دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 484

روسیه:اوکراین ته د وسلو د ورکړې په اړه به د ټرمپ څرګندونې په هر اړخیز ډول و ارزول شي

0

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې روسیه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونې چې له اوکراین سره د پوځي مرستو په اړه دي، په هر اړخیز ډول و ارزوي.

نوموړي دا خبرې د سه‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل چې د ټرمپ ځینې څرګندونې مستقیماً له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تړاو لري.

ټرمپ د جولای په ۱۴مه د ناټو له سرمنشي سره په لیدنه کې ویلي، له پوتین او د روسیې له کړنو «ناامیده» دی او اعلان یې کړی چې له اوکراین سره به نورې نظامي مرستې هم وشي.

هغه ګواښ کړی که د ۵۰ ورځو په موده کې کوم توافق رامنځته نه شي، پر روسیې او شریکو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه تعرفې ولګوي.

اتونبایووا:نړیوال دې له افغان کډوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، د افغان کډوالو پراخې اجباري اېستنې په اړه خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې.

هغې ویلي چې دا وضعیت د نړیوالو د مسؤلیت نه منلو پایله ده.

اوتونبایوا، د اسلام‌قلعه له پولي لیدنه کړې او ویلي یې دي، چې دا بېرته ستنېدنه له ستړیا، ناهیلیو او رواني زیانونو سره مل ده.

نوموړې ویلي، افغانستان د وچکالۍ او بشري بحران سره مخ دی او په یوازې ځان د دې حالت مقابله نشي کولای.

حامد کرزی:د افغان کډوالو جبري ایستل به نوي خطرونه او ستونزې را ولاړې کړي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې افغانان نږدې څلور نیمې لسیزې وړاندې د پخواني شوروي یرغل او بهرنیو مداخلاتو له امله مهاجرت ته اړ شول، او اوس هم دا ستونزه زیاته شوې ده.

کرزي زیاته کړې چې د مهاجرو پراخ حضور د کوربه هېوادونو لپاره ستونزې جوړوي؛ خو افغانستان کې اوسنی حالت د مهاجرو د بېرته راستنیدو لپاره مناسب نه دی، او جبري ایستل یې نه‌ یواځې چې ستونزې زیاتوي، بلکې د خطرونو او جدي ګواښونو سبب کېدای شي.

نوموړي له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان مهاجرو د جبري ایستلو پرېکړه دې له سره و ارزوي.

ډونالډ ټرمپ:بایډن طالبانو ته نظامي تجهیزات پرېښودل او زه یې لېدل نشم زغملی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د بایډن ادارې د امریکا نظامي تجهیزات طالبانو ته پرې ایښي دي او اوس د طالبانو لاس کې دي چې دی یې لیدل نشي زغملی.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي ازادیو او ټولنیزو ابتکاراتو غونډې ته وویل:«کله چې موږ له افغانستانه ووتو، دا د بایډن کار و، هغه وویل هر څه پرېږدئ، حتی جنګي جټ الوتکې هم.»

ټرمپ زیاته کړې چې ده له افغانستانه وتل غوښتل، خو په عزت او قدرت سره.

طالب چارواکو مخکې ویلي وو چې دا تجهیزات یې د غنیمت په توګه ترلاسه کړي او بېرته به یې ور نه کړي.

عبدالحکیم شرعي:زمونږ د ټولو قوانینو بنسټ قران او نبوي سنت دي

د طالبانو حکومت د عدليې وزیر عبدالحکیم شرعي د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالست سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د طالبانو حکومت د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او د نبوي سنتو پر اساس ایښودل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې له فقهې څخه لسګونه قوانین استخراج کړي دي.

د عدليې وزارت وایي چې دواړو لوریو د اړیکو پیاوړتیا، دوه اړخیزې همکارۍ، او په ځانګړي ډول د قانون‌ جوړونې پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛د نوموتي شاعر مطیع الله تراب په مړینه خواشیني څرګنده کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ولسي شاعر مطیع الله تراب په مړینه خواشیني څرګنده کړې.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تراب د پښتو ژبې یو پیاوړی حماسي شاعر وو.

خبرپاڼه کې د تراب کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت وړاندې شوی دی.

د یادونې ده، چې مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله ومړ.

حامد کرزی:مطیع الله تراب د ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطیع الله تراب په مړینه خواشیني څرګنده کړې.

هغه لیکلي، چې تراب د هیواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول او د وطندوستۍ او یووالي پیغام یې همیش په خپلو اشعارو تر خلکو رسول.

نوموړي د تراب له کورنۍ سره د خواخوږۍ مراتب شریک کړي دي.

د یادونې ده، چې مطیع الله تراب تېره شپه د زړه د حملې له امله وفات شو.

ذبیح الله مجاهد:د مطیع الله تراب مړینې سخت متاثره کړو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي لیکلي، چې د تراب مړینې متاثره کړی دی.

مجاهد د تراب له کورنۍ سره خواخوږي شریکه کړې.

ټاکل شوې، چې د مطیع الله تراب جنازه نن دوه بجې په شیرزي لوبغالي او تر هغې وروسته په خپل پلرني ټاټوبي کې ترسره شي.

نتنیاهو:له پنځلس کالو راهیسې له ایران سره د شخړې موضوع څارم

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، چې پر ایران د برید پلان له شپږ میاشتو وړاندې نیول شوی وو.

هغه ویلي، چې خپله دی، له پنځلسو کالو راهیسې له ایران سره د شخړې موضوع څاري.

نتنیاهو په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې پر ایران یې له برید موخه خپل موقف نه؛ بلکې د اسرائیل سیاسي بقا وه.

نوموړي د غزې په اړه هم ویلي، چې د داسې خلکو په واک کې باید وي، چې د اسرائیل د نابودۍ فکر ونه لري.

ایلان ماسک X.A.Iشرکت:د امریکا دفاع وزارت به ژر د دوی هوښیا چټ باټ « ګراک» کارول پیل کړي

0

د ایلان ماسک شرکت X.A.I اعلان کړی چې د امریکا د دفاع وزارت به د دې شرکت هوښیار چت‌بات “ګراک” کارول پیل کړي.

دغه شرکت ویلي، چې “ګراک د دولت لپاره” لړۍ یې پیل کړې او دا لړۍ د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیاوو ټولګه ده.

د پولیتیکو د راپور له مخې، دا تړون د ایلان ماسک د هوش مصنوعي پروژې لپاره یو مهم ګام دی.

ماسک دغه پروژه د اوپن‌ای‌آی مستقیم سیاله بللې، چې وروستیو کې یې هم د امریکا د حکومت سره په دفاعي او ټکنالوژۍ برخو کې قراردادونه کړي دي.