د کونړ طالب چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
دوی ویلي، چې د دغې نښتې په نتیجه کې یو سرحدي طالب سرتېری ټپي شوی دی.
تر پېښې وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
د کونړ طالب چارواکو ویلي چې د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
دوی ویلي، چې د دغې نښتې په نتیجه کې یو سرحدي طالب سرتېری ټپي شوی دی.
تر پېښې وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د حج او عمرې وزارت چارواکو ته امر کړی، چې د ایراني حاجیانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي ویلي، تر هغې باید د حاجیانو لپاره ټول خدمات برابر شي؛ ترڅو دوی بېرته خپل وطن ته ستنیږي.
تېره ورځ پر ایران د اسرائیل تر برید وروسته؛ ایران د حجاجو راتګ هم د نامعلوم وخت لپاره وځنډوو.
د اسرائیلو پوځ وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۷۰ جنګي الوتکو د تهران په مختلفو سیمو کې ۴۰ هدفونه بمبار کړي دي.
د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې لسګونه د توغندیو توغولو ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې د اسراییلو د بریدونو له کبله په ایران کې له تېرې ورځې راهیسې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هند چارواکو ویلي چې د ایر انډیا یوه بوئینګ ۷۸۷ الوتکه چې د احمدآباد ښار ته نږدې سقوط شوې وه د مړو شوو کسانو شمېر یې ۲۷۰ تنو ته رسېدلی دی.
دغه الوتکه چې برېتانیا ته روانه وه، له پرواز وروسته له یوې ودانۍ سره ټکر شوې او چاودنه یې کړې ده.
د هند د هوایي چلند وزیر ویلي، ټولې بوئینګ ۷۸۷ الوتکې تر څېړنې لاندې دي، او ایر انډیا ته د لا زیاتې تخنیکي ارزونې امر شوی دی.
د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس سفیره او د امریکا د ګټو د دفتر مسووله نادین لوزانو احضار کړې.
ایران ویلي، چې متحده ایالات باید د دغو بریدونو مسؤولیت پر غاړه واخلي او ځوابویونکي واوسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا څانګې عمومي رییس عیسی کاملي مېرمن لوزانو ته ویلي، چې نه شي تصور کېدلی چې د اسراییلو دا یرغلګر بریدونه پر ایران د امریکا له همغږۍ یا شنه څراغ پرته ترسره شوي وي.
تر دې وړاندې امریکا ویلي، چې له بریدونو وړاندې خبر وو؛ خو هیڅ وخت په کې مستقیم ښکېل نه دي.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په وروستیو بریدونو کې یې په ایران کې د اتومي پروګرام ۹ فعال متخصصین وژلي.
په یادو کسانو کې فریدون عباسي، محمد مهدي تهرانچي، امیر حسن فکري، منصور عسکري، عبدالحمید منوچهر، علي بکایي او سعید برجي شامل دي.
د اسراییل پوځ وایي، ټول وژل شوي متخصصین او کارپوهان د ایران د اتومي پروژې کلیدي څېرې وې چې مهمه پوهه او د وسلو د پراختیا په برخه کې د لسیزو تجربه یې لرله.
د یاد پوځ په وینا، دغه کسانو د ایران د اتومي وسلو د پراختیا په لاره کې مهم رول لوباوه.
د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې امریکایي اډې ګواښلي.
دغه ځواک پورې تړلې رسنۍ ویلي، چې سپاه پاسداران وایي، راتلونکي کې به جګړه نوره هم پراخه شي.
دوی ګواښ کړی، چې سیمه کې به د اسرائیلو د مرسته کوونکو نظامي اهداف له منځه یوسي.
خو تر دې وړاندې، د امریکا د متحده ایالاتو دایمي استازولۍ په ملګرو ملتونو کې، د دې سازمان د امنیت شورا په یوه تازه بېړني غونډه کې، له داسې بریدونو څخه د سختو پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا پر پوځي اډو او کارکوونکو بریدونه به «سختې پایلې» ولري.
بل لوري ته، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې چې د ټیلیګرام له لارې خپور شوی، ویلي چې پر ایراني هدفونو بریدونه به دوام ولري.
په دغه بیان کې راغلي: «د اسراییلو هوایي ځواک لا هم د هغو هدفونو په نښه کولو ته دوام ورکوي چې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره اړین ګڼل کېږي.»
پولیتیکو راپور ورکړی چې د آلمان له خوا د افغان کډوالو د بیا میشتولو پروګرام ځنډول، زرګونه افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.
د نوي صدراعظم فریدرش مرتس تر مشرۍ لاندې آلمان د کډوالۍ په اړه سخت دریځه پالیسي غوره کړې.
سیاستوال او څېړونکي وایي چې دا بدلون د افغان کډوالو پر وضعیت منفي اغېز کړی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې امریکا هم ورته محدودیتونه لګولي دي.
د آلمان چارواکي شک لري چې ځینو افغانانو ناسم اسناد تر لاسه کړي، او ویل شوي چې ځینې له طالبانو سره اړیکې لري.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د استخباراتو مرستیال غلامرضا محرابي او د عملیاتو مرستیال مهدي رباني د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې وژل شوي دي.
د وسلهوالو ځواکونو رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوی وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې دواړه قوماندانان د ایران–عراق جګړې برخهوال وو.
په تېرو دوو ورځو کې پر ایران د اسرائیلو پراخو او بېسارې بریدونو د ایران یو شمېر لوړپوړي پوځي چارواکي له منځه وړي دي.
اسرائیلي بریدونو په ایران کې ۱۴۶ تنه وژلي او ۵۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د هرانا خبري آژانس د راپور له مخې، دا بریدونه د جمعې په سهار پیل شوي او د ایران په ۱۲ ولایتونو کې ترسره شوي دي.
وژل شوو کسانو کې ۳۷ ملکي وګړي، چې ډېری یې په تهران کې وو، او ۱۳ نظاميان شامل دي.
راپور زیاتوي چې لږ تر لږه ۳۵ ښځې او ماشومان، یو د سرې میاشتې کارکوونکی، او لسګونه نور ملکي کسان هم د قربانیانو په ډله کې دي.