شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 538

کابل کې اختر نشته؛خو ګڼ طالب وزیران سعودي کې د اختر لومړۍ ورځ نمانځي او قرباني کوي

نن د طالبانو حکومت د کابینې یو شمېر غړو سعودي عربستان کې له دغه هېواد سره یو ځای اختر نمانځي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي نیوکه کوي، چې ولې دوی له پاکستان سره یو ځای لوی اختر اعلان کړ.

دوی وایي، سره له دې، چې ټولو ولیدل، چې د عرفات ورځ تېره ورځ وه؛ خو بیاهم د طالبانو حکومت اختر وروسته اعلان کړ.

د دوی په خبره، د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکي سعودي کې قرباني کوي؛ خو کندهاري چارواکي بیا اختر یوه ورځ وروسته نمانځي.

د یادونې ده، چې نن له پاکستان او افغانستان پرته د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان او ګڼو هېوادونو کې؛نن د لوی اختر نمانځنه کېږي

نن په سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو کې لوی اختر یا د قربانۍ اختر په رسمي ډول نمانځل کېږي.

په دې مناسبت، میلیونه مسلمانان چې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي ته تللي، نن سهار به له مزدلفې څخه منی ته ستانه شي، شیطان به په ډبرو وولي، د قربانۍ مراسم به ترسره کړي، کعبه شریفه کې به طواف وکړي، خپل سرونه به وخريي او احرام به خلاص کړي.

د سعودي عربستان د چارواکو په وینا، سږ کال له ۱.۶ مېلیونو څخه زیات حاجیان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مکې ته ورغلي دي.

د حج اصلي رکن، چې د عرفات ورځ ده، د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) ترسره شو.

حاجیانو د عرفات په غونډۍ کې د جمعې او دعا مراسم ترسره کړل، چې پکې یې د مسلمانانو تر څنګ، د فلسطین د خلکو لپاره ځانګړې دعا وکړه.

سږکال د حج مراسمو کې؛له ۱.۶ میلیونو څخه زیاتو حاجیانو برخه اخیستې وه

سعودي عربستان وایي،سږکال د حج مراسمو کې له ۱.۶ میلیونه څخه زیاتو حاجیانو برخه اخیستې.

د حرمین، شریفین ادارې لیکلي، چې عرفات غونډۍ ته د دوی د ختلو مراسم په ښه ډول ترسره شول.

د یادونې ده، چې سبا له افغانستان او پاکستان پرته ټوله نړۍ کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د بوش څېړنیز بنسټ:طالبانو په افراطیت سره نړیوال ګواښ جوړ کړی

د جورج ډبلیو بوش څېړنیز بنسټ د نړیوالو چارو مسؤله ناتالي ګونلا-پلاتس او ارشد غړې جسیکا لوډویګ په یوه مقاله کې لیکلي چې طالبان له افراطیت، فساد او زور زیاتي سره یو نړیوال ګواښ جوړ کړی دی.

دوی ویلي، هغو افغانانو چې د امریکا او نړیوالې ټولنې سره یې د سولې او پرمختګ لپاره همکاري کړې، اوس د طالبانو د انتقامي اقداماتو له خطر سره مخ دي.

په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی چې که دغه افغانان بېرته واستول شي؛ نو د ازادۍ له لاسه ورکولو یا د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.

لیکوالانو همداراز د امریکا د ځینو با نفوذه څېرو د بې‌پروایۍ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو تر واک لاندې د افغانانو له ورځني کړاوه سترګې پټوي.

د رحیم سکندر جبري اعتراف؛طالب فعالانو په خپل حکومت توندې نیوکې کړي

د طالبانو د اصلاحي کمیسیون له لوري د دې ډلې د فعال رحیم سکندر تر نیول کیدو او جبري اعتراف وروسته د طالبانو ګڼو پلویانو د خپل حکومت دغه چاره غندلې او د خپلو ملګرو پر وړاندې یې بې اصافي بللې.

طالب پلوي ټولنیز فعال مسلم کندزي لیکلي، چې په دومره قربانیو له راغلي نظام سره داسې کوچني کارونه هیڅ خوند نه کوي او داسې چارې ټول نظام تر سوال لاندې راولي.

