شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 540

د ازادۍ په ورځ د طالبانو بیرغ؟

ژباړه: سیلۍ ودان

د مې په پنځمه، هغه ورځ چې هالنډیان خپله ازادي نمانځي؛ یوه ازادي چې د وینې، او کلونو قربانۍ په بدل کې ترلاسه شوې.
د افغانستان سفارت په هالنډ کې په یوې غیر مترقبه پرېکړه کې 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ  له ویب‌پاڼې او ټولنیزو رسنیو لرې کړ، درې رنګه ملي بیرغ یې ښکته کړ، او په خاموشۍ سره یط د طالبانو ملاتړ وکړ.

هالنډۍ ورځپاڼې لیکلي د افغان سفارت له لورې دا ګام اخیستل په کومه عادي ورځ نه ده ترسره شوی؛ بلکې زمونږ د آزادۍ په ورځ اخیستل شوې.

ورځپاڼې د سفارت له لورې دا ډول اقدام هغو افغانانو ته سپکاوی بللی چې د طالبانوخلاف او ضد دي او همدا راز دا ګام د هر هالنډي لپاره توهین دی چې پرآزادۍ، ډیموکراسۍ او بشري حقونو باور لري.

سفارت د پوښتنې په توګه پوښتلې چې د دې حالت مسول څوک دی؟

محمد آصف رحیمي، چې یو وخت د افغانستان د جمهوریت سفیر و، خو اوس طالبانو په ډیپلومات بدل شوی، د داسې ډلې استازی دی چې زرګونه افغانان د طالبانو له ناسمو او بشري ضد پالیسو په تېښته کې دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لوی قشر له خپلو حقوقو بې برخې دي.

په اکتوبر ۲۰۲۳ کې، سفارت په ډاګه وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره همکاري کوي، څو قونسلګر خدمات وړاندې کړي.

رحیمي دا سیاسي همکاري ونه بلله، خو موږ پوهېږو چې دا یو ډول تېروتنه ده.

که ته د یوه رژیم په استازیتوب اسناد ورکوي، داسې رژیم چې نجونې له ښوونځیو منع کوي، ښځې بندیانوي، خبریالان او عام خلک شکنجه کوي او وژني؛ نو دا له ظلم سره مرسته کوې.

دا یوازې قونسلي  کار نه دی، بلکېودا پوره همکاري ده.

یوه بله بېلګه:
په نومبر ۲۰۲۳ کې، یو عکس خپور شو چې د هالنډ د روغتیا وزیر ارنست کویپرز پکې د طالبانو د درملو له پخواني مشر، عبدالباري عمر، سره ولاړ دی.
دا سړی څنګه هالنډ ته راغلی؟ ډېره احتمال دا ده چې وېزه یې د رحیمي په مرسته ترلاسه کړې وي.

موږ باید له ځانه وپوښتو:
موږ څه کوو؟ طالبان عادي کوو؟
په رښتیا غواړو چې له داسې یوه ډلې سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړو چې زموږ د سرتېرو په مرګونو کې لاس لري او هره ورځ د بشري حقونو خلاف اقدامات کوي؟

طالبانو نجونې له زده کړو منع کړې، ښځې یې کورونو کې بندې کړې، عام خلک د ځان لپاره د سپر په توګه کاروي، د سولې پروسه یې د وېرې او ځانمرګو بریدونو له لارې له منځه یووړه.

او مه هېروئ، زموږ هالنډي سرتېري د همدې طالبانو له لاسه ووژل شول او زه پخپله زخمي شوم.

په هالنډ کې زرګونه افغانان ژوند کوي، خپل هېواد یې له لاسه ورکړی، خو لا هم یو طالب‌پلوه شخصیت، د دوی په نوم، د افغانستان سفیر پاتې دی.

دا داسې ده لکه چې د مې پنځمه، د ازادۍ په ورځ، یو همکار ته د بیرغ پورته کولو اجازه ورکړو.

د اسلامي جمهوریت بیرغ، د یوه نیمګړي خو ازاد افغانستان نښه وه.
یو هېواد چې د ډېرو خنډونو باوجود یې د پرمختګ هڅه کوله!

پاکستان ته؛د طالبانو پر حکومت د بندیزونو کمېټې مشري وسپارل شوه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو کمېټې (۱۹۸۸ کمېټه) مشري د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ته وسپارل شوه.

دا کمېټه د طالبانو حکومت پر ضد نړیوال بندیزونه څاري او پلي کوي.

هندۍ رسنۍ وایي، دا ګام به په افغانستان کې د پاکستان ستراتېژيک رول پیاوړی کړي.

کارپوهان باور لري چې پاکستان کولای شي له دې لارې د طالبانو سره دیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې اسانه کړي.

چین هم هڅه کوي چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې لا ښې کړي او د سیمې امنیتي ثبات کې رول ولوبوي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه:د اختر په مناسبت مو یو زر ۵۵۹ زندانیانو ته عفوه وکړه او خوشې مو کړل

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی، چې د قربانۍ د اختر په مناسبت یې ۱,۵۵۹ تنه بندیان له زندانونو خوشې کړي او د ۹۵۰ نورو بندیانو د بند موده یې راکمه کړې ده.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دغه بندیان د هېواد له اتو ولایتونو کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز له زندانونو څخه آزاد شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې خوشې شوي کسان هغه بندیان دي چې «اصلاح شوي وو، ظاهري او باطني چلند یې د اسلامي سنتو سره سمون درلود، دیني او نورې اړین زده‌کړې یې ترلاسه کړې وې» او د بښنې وړ پېژندل شوي دي.

د سترې محکمې د رییس له‌خوا صادر شوي حکم له مخې، دغه بندیان د ځانګړو او باصلاحیته کمیټو له لوري تر ارزونې وروسته خوشې شوي دي.

