شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 528

ایران:هر هېواد چې د اسراییلو ملاتړ وکړ، مونږ به یې نظامي اډې په نښه کړو

یو لوړپوړي ایراني چارواکي له سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې، نه یوازې به ایران پر اسرائیل خپل بریدونه زیات کړي، بلکې د سیمې هغه هېوادونه به هم په نښه کړي چې له اسرائیل څخه ملاتړ کوي.

هغه ویلي، هر هغه هېواد چې د ایران د عملیاتو پر وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي، باید دا تمه ولري چې د هغه هېواد پوځي اډې به د ایران راتلونکي هدفونه وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ایران به پر اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخ کړي.

اسرائیل؛جبل الخلیل او بحر المیت کې بریدونه شوي

د اسراییل په جبل الخلیل او د مړو سمندر (بحرالمیت) په سیمه کې بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

د العربیه د راپور له مخې، دا بریدونه څو شېبې وړاندې شوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.

هلته لاهم د ایران د الوتکو او توغندیو د برید ویره زیاته ده.

ایران:امریکا سره مذاکرات اوس کومه معنی نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اټومي تاسیساتو پر سر شپږم پړاو مذاکرات رد کړل.

ټاکل شوې وه، چې دا مذاکرات په عمان کې ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دوی د اسرائیل تر برید وروسته دا مذاکرات هیڅ معنی نه لري.

د ایران تازه بریدونو کې؛یوه اسرائیلۍ وژل شوې او ۴۰ تنه نور ټپیان دي

واشنګټن کې د اسراییل سفیر ویلي، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې یوه اسراییلۍ مېرمنه وژل شوې او څلوېښت کسان ټپیان شوي.

ایران له تېرې شپې راهیسې پر اسرائیل بریدونه پیل کړي دي.

بل لورته بیا ایران ویلي، چې پر دوی شویو بریدونو کې د امریکا لاس دی او هیڅ وخت به دا هیر نه کړي، چې ایراني وګړي د امریکا پر وسلو ووژل شول.

چین:اسرائیل دې پر ایران خپل خطرناک بریدونه بند کړي

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونگ له اسرائیل غوښتي، چې ژر تر ژره پر ایران خپل بریدونه ودروي.

هغه د ایران د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض په تړاو د اسرائیلو کړنې وغندلې او ویې ویل چې چین د دغو اقداماتو له پایلو ژوره اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسراییلو په بریدونو کې د ایران ګڼ شمېر پوځي قوماندانان او اټومي ساینسپوهان ووژل شول.

اسماعیل بقایي:امریکا داسې ګامونه اخیستي چې خبرې یې بې‌مانا کړي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي چې اسرائیل په ټولو سرو کرښو تېری کړی دی.

نوموړي ویلي، امریکا داسې ګامونه اخیستي چې خبرې یې بې‌مانا کړي دي.

هغه امریکا ته په خطاب کې ټینګار وکړ: «تاسې نشئ کولی هم‌مهاله د خبرو ادعا وکړئ او هم‌مهاله د کار وېش ترسره کړئ او نسل‌وژونکی رژیم پرېږدئ چې د ایران ځمکنۍ بشپړتیا په نښه کړي.»

اسراییلو؛د ایران په همدان ښار کې پر یو نظامي مرکز برید کړی

اسرائیلو د ایران همدان ښار اړوند د اسد اباد پر یو نظامي مرکز برید کړی.

تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې اوس مهال یو وار بیا اسرائیل د ایران پر مختلفو سیمو بریدونه پیل کړي.

د اسراییلو او ایران ترمنځ نښته؛د دواړو لوریو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري

د اسرائیلو له لوري پر ایران بریدونه، چې د جمعې په سهار پیل شوي وو، تر شنبې سهاره دوام لري.

په تهران کې مهرآباد، اقدسیه، حکیمیه او پاستور سیمې تر برید لاندې راغلي.

په زنجان کې هم یوه پوځې اډه په نښه شوې، او په کرج کې د کوه عظیمیه په سیمه کې چاودنه شوې ده.

ځینو رسنیو هدف مخابراتي برج بللی، خو عیني شاهدان وايي چې د برید هدف د رادار سیستم و.

همدارنګه، د ایران بیدگنه توغندويي اډه چې له هغه ځایه د اسرائیلو پر لور توغندي ویشتل شوي، تر برید لاندې راغلې ده.

ایراني رسنۍ:د اسرائیلو دوه پوځي الوتکې مو نسکورې کړي

ایراني رسنۍ وایي د دې هیواد هوايي ځواک د اسرائیلو دوه جنګي الوتکې راغورځولي.

د راپورونو له مخې د پرځیدلې الوتکې یوه ښځینه پېلوټه نیول شوې ده.

د تسنیم خبري آژانس د دفاعي خبریال د راپور له مخې، د ایران هوايي دفاع بریالۍ شوې چې د اسرایلو دوه جنګي الوتکې وغورځوي.

د راپور له مخې، د دغو الوتکو د پېلوټانو له ډلې یوه یې ښځه ده چې اوس اسیره شوې ده.

ډونالډ ټرمپ:ایران ته مو د هوکړې ډېر چانسونه ورکړي، که یې ونه مني حالت به تر دې هم خراب شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران ته یې د اټومي هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي، خو که دغه هېواد د هوکړې لار ونه نیسي؛ نو پایلې به یې د دوی له اټکله هم بدې وي.

ټرمپ، چې د امریکا پوځي توان ته اشاره کړې، زیاته کړې: «زموږ وسلې ډېرې پیاوړې دي، ډېری یې له اسراییلو سره شته او د کارولو هنر مو هم زده دی.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د ټرمپ د خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي: «ایراني تندلارې مخکې په زړورتیا خبرې کولې؛ خو اوس وضعیت بدل شوی، هغوی نور نه شته.»

روبیو له ایراني چارواکو غوښتي چې د لا نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دې د خبرو او هوکړې لاره خپله کړي.