شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 539

علي رضا بېګدلي:افغان کډوالو سره همکاريو ته ژمن یوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په افغانستان کې د ایران د سفارت له سرپرست علي رضا بېګدلي سره د افغان کډوالو د ستونزو او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، محمد نعیم له افغان کډوالو سره د ایران د کوربه‌توب او له «اسلامي امارت» څخه د ملاتړ مننه کړې او د دغو همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې.

بیګدلي ژمنه کړې چې ایران به له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

اسحاق ډار:د چین په غوښتنه یې د طالبانو له حکومت سره اړیکې پراخه کړي

چین له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، دا غوښتنه د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې له غونډې وروسته یې له چین غوښتي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته هم وغځوي، او لګښت دې هم د همدغه پروژې له لارې برابر شي.

د هغه په وینا، د چین بهرنیو چارو وزیر دا وړاندیز منلی دی.

امیرخان متقي؛د یوناما له مشرې سره د افغانانو د ستونزو او پانګونې په اړه غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي او د راستنېدونکو اړتیاو، د بهر میشتو افغانانو د ستونزو، خصوصي سکتور د پیاوړتیا او پانګونې د جذب په اړه یې خبرې کړې دي.

متقي له یوناما غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعي وضعیتونه منعکس کړي، څو نړیوالو ته د هیواد ثبات روښانه شي.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره «اسلامي امارت» ته لاسرسی برابر شي.

اوتونبایوا ویلي، چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو حکومت پېغامونه او د افغانستان فرصتونه له نړیوالو سره شریک کړي او ژمنه یې کړې چې د راستنېدونکو او د کاري زمینو د برابرولو لپاره به هڅې جاري وساتي.

امریکا؛غزه کې د ملګرو ملتونو د اوربند پرېکړه‌لیک ویټو کړ

امریکا په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند پرېکړه لیک ویټو کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو، چې غزه کې باید له قید او شرط پرته اوربند وشي.

امریکایي استازي ویلي، چې دا چاره حماس ته د لا پیاوړتیا جرئیت ورکوي.

بل لورته بیا د یادې شورا ۱۴ نورو غړو دا پرېکړه لیک تائید کړی دی.

رحیم سکندر:اصلاحي کمېسیون سره بندي یم؛ پر سعیدالله سعید زما نیوکه بې ځایه وه، خپله خبره بېرته اخلم

ټولنیز فعال رحیم سکندر ویلي، د کابل امنیه قومنداني اړوند د حضرت حمزه پوځي کمپ پر استاد سعیدالله سعید نیوکه بې ځایه وه.

هغه ویلي، چې دا نیوکه بېرته اخلي او د ده خبره ناسمه ده.

رحیم سکندر لیکلي:« زه کابل کې د اصلاحي کمیسیون سره بندي یم، کومې خبرې چې څو ورځې مخکې مولوي سعیدالله سعید کړې وې او ما نقد پر کړی و ناسم یې بولم او خپله خبره بېرته اخلم.»

د یاد کمپ استاد سعیدالله سعید ویلي وو، چې له هېواده بهر د «اسلامي امارت» پر سرتېرو جهاد نشته.

د هغه دغو څرګندونو ته په غبرګون کې رحیم سکندر ویلي وو، چې “ده ته د خبرو حق چا ورکړی؟”

د یادونې ده، چې رحیم سکندر د همدغو څرګندونو له کبله نیول شوی دی.

پاکستان؛په حافظ‌اباد کې د دوو ماشومانو په قتل تورن کس له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال اوبو ډوب کړی

ډان ورځپاڼه وایي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو کس چې د دوو ماشومانو پر وژنه تورن و، د پولیسو له ولکې د تېښتې پر مهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی او مړ شوی دی.

ډان ورځپاڼې د پولیسو له قوله ویلي، چې څو ورځې مخکې په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او مړي یې وروسته د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.

ډان زیاتوي چې د پېښې په تړاو پنځه کسان مشکوک پېژندل شوي، چې دوه نیول شوي دي.

د راپور له مخې، یو شکمن کس چې د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی او ویلي یې دي چې هغوی یې په لرګي وهلي.

نوموړی د لرګي د موندلو لپاره د پولیسو له‌خوا د پېښې ځای ته بیول کېده، چې تښتېدلی او د اوبو کانال ته یې ځان غورځولی او مړ شوی دی.

د ایران امنیتي چارواکي:په تهران کې مو د داعش ډلې ۱۳ غړي نېولي

ایراني امنیتي چارواکي وايي، د تهران په ځانګړو عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۳ غړي نیول شوي دي.

د فراجا د ترهګرۍ ضد څانګې ویاند سردار سېد منتظر المهدي ویلي، نیول شویو کسانو غوښتل چې په یو لړ وروستیو مراسمو کې بمي او وسله‌وال بریدونه ترسره کړي.

د چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې ځانمرګي، وسله‌وال او نور تخریبي افراد شامل دي، چې له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شهباز شریف؛نن د دوه ورځني سفر لپاره سعودي ته روانېږي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته روانېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا سفر به د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او د اسلامي هېوادونو پر ګډو موضوعاتو متمرکز وي.

ټاکل شوې چې شریف به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري او د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د ریاض د هڅو مننه وکړي.

چارواکي وايي، تمه ده دا لیدنه د سعودي د ۲۰۳۰ لید د پروژو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې همکارۍ راوپاروي.

ډونالډ ټرمپ؛امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د وګړو په ورتګ بندیز ولګوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه نوي اجرایي فرمان له مخې د افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو د اتباعو پر امریکا ته سفر بندیز ولګاوه.

په بندیز لګول شويو هېوادونو کې افغانستان، ایران، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، میانمار، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.

بل لورته سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې د افغانانو لپاره ځانګړې مهاجرتي ویزې له دغه فرمان څخه مستثنا شوې دي.

سپینې ماڼۍ دغه راز ویلي، چې دغه فرمان د غبرګولي له ۱۹مې اجرا کېږي.

عبدالعلي محمدي:احمدشاه بابا د ملي وحدت سمبول وو

پخواني حکومت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ حقوقي سلاکار ډاکټر عبدالعلي محمدي وایي، احمدشاه بابا د ملي وحدت سمبول ګڼي.

نوموړي د ویښتیا میډیا په ایکس سپیس کې ویلي، د نادر افشار له مرګ وروسته هغه افغانستان په ښه ډول مدیریت کړ.

نوموړی وایي، د احمدشاه بابا واکمني کې افغان په یو نوي هویت وپېژندل شو او د یوې نوې جغرافیې څښتن شو؛ خو زیاتوي، چې د افغان هویت پوختګي ته ونه رسېد او جغرافیه هم ثابته نه وه.

محمدي وایي، که د احمدشاه بابا لښکر به هند ته لاړ؛ نو جغرافیه به لویه شوه؛ خو که را وبه ګرځېد؛ نو د افغانستان جغرافیه پېښور ته رالنډه شوه.

هغه، چې د احمدشاه بابا د ۲۵۳ تلین په مناسبت خبرې کولې ویلي، احمدشاه ابدالي د اوسني افغانستان څو برابره زیاته جغرافیه باندې واکمني کوله او د هغه زیات او کمه پنځه ویشت کاله واکمني مونږ ته لوی درس دی.

محمدي زیاتوي، چې که نن افغانان د احمدشاه بابا پر پله تلل غواړي؛ نو پکار ده، چې خپلې مشترکې نقطې پیاوړې کړې، مدبرانه حرکت وکړي او د یوې لارې ملګري شي.