د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې، د واڼه ښار ته څېرمه زیړي نور سیمه کې د پوځي کالج په دروازه ځانمرګي برید شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي، بریدګر په مرکزي دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې.
تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې، د واڼه ښار ته څېرمه زیړي نور سیمه کې د پوځي کالج په دروازه ځانمرګي برید شوی دی.
امنیتي سرچینې وايي، بریدګر په مرکزي دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې.
تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
کرملین اعلان کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د راتلونکې هند سفر لپاره فعال چمتووالی روان دی او مسکو تمه لري چې دا سفر به مهمې پایلې ولري.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې پوتین به د روان کال تر پایه هند ته ولاړ شي، چې دا به د ۲۰۲۱ کال له سفر وروسته لومړی ځل وي.
پسکوف د احتمالي موافقو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي غوښتي چې د روسیې د نفتو پېرل کم یا بند کړي، خو هند لا هم د روسي نفتو له لویو پېرونکو څخه دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د «سولې او پرمختګ لپاره د علم نړيوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د نورو ملتونو په څېر علم او پوهې ته سخته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی چې هېواد هغه وخت له ستونزو وتلی شي او پرمختګ او ځان بسیا ته رسېدای شي چې د ټولو خلکو لپاره د زدهکړې برابر شرایط رامنځته شي.
کرزي هیله څرګنده کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.
نوموړي له افغان ځوانانو، هلکانو او نجونو غوښتي چې د هر فرصت څخه د زده کړې لپاره ګټه واخلي او ځانونه لوړو علمي زدهکړو ته ورسوي.
پخواني ولسمشر ویلي چې افغانستان کولای شي د علم په رڼا او د تعلیمیافته نسل په مټ سولې او پایدار پرمختګ ته ورسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره هر ډول منځګړتوب ته چمتو دی، که دواړه هېوادونه یې وغواړي.
د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران د ختیځو پولو د ناامنۍ په اړه اندېښمن دی، ځکه په خبره یې دا وضعیت د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.
د یادونې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تازه تماسونو کې له خپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره خبرې کړې او د شخړو د کمولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د مرستې چمتووالی یې بیا تکرار کړی دی.
د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر ستر جنرال محمد رفیع د جرمني په یو روغتون کې د ناروغۍ له امله په ۸۲ کلنۍ کې وفات شوی دی.
رفیع د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۵۸ کال کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی و.
یونیسف وايي چې په افغانستان کې یې د نړیوال بانک په همکارۍ په روان کال کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه جوړ کړي، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان به ترې ګټه واخلي.
د یونیسف په خبره، دغه مرکزونه ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د مور او ماشوم اړیکې پیاوړې کوي.
یونیسف د افغانستان په غرنیو سیمو کې د مغذي خوړو د کمښت اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکړی چې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.
ندا محمد ندیم له سفیر څخه غوښتي چې هېواد دې له افغانستان سره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د بیارغونې او لوړو زدهکړو د پیاوړتیا په برخو کې، دوامدارې وساتي.
د وزارت په خبره، د جاپان سفیر د خبرو پر مهال د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د حماسه میډیا تر راپور ورورسته؛ د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل.
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، چې د امو دریا نفتي حوزه کې د قشقرې سیمې ۱۸۰۰۰ ټنه خام نفت داوطلبي ته وړاندې کوي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا داوطلبي به هغه څوک ګټي، چې خپلواکې تصفیه خونې ولري، له نړیوال بازار څخه د دوی مواد ۱۵ ډالره لوړ واخلي او خپلواک جواز ولري.
افغان زیاتوي، چې داوطلب شرکتونه باید تر اوو ورځو پورې خپل اسناد دوی ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت د کانونو وزارت نږدې یو نیم کال وروسته خام نفت دواطلبۍ ته وړاندې کوي.
د ننګرهار د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د افغان پوسټ له لوري خلکو ته د نویو پاسپورټونو د کور تر دروازې رسولو بهیر پیل شوی دی.
چارواکي وايي چې دا خدمت اختیاري دی او لګښت یې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.
د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مشر عبد الکریم حسیب دغه بهیر «چټک، اصولي او قانوني» بللی دی.
د افغان پوسټ عمومي مسؤول رحمتالله مکي وایي چې په ټول هېواد کې ۳۶۴ پوستهخونې او د کورونو ثبت شوي پته لري، نو ځکه به دا پروسه بریالۍ وي.
یو افغان وګړی چې په اتریش کې مېشت و او د نشهيي توکو د قاچاق په تور محکوم شوی و، تېره ورځ له دغه هېواده وایستل شو او کابل ته ولېږدول شو.
د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.
د راپور پر بنسټ، دا له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شوی، د اتریش له لوري افغانستان ته د اخراج دوهمه پېښه ده.