یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 52

مارکو روبیو:د ایران پر وړاندې به نور سخت ګامونه هم واخیستل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې پر ایران د فشار او پوځي اقداماتو بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او په راتلونکو ورځو کې به نور سخت ګامونه هم واخیستل شي.

هغه ټینګار کړی چې د تهران پر وړاندې به راتلونکي اقدامات لا پراخ او اغېزناک وي.

روبیو همداراز په دوبۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ اړوند د یوې پېښې په اړه ویلي چې د پارکینګ په ساحه کې د ډرون د لګېدو راپورونه ترلاسه شوي، خو ټول کارکوونکي شمېرل شوي او خوندي دي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ارزونې روانې دي او د سیمې وضعیت له نږدې څارل کېږي.

پاکستان:د ایران لخوا پر سعودي برید به د ګډ دفاعي تړون له مخې بې ځوابه نه پاتې کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي چې خپل ایراني سیال عباس عراقچي ته یې خبرداری ورکړی چې پر سعودي عربستان دې برید نه کوي، ځکه اسلام‌اباد له ریاض سره ګډ دفاعي تړون لري.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، اسحاق ډار ویلي چې دغه تړون پاکستان اړ باسي څو د بهرني پوځي برید په صورت کې د سعودي ملاتړ وکړي.

دا تړون تېر کال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شوی و.

په ورته مهال، ایراني ډرونونو په ریاض کې د امریکا سفارت او د راس تنوره د تېلو ستر تاسیسات په نښه کړي دي.

ایران خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام وکړي، د سیمې اقتصادي مرکزونه به هم هدف وګرځوي.

نجیب ننګیال:د کورنۍ جګړې او تېري طرحې مخکې هم ناکامې شوي او تر دې وروسته به یې هم ملت مخه ونیسي

پخواني دیپلومات او د چارو شنونکي نجیب ننګیال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې هغه طرحه چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه، د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوري ناکامه شوه او هېواد یې له یوه بل خونړي پړاو څخه وژغوره.

ننګیال ادعا کړې چې د «تور بېرغونو» تر نوم لاندې طرحه هم د «سپینو بېرغونو» له لوري شنډه شوه او خپلو موخو ته ونه رسېده.

نوموړي ویلي چې که اوس د مستقیم تېري او د افغانستان د خاورې لاندې کولو هڅې مطرح کېږي، نو افغان ملت به یې مخه ونیسي او اجازه به ورنه کړي چې د هېواد پر ضد هر ډول تیري کوونکې طرحه عملي شي.

ذبیح الله مجاهد:د خواف ـ هرات پټلۍ له لارې د توکو لېږد عادي روان دی او هیڅ ډول ستونزه پکې نشته

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په عادي ډول روان دی او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی رامنځته شوی.

نوموړي ویلي چې د یادې پټلۍ کمېساري او اړوند ادارې پر خپلو ورځنیو چارو بوختې دي.

د هغه په وینا، همدا اوس د سوداګریزو توکو یو بار رېل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته رسېدلی چې ۴۲ واګونه سمنټ او دوه واګونه د لرګیو تختې پکې بار دي.

هغه وایي، چې تمه ده چې د شپې په اوږدو کې به یو بل بار رېل ګاډی چې خوراکي او سون توکي لېږدوي هم روزنک ته ورسېږي.

مجاهد زیاته کړې چې د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۹۰۰ واګونه نور هم د ایران له خاورې افغانستان ته پر لاره دي او په عادي ډول به وارد شي.

هغه له ملي سوداګرو غوښتي چې بې له کوم موجه دلیل څخه د توکو بیې لوړې نه کړي او د بازار ثبات ته پام وکړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر؛علي خامنه‌یي ته له «ابومسلم خراساني» نوم ورکولو وروسته خپل ایکس محدود کړی

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر داود مرادیان د ایران د وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه‌یي له ابو مسلم خراساني سره د تشبیه ورکولو وروسته خپل اېکس محدود کړی او د پیغامونو کړکۍ یې تړلې ده.

مرادیان پر خپل اېکس لیکلي وو چې «خراسان یو بل ابو مسلم له لاسه ورکړ؛ خو د تل په څېر به یو ځل بیا د لمر هرکلي ته ولاړ شي» چې د دغه پوسټ له خپرېدو څو ساعته وروسته نوموړي خپل اېکس حساب شخصي حالت ته واړاوه.

