دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 543

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت:له مدرسو فارغو ته د لیسانس او ماستري اسناد ورکوو

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان کړی چې هغو کسانو ته چې له مدرسو فارغ شوي وي او ازموینې یې بریالۍ تېرې کړې وي، د لیسانس او ماستري اسناد ورکوي.

دغه وزارت وایي، دا اسناد هغو علماوو، د مدرسو فارغانو او نورو کسانو ته ورکول کېږي چې د طالبانو تر مدیریت لاندې د ملي امتحاناتو اداره ازموینې تېري کړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د دغه وزارت او دولتي پوهنتونونو ۲۰ سلنه تشکیل کم کړی، چې له امله یې زیات شمېر مسلکي استادان له دندو ګوښه شوي دي.

غزه؛په رفح کې د مرستو د وېش پر مرکز اسراییلو ډزې کړي

د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې، تېره ورځ اسراییلي سرتېرو د رفح ښار په یوه بشري مرستندویه مرکز کې پر هغو کسانو ډزې کړې، چې د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

د حماس د رسنیو دفتر ویلي، چې زرګونه وږو فلسطینیانو د مرستو مرکز ته د ننوتلو هڅه کوله، چې اسراییلي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې او ګڼ کسان یې ټپیان کړي دي.

د «یدیعوت احرونوت» اسراییلي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د مرستو یوه امریکا میشته موسسه چې د سویس له خوا ثبت شوې، له پیښې وروسته خپل کارکوونکي له رفح څخه ایستلي دي.

د دې بنسټ پخواني مشر تازه استعفا ورکړې، او دلیل یې د بشري اصولو د نقض ستونزې یادې کړې.

د سره صلیب ویاند کریستیان کاردون ویلي: «بشري مرستې باید د سیاست یا پوځ وسیله ونه ګرځي.»

نتنیاهو:خامنه‌يي د ایران او امریکا د خبرو تر پیل وړاندې د اسراییل د له منځه وړلو خبرې کوي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د امریکا او ایران تر منځ د احتمالي خبرو له پیله مخکې، پر ټوېټر د اسراییل د له منځه وړلو څرګندونې کوي.

نتنیاهو دا څرګندونې د یوه خبري کنفرانس پر مهال کړې، او ویلي: «دواړه لوري (ایران او امریکا) د خبرو اترو پر درشل ولاړ دي؛ خو خامنه‌يي بیا هم ښکاره وایي چې اسراییل باید له نقشې څخه پاک شي.»

شنونکي باور لري چې اسراییل ښایي د ایران پر ضد احتمالي برید ته د پلمې په لټه کې وي، څو د نړیوالو تمرکز له مذاکراتو بلې خوا ته واړوي.

بل‌خوا د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي والانیوز ته ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل له ممکنه برید څخه اندېښنه لري.

د نوموړي په وینا، که اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي؛ نو دا به د خبرو اترو روان بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

لغمان؛مهترلام کې د تندر لوېدو له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان په مهترلام ښار کې د تندر د لوېدو له امله یو ۱۷ کلن تنکی ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور چې یوه ماشومه ده، ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د لغمان ولایت د طبیعي پېښو د مدیریت رییس، خیرمحمد غازي، رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن د ماسپښین مهال د «ده زیارت» په سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي چې د ټپیانو له ډلې د یوه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

سهیل شاهین؛د قطر د سوداګرۍ له رییس سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین په قطر کې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له رئیس سره لیدلي دي.

په دغه ناسته کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اقتصادي همکاریو، نندارتونونو او د افغانو او قطري سوداګرو ترمنځ د غونډو د اسانتیا په اړه خبرې شوې دي.

قطر کې د طالبانو سفارت وایي، دواړو خواوو په افغانستان کې د پانګونې او د سوداګرو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

هند؛د زیاتو پورونو له کبله د یوې کورنۍ ۷ غړو ځان‌وژنه کړې

د هند په پنچکوله سیمه کې د پورونو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړو ځان وژنه کړې.

