یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 546

اسرائیلي چارواکي:تر څو چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې روانې وي، د برید احتمال پرې نشته

د اسرائیلو یو لوړپوړي چارواکي «آی۲۴» شبکې ته ویلي، تر هغو چې د ایران او امریکا تر منځ اټومي خبرې روانې وي، اسرائیل به پر ایران برید ونه‌کړي.

بل‌خوا، د آکسیوس خبري شبکې د سرچینو په وینا، تمه ده چې د دواړو لورو تر منځ د خبرو شپږم پړاو ژر پیل شي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې پر ایران د اسرائیل د برید احتمال په لوړه کچه دی.

د خلیج فارس همکاریو شورا:د طالبانو حکومت باید ښځو ته د کار او زده‌کړو حقونه ورکړي

د خلیج فارس د همکارۍ شورا په کویټ کې د خپلو وزیرانو په ۱۶۴مه غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونه تضمین کړي.

شورا په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید نه د ترهګرو ډلو او نه هم د مخدره موادو د قاچاق لپاره وکارول شي.

د سعودي عربستان، قطر، اماراتو، بحرین، عمان او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ناسته کې ګډون درلود.

اعلامیه کې پر افغانستان کې د امنیت او ثبات د بېرته راوستلو، د اقلیتونو د خوندیتوب او له ترهګرۍ سره د افغان ولس د مبارزې ملاتړ شوی دی.

شورا د خپلو غړو هېوادونو له‌خوا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام هرکلی کړی او پر نړیوالو یې هم غږ کړی، چې بشري، اقتصادي او پرمختیایي مرستې دوامدارې وساتي.

دیني عالم عبدالقاهر د طالبانو حکومت ته:د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې توپیر د میاشتې لیدو کې د اختلاف سبب نشي کېدی

د مزارشریف د روضې جامع جومات خطیب او د شمال مشهور دیني عالم مولوي عبدالقاهر د میاشتې د رؤیت په تړاو د طالبانو حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی.

هغه د یوې مذهبي غونډې پر مهال وویل، چې د امام ابوحنیفه له نظره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې اختلاف، د میاشتې په رؤیت کې د اختلاف لامل نشي کېدلای.

نوموړي زیاته کړې، که یو هېواد کې میاشت ولیدل شي او بل هېواد ترې خبر شي، نو باید د هماغه رؤیت له مخې اختر اعلان کړي یا روژه ونیسي.

عبدالقاهر ویلي، چې تر یو نیم ساعت وختي توپیر هم د اختلاف دلیل نه‌شي جوړېدای، ځکه د شرعي میاشتې رؤیت د وخت له محدودیت سره نه‌دی مشروط.

دیادونې ده، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ یو نیم ساعته وخت توپیر شته، خو د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې د اسلامي مناسبتونو نېټې د خپلې جوړ شوې کمېټې له خوا په خپلواکه توګه اعلانوي.

متین بیک:امریکا دې په افغانستان کې د سولې ناکامې تجربې په اوکراین کې نه تکراروي

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د پخواني دفتر رییس، متین بیک ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د سولې د ناکامې تجربې تېروتنې په اوکراین کې تکرار نه کړي.

هغه دا خبرې په یوه مقاله کې کړي چې د «سیفر بریف» وېب‌پاڼې خپره کړې دي.

بیک لیکلي، لکه څنګه چې طالبانو له امریکا سره مستقیمو خبرو ته ترجیح ورکوله او د افغان حکومت غږ ته پام نه کېده، روسیه هم غواړي له امریکا سره هوکړه وکړي او د اوکراین حکومت له خبرو وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا د اوکراین د حکومت او خلکو پر ځای یوازې له روسیې سره خبرو ته مخه کړي، دا به د جګړې توازن د مسکو په ګټه بدل کړي.

علي خامنه‌یي:امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، هېڅ هم کولای نشي

د ایران مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌يي، د امریکا له لوري د اټومي تړون لپاره شوی وړاندیز په ښکاره توګه رد کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د اسلامي انقلاب بنسټ‌ګر روح الله خمیني د ۳۶م تلین په مناسبت خپلې وینا کې وکړې.

خامنه‌يي وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

د خامنه‌يي په وینا، د امریکا اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري؛.خو هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که چېرې تهران د واشنګټن وړاندیز رد کړي؛ نو له “جدي پایلو” سره به مخ شي.

