولین لیویت:ټرمپ به د هغو کسانو اندېښنو ته غوږ کېنږدي چې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو سترګې پټوي

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د بایډن پر ادارې نېوکه کړې.

لیویت یوې خبري ناستې ته ویلي، چې اوسنی حکومت به د دیموکراتانو او هغو رسنیو اندېښنو ته غوږ کېنږدي، چې د امریکایي پوځیانو په شرموونکې ډول وتلو باندې سترګې پټوي.

هغې ټینګار کړی، چې د امریکا پخوانۍ ادارې یو تن هم د دې ناکامۍ مسئول ونه باله، برعکس، پخواني ولسمشر بایډن دا یو بریالي عملیات بلل.

نوموړې زیاته کړې، چې د پخوانۍ ادارې د بې‌کفایتۍ له امله، ۱۳ امریکايي سرتېري د افغانستان د وتلو پر مهال وژل شوي.

لیویت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د امریکا د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو د وټساپ د پیغامونو ډله‌ییز چټ افشا شو.

له نړۍ څخه د شیخ هبت‌الله غوښتنه؛د ورورۍ پر بنیاد درسره اړیکې غواړو او کورنیو چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې ټول لوري باید د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ویلي چې له نړۍ سره د ورورۍ پر بنسټ اړیکې غواړي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید د اسلامي نظام د دفاع په موخه خپل یووالی ټنیګ کړي.

فلسطیني رسنۍ:د حماس ډلې ویاند عبداللطیف القنوع د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو

0

د حماس اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د دې ډلې ویاند عبداللطیف القنوع نن سهار د اسرائیل په هوایي برید کې د غزې په شمال کې ووژل شو.

د حماس الاقصی ټلویزیون ویلي، القنوع هغه مهال ووژل شو، کله چې د جبالیه په سیمه کې پر خیمه‌یې هوایي برید وشو.

د رویټرز د راپور له مخې، د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي، چې په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې دا په روانه اونۍ کې دریم لوړپوړی غړی دی چې د اسرائیلي بریدونو قرباني کېږي.

بل‌خوا، په جلا جلا اسرائیلي هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان په غزه ښار او یو تن په خان‌یونس کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل مخنیوی لویه بې‌عدالتي ده

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل مخنیوی لویه بې‌عدالتي ده، چې پر نسلونو به منفي اغېز ولري.

دې سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د نجونو ځای په مکتب کې دی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې نجونې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د زده‌کړو له حقه محرومې شوي، او مکتبونه د دوی له شتون پرته پرانیستل شوي دي.

دغه اداره وایي، چې د ښځو او نجونو اساسي حقوق باید ژر تر ژره بېرته احیا شي.

جان ساپکو:هر ځل امریکایي پوځ چې یو ملکي افغان وژلی؛ نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل

د امریکا د سیګار ادارې پخوانی مشر جان ساپکو وایي، چې د افغانستان د حکومت پراخ فساد او د لوېدیځو هېوادونو تېروتنو طالبان بېرته واک ته ورسول.

هغه ویلي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ده او د ډېرو امریکایانو لپاره د شرم وړ و.

ساپکو ټینګار کړی، چې افغانستان د امریکا اوسني حکومت ته ارزښت نه لري، نو ځکه یې له بې‌وزله افغانانو سره مرستې کمې کړې.

نوموړي ویلي، چې د ټرمپ اداره نه غواړي، چې د امریکا بشري مرستې طالبانو ته ورکړل شي.

ساپکو ادعا کړې، چې امریکا غوښتل افغانستان د “کوچنۍ ناروې” په څېر بدل کړي؛ خو د دې هېواد واقعي شرایط یې درک نه کړل.

هغه فساد، د بشري حقونو ضد عناصرو ملاتړ، او د افغانستان وضعیت نه درک کول، د امریکا د ناکامۍ عوامل بللي دي.

ساپکو ویلي، چې هر ځل د امریکا پوځ یو ملکي افغان وواژه، نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل.

مایکل کوګلمن:امریکا له طالبانو سره محدود تعامل په افغانستان کې د چین او ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره کوي

مایکل کوګلمن چې د واشنګټن د ویلسن څېړنیز مرکز له مشرانو څخه دی وايي، سره له دې چې د امریکا پلاوي کابل ته سفر کړی او د حقاني شبکې د مشرانو لپاره ټاکل شوې جایزې یې لرې کړې؛ خو د امریکا او طالبانو په اړیکو کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی.

کوګلمن فارن فالیسي مجلې ته په یوه مقاله کې ویلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې حضور او د امریکايي بندیانو مسئله، د دې سبب شوې چې د ټرمپ اداره له طالبانو سره محدود تعامل ولري.

هغه ویلي، چې په افغانستان کې د چین او ایران نفوذ مخ پر زیاتېدو دی او امریکا هڅه کوي له دې بهیر څخه مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ دریځ د طالبانو او افغانستان په اړه “سوداګرانه” دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر راپورونه وایي، چې امریکا په کابل کې خپل سفارت پرانېزي.

اوچا:د طالبانو له لوري د نجونو د محرومیت رامنځته شوی رواني فشار د زغملو نه دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د نجونو د محرومیت له امله رامنځته شوی رواني فشار د زغملو نه دی.

یادې ادارې یو راپور کې ویلي، چې د تېر کال راهیسې له ۱۳ کالونو څخه تر ‍۱۷ کالونو پورې نجونې ښوونځي ته نه دي تللې او په همدې عمر کې بیا ۷۴ سلنه هلکان ښوونځیو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یونسیف ویلي و، چې روان کال ۴۰۰ زره نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د اسرائیل پوځ؛د سوریې په حمص کې دوه نظامي اډې ویشتي

0

اسرائیلي پوځ اعلان کړی، چې په حمص کې دوه نظامي اډې په نښه کړې دي.

یاد پوځ ویلي، چې پالمیرا او ټي فور نظامي اډې یې وېشتلې دي.

دا دویم ځل دی، چې اسرائیل پر سوریې بریدونه کوي.

تر دې وړاندې د سوریې د نوي حکومت مشر احمد الشرع ویلي وو، چې که اسرائیل له دې عمل لاس وانخلي؛ نو اړیکې به یې ورسره خړې پړې شي.

پاکستانۍ رسنۍ:۵۰ نیول شوي افغان ماشومان بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شول

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پولیسو پنځوس هغه افغان ماشومان بېرته خپل هېواد ته لېږلي، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته تللي وو.

د لنډي کوتل د پولیسو مشر عدنان افریدي ویلي، چې په دې وروستیو کې ۷۰۰ افغان ماشومان په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته تللي دي.

نوموړی زیاتوي چې یاد ماشومان د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.