عیني شاهد پونیت رانا رسنیو ته ویلي، چې د شپې له خوا یې یو ولاړ موټر ولید، چې شپږ تنه پکې مړه وو، او یو تن د زنکدن پر مهال ورته ویلي چې له بانکونو ډېر پوروړي دي، خپلوانو یې مرسته نه ورسره کوله؛ نو مجبور شول زهر وخوري.

پولیسو دی روغتون ته رسولی وو؛ خو بیا یې هم ساه ورکړه.

په وژل شویو کسانو کې ۴۲ کلن پربین متل، د هغه مور، پلار، مېرمن، دوه لوڼې او یو زوی شامل دي.

یادې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

چین‌ـ‌شادونګ ایالت؛یوې کیمیاوي فابریکه کې د چاودنې له کبله پنځه تنه وژل شوي

د چین د شاندونګ ولایت په یوه کیمیاوي فابریکه کې زوروره چاودنه او اورلګېدنه شوې چې لږ تر لږه پنځه تنه یې وژلي او ۱۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د شینهوا خبري آژانس د معلوماتو له مخې، د دې پېښې له کبله شپږ تنه لا هم لادرکه دي.

د رویټرز د راپور له مخې، له ۲۰۰ زیات د ژغورنې کارکوونکي سیمې ته استول شوي دي.

شاندونګ بندر د چین په ختیځ کې یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي، چې پخوا له ایران نه د نفتو ستر واردوونکی و؛ خو د امریکا له بندیزونو وروسته له تېر کال راهیسې دغه واردات بند شوي دي.

رویټرز:اسرائیل او سوریې په پوله کې د شخړو کمولو لپاره ناستې پیل کړې

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اسراییل او سوریې په دې وروستیو کې د په پوله کې د شخړو او ترینګلتیاو د کمولو په موخه مستقیمې خبرې پیل کړې دي.

راپور زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو د امنیتي چارواکو ترمنځ په پوله کې ځینې ناستې هم ترسره شوې دي.

له دې وړاندې د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد شرع هم له اسراییل سره د غیر مستقیمو خبرو پخلی کړی و او ویلي وو، چې د دغو خبرو موخه د ترینګلتیاو راکمول دي.

روسیې؛د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د طالبانو پر حکومت بندیزونه ځنډولي

روسیې په رسمي ډول د طالبانو پر فعالیتونو موقتي ځنډ عملي کړی او د ترهګرو ډلو په نوملړ کې یې د طالبانو پر حکومت بندیزونه ځنډولي دي.

د روسیې د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې په تازه خپاره شوي لیست کې طالبان له دغه لیست څخه ایستلي دي.

په دغه نوملړ کې ۶۲ نور سازمانونه شته، چې روسیه کې یې فعالیت بند دی.

د یادونې ده، چې د روسیې سترې محکمې په اپریل کې دا پرېکړه کړې وه؛ خو د مۍ په شلمه عملې شوې ده.

هند:له رادار څخه پټېدونکې پنځم نسل جنګي الوتکې جوړوو

د هند دفاع وزارت اعلان کړی چې له رادار نه پټېدونکي، دوه موتوره لرونکې پنځم نسل جنګي الوتکې جوړوي.

دا اقدام د هند او پاکستان ترمنځ د تازه نظامي شخړې او د وسلو سیالۍ په دوام کې ترسره کېږي.

هندي چارواکو ویلي چې دا پروژه به د دولتي الوتنو پراختیا ادارې تر مشرۍ لاندې پر مخ یووړل شي، او ژر به دولتي او خصوصي شرکتونه د الوتکې د نمونې جوړولو ته راوبلل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ په څلور ورځنۍ جګړه کې دواړو هېوادونو جنګي الوتکې، توغندي او ډرونونه کارولې.