د فاتح کندز په نوم بل طالب فعال لیکلي:« مولوي سعيدالله صاحب!
په یوه عادي اشتباه د خپل فکر ملګري نېول، بندي کول او بیا جبراً اقرار په عامه ميډيا کې له نظام سره نه ښایي. هر څوک چې يې له قدرت څخه ناسمه استفاده مه کوه، که چيرې مجرم وي؛ نو جزا بايد محکمه ورکړي نه ته.»

په همدې حال کې بیا شریف خلیلي رحیم سکندر ته په خطاب کې ويلي:« یو وخت مې درته ویلي وو، چې د پاکستان خلاف څوک خبره نشي کولای.»

ورته مهال بیا سهیل نور ویلي، چې د رحیم سکندر ټیلیفون له طالبانو سره دی او هغوی هم ورنه په خپله خوښه پوسټونه کوي.

خبریال بلال سروري بیا وایي، چې پرون «جنرال» مبین پر پاکستان د نقد له کبله نیول شوی او نن بیا سکندر د دې له کبله نیول شوی، چې ویلي و، له هېواده بهر د جهاد د منع کېدو اعلان باید ونشي.

ځایي سرچینې:دره نور کې د ماین چاودنې له کبله درې طالبان وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، چې د ننګرهار ولایت په دره‌نور ولسوالۍ کې د طالبانو په یو رنجر موټر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې درې طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دا پېښه تېره ورځ د غبرګولي په ۱۵مه رامنځته شوې.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو بنسټونو؛په ایران کې د افغانانو د اعدامونو پر ضد غږ پورته کړی

د بشري حقونو له ۸۰ ډېرو بنسټونو په یوه ګډ لیک کې له ایرانه د افغان وګړو د اعدامونو د درولو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې ویل شوي، چې یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي، چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله درې چنده زیات دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر ویلي، افغانان د اعدام “ارزانه قربانیان” دي او دا بهیر باید ژر بند شي.

د لیک امضاکوونکو له نړیوالې ټولنې، مدني ټولنو او خلکو غوښتنه کړې چې د دغو اعدامونو پر وړاندې غږ پورته کړي.

له پاکستان او طالبانو پرته؛ټوله اسلامي نړۍ کې نن د عرفې ورځ ده

د ذولحجې نهمه د عرفې له ورځې سره برابره ده.

د ټولې اسلامۍ نړۍ څخه ورغلي حاجیان د عرفې غونډۍ ته روان دي.

دا ورځ د حج له مهمو ارکانو څخه ګڼل کېږي، چې حاجیان پکې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د عرفات په غونډې کې راټولیږي.

د بشریت ستر ناجي او د اسلام وروستی پیغمبر حضرت محمد «ص» په ۷مه میلادي پېړۍ کې د حجة الوداع خطبه هم له همدې ځای څخه بیان کړې وه.

د امریکا کانګرس:ټرمپ باید د افغان کډوالو له اېستلو ډډه وکړي

د امریکا د کانګرس څه باندې سلو غړو په یوه لیک کې د دغه هېواد له کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې د افغان کډوالو له اېستلو ډډه وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې دغه ډیموکراټ غړي د ټرمپ له ادارې غواړي، چې نه یوازې د ایستلو ګواښ پای ته ورسوي، بلکې د افغانانو د خوندیتوب حالت هم وغځوي.

دوی خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ایستل به هغوی له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ټرمپ د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته په ورتګ بندیز لګولی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان:افغانستان کې ځنګلونه د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، چې په خوست کې ځنګلونه د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان د نړۍوال چاپېریال ورځې په مناسبت ویلي، د ځنګلونو د ساتنې او د سیمه‌يیز معیشت د پیاوړتیا په موخه یې پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه نږدې ۴۸ زره د مېوو نیالګي کېنولي دي.

همداراز، د ځنګلونو د بیا را ژوندي کولو لپاره یې پر ۲۱۱۱ هکټاره ځمکه ۲۶۰ زره د جلغوزیو او غوزانو نیالګي هم کرلي دي.