په ټولنیزو شبکو کې ځینو کاروونکو هغه د یوه «سخت دریځه مشرتابه» لپاره د خواخوږۍ څرګندولو له امله نقد کړی او ویلي یې دي چې د میلیونونو ایرانیانو د ډیموکراتیکو هیلو د ځپلو تور پرې لګېدلی دی.

ځینې نورو بیا نیوکه کړې چې یو شمېر افغانان په هېواد دننه د طالبانو حکومت مخالف دي، خو د ایران د نظام ملاتړ کوي او دا کار د هغوی د جغرافیایي، ژبني او قومي تړاوونو پر بنسټ قضاوت ښيي.

د یادونې ده چې یو شمېر افغان سیاسي څېرو او د طالبانو حکومت مخالفو خوځښتونو هم د علي خامنه‌يي د وژل کېدو د غندنې ترڅنګ د هغه مړینه «شهادت» بللی دی.

باوري سرچینې حماسه میډیا ته:طالب مشران د پاکستان پر ضد د جهاد په فتوا سلا مشورې کوي

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې یو شمیر طالب مشرانو د پاکستان په ضد د جهاد پر فتوا سلامشورې پیل کړي دي.

یادې سرچینې ویلې چې ډیری طالب مشران د پاکستان ضد په فتوا موافق دي خو یوشمیر نور بیا د مصلحت له مخې د اوس لپاره د جهاد د فتوا د ورکړې مخالف دي.

دغې سرچینې چې د طالب مشرانو په غونډه کې برخه درلوده وویل که د پاکستان سره جګړه اوږده شي ښایي د پاکستان پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړل شي.

پاکستاني ځواکونو د تیرو څو ورځو راهیسې په افغان خاورې تېری پیل کړی او په ړندو بمباریو یې ګڼ ملکي خلک په نښه کړي دي.

جان بولټن:په ایران کې یوازې د مشر بدلول بسنه نه کوي، ټول حاکم جوړښت باید پای ته ورسېږي

د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار، جان بولټن ویلي چې ټرمپ په ښکاره توګه ویلي د اوسني ماموریت هدف په ایران کې د واکمن نظام بدلون دی.

هغه زیاته کړې چې یوازې د علي خامنه‌يي پر ځای د بل روحاني مشر راوستل د نظام بدلون نه بلل کېږي.

بولټن ټینګار کړی چې که رښتینی بدلون غواړي رامنځته شي، نو باید د روحاني مشرانو ټول حاکم جوړښت او سپاه پاسداران په بشپړه توګه منحل شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی.

له تهران تر اسلام اباده؛ د جګړې سیوری او د سیمې نا معلوم برخلیک

لیکوال: عاطف مشعل

اسرایلو په ډیر مهارت سره امریکا د غربي اسیا (منځني ختیځ) بحران ته ټیل وهله، اوس کوشش کوي چې د خلیج عربي هیوادونه هم دې خونړي جنګ کې ښکیل کړي. د خلیج عرب مشرانو ته پکار دی چې د اسرایلو دې دام کې ګیر نشي، دې جنګ کې داخلیدل ستراتیژیکه او نه جبرانیدونکې  اشتباه ده.

اسرایلو لپاره ایران سره د جګړې اصلي اهداف تنها د هغوی د اتومي او نظامي تاسیساتو له منځه وړل او یا د نظام تغیرول ندي ، بلکه ددې عربي هیوادونو د سیاسی او امنیتي وضعیت بحراني کول او بیا ورکې نظامي مداخله کول دي. اسرایل پوهیږي چې د امریکا یوقطبي قدرت نور د زوال په حال کې دی او دوی به همدې فرصت نه استفاده وکړي او  د امریکا نظامي توان به د لوی اسرایل د جوړولو لپاره وکاروي.