شهباز شریف:د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو له لوري ونه کارول شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د پېښور د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، لوړپوړو امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو سره د ناستو پر مهال وکړې.

شهباز شریف د خېبر پښتونخوا د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې، د “خوارجو فتنې” او د هند تر ملاتړ لاندې “ترهګریزو ډلو” پر ضد د پاکستان پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې چې د پښتنو زړورتیا او استقامت د پاکستان د ملي تاریخ یوه ویاړلې برخه ده.

نوموړي ژمنه کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې به سوله “په هره بیه” وساتل شي، او د دغه ایالت له ځوانانو یې وغوښتل، چې د پاکستان په ثبات، یووالي کې ونډه واخلي.

احمد الشرع؛د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې موقت مشر احمد الشرع به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې نیویارک ته سفر وکړي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په غونډه کې وینا وکړي.

د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا به له ۱۹۶۷ میلادي کال وروسته، لومړی ځل وي چې یو سوریایي مشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون او مستقیمه وینا کوي.

احمد شرع له دې مخکې، د روان کال مې میاشت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي وو.

دا لیدنه د سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو تحولاتو له پلوه خورا مهمه بلل شوې وه.

د طالبانو حکومت د مشر اختریز پیغام؛له خلکو غوښتل شوي چې د شیخ هبت‌الله اطاعت وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ‌ هبتﷲ اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام خپور کړی، چې پکې یې افغان ولس او اسلامي امت ته د اختر مبارکي ویلې ده.

نوموړي ویلي چې دا اختر د امن، ثبات او د «اسلامي نظام» د حاکمیت له برکته د ارامتیا تر سیورې لاندې لمانځل کېږي.

هغه ویلي، قرباني یوازې حیوان حلالول نه دي، بلکې د اخلاص، تقوا او اطاعت یو پیاوړی درس دی

نوموړي د دولت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ولس ته په اخلاص سره خدمت وکړي او ځانونه د هغوی خادمان وبولي.

پیغام کې همداراز، له شتمنو غوښتل شوي چې د بې‌وزلو، یتیمانو، معلولینو او مهاجرینو ملاتړ وکړي.

پیغام کې له ولس او طالبانو غوښتنه شوې چې د شیخ هبت الله اطاعت وکړي، یووالی وساتي او د دښمن له تبلیغاتو ځانونه وساتي.

نوموړي پر فلسطینیانو روان ظلم وحشت بللی او یو وار بیا یې ټینګار کړی، چې دوی د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

اسټرالیا؛ملبورن پوهنتون د افغان مېرمنو لپاره د حقوقو زده کړو نوی پروګرام پیلوي

د اسټرالیا د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان کړی چې د مونټین انسټیټوټ په همکارۍ د افغان مېرمنو لپاره د حقوقي زده کړو یو کلن پروګرام پیلوي.

راپورونه وایي، دا نوښت هغه ښځو ته ځانګړی شوی چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له کبله له زده کړو محرومې شوې دي.

د پروګرام مسؤل غلام‌شاه عادل وايي، هڅه کوي چې افغان مېرمنې بېرته خپل تعلیمي مسیر ته راوګرځوي.

نوموړي زیاته کړې، باور لري چې دا پروژه به د افغانو ښځو حقوقي مهارتونه پیاوړي کړي او دوی به د نړیوالو حقوقي بنسټونو سره ونښلوي.

پاکستان؛په حافظ‌اباد کې پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخته ډله‌ییز جنسي تېری شوی

د پاکستان په حافظ‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو پر یوې ښځې د خاوند مخې ته جنسي تېری کړی، چې ویډیو یې اوس له یوې میاشتې وروسته خپره شوې.

جیونیوز په یو راپور کې وايي، پولیسو دا پېښه جنایي بللې او د څلورو پیژندل شویو کسانو په ګډون، اته کسان پکې تورن دي.

د دغې ښځې خاوند وایي، جې لومړیو کې پولیسو یې شکایت نه ثبتوه او د پولیسو اداره کې یو تورن کس دنده هم لرله چې دی یې ګواښلی و.

پاکستاني چارواکو د عاملینو پر ضد د قانوني اقدام ژمنه کړې ده.