اسرائیلي چارواکي:تر څو چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې روانې وي، د برید احتمال پرې نشته

د اسرائیلو یو لوړپوړي چارواکي «آی۲۴» شبکې ته ویلي، تر هغو چې د ایران او امریکا تر منځ اټومي خبرې روانې وي، اسرائیل به پر ایران برید ونه‌کړي.

بل‌خوا، د آکسیوس خبري شبکې د سرچینو په وینا، تمه ده چې د دواړو لورو تر منځ د خبرو شپږم پړاو ژر پیل شي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې پر ایران د اسرائیل د برید احتمال په لوړه کچه دی.

د خلیج فارس همکاریو شورا:د طالبانو حکومت باید ښځو ته د کار او زده‌کړو حقونه ورکړي

د خلیج فارس د همکارۍ شورا په کویټ کې د خپلو وزیرانو په ۱۶۴مه غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونه تضمین کړي.

شورا په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید نه د ترهګرو ډلو او نه هم د مخدره موادو د قاچاق لپاره وکارول شي.

د سعودي عربستان، قطر، اماراتو، بحرین، عمان او کویټ د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ناسته کې ګډون درلود.

اعلامیه کې پر افغانستان کې د امنیت او ثبات د بېرته راوستلو، د اقلیتونو د خوندیتوب او له ترهګرۍ سره د افغان ولس د مبارزې ملاتړ شوی دی.

شورا د خپلو غړو هېوادونو له‌خوا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام هرکلی کړی او پر نړیوالو یې هم غږ کړی، چې بشري، اقتصادي او پرمختیایي مرستې دوامدارې وساتي.

دیني عالم عبدالقاهر د طالبانو حکومت ته:د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې توپیر د میاشتې لیدو کې د اختلاف سبب نشي کېدی

د مزارشریف د روضې جامع جومات خطیب او د شمال مشهور دیني عالم مولوي عبدالقاهر د میاشتې د رؤیت په تړاو د طالبانو حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راوستی.

هغه د یوې مذهبي غونډې پر مهال وویل، چې د امام ابوحنیفه له نظره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د وخت او جغرافیې اختلاف، د میاشتې په رؤیت کې د اختلاف لامل نشي کېدلای.

نوموړي زیاته کړې، که یو هېواد کې میاشت ولیدل شي او بل هېواد ترې خبر شي، نو باید د هماغه رؤیت له مخې اختر اعلان کړي یا روژه ونیسي.

عبدالقاهر ویلي، چې تر یو نیم ساعت وختي توپیر هم د اختلاف دلیل نه‌شي جوړېدای، ځکه د شرعي میاشتې رؤیت د وخت له محدودیت سره نه‌دی مشروط.

دیادونې ده، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ یو نیم ساعته وخت توپیر شته، خو د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې د اسلامي مناسبتونو نېټې د خپلې جوړ شوې کمېټې له خوا په خپلواکه توګه اعلانوي.

متین بیک:امریکا دې په افغانستان کې د سولې ناکامې تجربې په اوکراین کې نه تکراروي

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د پخواني دفتر رییس، متین بیک ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د سولې د ناکامې تجربې تېروتنې په اوکراین کې تکرار نه کړي.

هغه دا خبرې په یوه مقاله کې کړي چې د «سیفر بریف» وېب‌پاڼې خپره کړې دي.

بیک لیکلي، لکه څنګه چې طالبانو له امریکا سره مستقیمو خبرو ته ترجیح ورکوله او د افغان حکومت غږ ته پام نه کېده، روسیه هم غواړي له امریکا سره هوکړه وکړي او د اوکراین حکومت له خبرو وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا د اوکراین د حکومت او خلکو پر ځای یوازې له روسیې سره خبرو ته مخه کړي، دا به د جګړې توازن د مسکو په ګټه بدل کړي.

علي خامنه‌یي:امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، هېڅ هم کولای نشي

د ایران مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌يي، د امریکا له لوري د اټومي تړون لپاره شوی وړاندیز په ښکاره توګه رد کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د اسلامي انقلاب بنسټ‌ګر روح الله خمیني د ۳۶م تلین په مناسبت خپلې وینا کې وکړې.

خامنه‌يي وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»

د خامنه‌يي په وینا، د امریکا اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري؛.خو هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که چېرې تهران د واشنګټن وړاندیز رد کړي؛ نو له “جدي پایلو” سره به مخ شي.

شهباز شریف:د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو له لوري ونه کارول شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د پېښور د سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر، لوړپوړو امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو سره د ناستو پر مهال وکړې.

شهباز شریف د خېبر پښتونخوا د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې، د “خوارجو فتنې” او د هند تر ملاتړ لاندې “ترهګریزو ډلو” پر ضد د پاکستان پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړې چې د پښتنو زړورتیا او استقامت د پاکستان د ملي تاریخ یوه ویاړلې برخه ده.

نوموړي ژمنه کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې به سوله “په هره بیه” وساتل شي، او د دغه ایالت له ځوانانو یې وغوښتل، چې د پاکستان په ثبات، یووالي کې ونډه واخلي.

احمد الشرع؛د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې موقت مشر احمد الشرع به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې نیویارک ته سفر وکړي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په غونډه کې وینا وکړي.

د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا به له ۱۹۶۷ میلادي کال وروسته، لومړی ځل وي چې یو سوریایي مشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون او مستقیمه وینا کوي.

احمد شرع له دې مخکې، د روان کال مې میاشت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي وو.

دا لیدنه د سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو تحولاتو له پلوه خورا مهمه بلل شوې وه.