جګړه شاید د سیمې نورو برخو حتی جنوبي اسیا ته هم پراخه شي، او بې مخینې ورانونکي حالت ته ننوځي. ایران تر دې دمه د جګړې میدان کې برلاسی ښکاري او لیدل کیږي چې د اوږدې جګړې لپاره یې تابیا نیولې ده. چین، روسیه، شمالي کوریا او ځینې نور هیوادونه د ایران ماتې نشي تحمل کولای او تر خپله وسه به کوشش وکړي چې د ایران ترشا ودریږي.
امریکا په سخت امتحان کې ګیر ښکاري، یا خو به عملا خپله ماتې مني او جګړه به دروي چې دا رسما د نوي نړیوال سیاسي نظم د منلو په معنی دی او یا به بیا هم د اسرایلو تر تاثیر لاندې راځي او زور نه به کار اخلي.
په اوسني حالت کې دوهم انتخاب ډیر عملي ښکاري ځکه د امریکا متحده ایالاتو اوسنی مشرتابه د اسرایلو دام کې ګیر دی او فکر نه کیږي چې د امریکا د ګټو په اساس دې تصامیم ونیول شي.  په دې صورت کې به ایران، سیمه او نړی په خپل ځوابي برید حیرانه کړي. ایران شاید داسې اسلحې نندارې ته کیږدي چې موجوده محاسبې غلطې وښیي. د هرې محاسباتي اشتباه نتیجه په غربي اسیا کې د ملحمة العظمی پیښیدل دي. د امریکا لپاره ددې جګړې ګټل اسان ندي، شاید له ټولې غربي اسیا وتلو ته مجبور شي.

پاکستان هم د امریکا په څیر د ګړنګ په غاړه ولاړ دی.  دوی ډیر کوشش وکړ چې سیمه کې د امریکا-اسرایلو  نوې پروژې عملي کړي—په افغانستان یرغل، بلوچستان کې امریکایي څارګرې اډې  ته ځای ورکول او په پاکستان کې دننه د اسلامي فکر لارویانو خلاف عملیات،  ټول ددې پروژې برخې دي. خو اوس ښکاري چې امریکا سره دریدل ورته له خپل ولس او ټولې سیمې سر د ټکر په معنی ثابت شو. لکه څنګه چې امریکا د ایران خلاف اقدام کې محاسباتي اشتباه سره مخ شوې، همداسې پاکستان د افغانستان خلاف اقداماتو کې محاسباتي اشتباه سره مخ شوی دی. که پاکستان هر څومره تاوتریخوالی زیاتوي همدومره دا بحران ورته اوږدیږي او جنوبي اسیا به د یوه اوږد جنګ میدان وګرځي چیرې به چې پاکستانی پوځي رژیم هم خپل ولس او هم د ټول ګاونډ سره په جنګ کې ښکیل وي. متعارف نظامي ځواک دداخلي جنګ ځواب نشي ویلی.
په داسې حال کې چې نړیوال نظم عملا د بدلیدو په درشل کې دی او لیبرال هیجوموني یا د غرب ابر قدرتي چې پاکستان یې تولید وو، د زوال په حال کې ده، پاکستانی رژیم نشي کولی خپلې ټولې غوښتنې په خپل ولس، ګاونډیو او سیمې تحمیل کړي. پاکستان باید حالاتو ته په لیدو خپلې پالیسۍ له سره و ارزوي کنه هره محاسباتي اشتباه شاید د دوی د توان نه په ډیر لوړ قیمت ورته تمامه شي.
رب دې پر افغان ولس او مسلمان امت ورحمیږي

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

قطر:د ایران بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي او دوحه بشپړ چمتووالی لري

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د ایران وروستي بریدونه یوازې پر پوځي تاسیساتو محدود نه دي، بلکې د هېواد ټوله خاوره په بر کې نیسي او بې‌ځوابه به پاتې نه شي.

نوموړي ټینګار کړی چې قطر ثابته کړې داسې هېواد نه دی چې ګواښ پرې وشي او دوحه په بشپړه توګه ځواب ویلو ته چمتو ده.

هغه زیاته کړې چې دوحې د دغو بریدونو په اړه هېڅ ډول مخکینی خبر نه درلود او دا مهال له تهران سره هېڅ اړیکه نه لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د هېواد د توغندیو د شنډولو زېرمې نه دي خلاصې شوې او قطر د روان ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره «کافي» دفاعي توغندي لري.

ایران‌انټرنیشنال:محمود احمدی‌نژاد ژوندی دی او له برید څخه ژغورل شوی

ایران انټرنیشنال ته د ایران دننه له باخبره سرچینو رسېدلو ځانګړو معلوماتو کې ویل شوي چې د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد ژوندی دی او له یوه برید څخه روغ وتلی.

یادې ایرانۍ رسنۍ ویلي، چې نوموړی دا مهال په یوه خوندي ځای کې ساتل کېږي.

تر دې وړاندې ځینو نړیوالو او ایراني رسنیو د هغه د وژل کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي وو؛ خو تازه معلومات دغه ادعاوې ردوي.

تر اوسه د ایران رسمي چارواکو په دې اړه څرګند غبرګون نه دی ښودلی.