یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 47

څنګه خراساني او افغانستاني غوښتونکي پر سالمو افغانانو د قومي ټاپو په وهلو برلاسي شول؟

لیکوال او شنونکي عصمت قانع ویلي چې حمیرا قادري د افغان روښانفکرانو په منځ کې ځانګړی ځای لري.

قانع په یوه څرګندونه کې ویلي چې د قادري د وروستیو څرګندونو له امله ځینې کسان پرې نیوکې کوي؛ خو د ده په وینا د نظر څرګندول باید د قومي او ژبنیو بحثونو لامل نه شي.

نوموړي زیاته کړې:«فارسي ژبه د هيچا د پلار ملکيت نه ده او نه يې څوک اجدادي قباله لري، د افغانستان فرهنګي ورثه ده.»

د یادونې ده چې د پوهنتون استادې او د ښځو د حقونو فعالې حمیرا قادري ویلي و، چې پاکستان سره جګړه کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له پامه غورځول د منلو وړ نه دي.

څنګه خراساني او افغانستاني غوښتونکي پر سالمو افغانانو د قومي ټاپو په وهلو برلاسي شول؟

د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله حمیرا قادري وایي، د ملکي وګړو د وژل کېدو له پامه غورځول د منلو وړ نه دي.

هغې په یوه څرګندونه کې پوښتنه کړې: «ایا باید د ملکي وګړو وژل کېدل ونه وینو، او که یې ووینو نو بیا د طالبانو لابي‌ګر بلل کېږو؟»

نوموړې دغه څرګندونې د خبریالې لینا روزبه د هغه خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي دي، خلک چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندي د طالبانو سره قومي تړاو لري.

حسیبه اټکپال:ولې مظلوم نمايي کوئ او تل قومي او ژبني بحث ته پناه وړئ؟

خبریالې حسیبه اټکپال ویلي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې موضوع باید قومي بڼه ونه لري او د دې پېښو یادونه باید د انسانیت له نظره وشي.

اټکپال زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) د راپور له مخې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي؛ خو د هغوی د قومیت په اړه معلومات نشته.

نوموړې دا خبرې د خبریالې زهرا جویا د هغه خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي وو:«په وروستیو کلونو کې تر اوسه پورې زه د درېیو بېلابېلو قومي ډلو له لوري په بېلابېلو کچو د انلاین بریدونو سره مخ شوې یم. دا د افغانستان د وضعیت نازکتیا ښيي.»

ملت پاله مشر افراسیاب خټک:نیم قوم کله هم سیال قوم نه شي کیدای

د پاکستان وتلي سیاستوال او د سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم دا ورځ د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره مهمه ده، خو د پښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

خټک ټینګار کړی چې پښتانه باید درک کړي چې د دوی د ډېرو بدبختیو یو ستر لامل په خپل ټولنیز ژوند کې ښځو ته د لازم ځای نه ورکول دي.

د هغه په وینا، هغه قوم چې نیمایي برخه یې له ټولنیز او فکري مشارکته بې‌برخې وي، هېڅکله نه شي کولای له نورو قومونو سره سیالي وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د یوې ټولنې پرمختګ او ځواکمنتیا هغه وخت ممکنه ده چې ښځې او نارینه دواړه په ګډه د ټولنې په جوړولو او پرمختګ کې برخه واخلي.

ډاکتر فضلي:د افغان نجونو او مېرمنو دوامداره محرومول فکري نسل‌وژنه ده

د چارو ادارې پخوانی رئیس فضل محمود فضلي وایي، راتلونکې اونۍ چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، دا به د هېواد د «ملي وجدان ازموینه» وي.

نوموړي ویلي چې شاوخوا شل میلیونه افغان نجونې او مېرمنې لا هم له زده کړو او کار څخه محرومې دي او دا وضعیت یې «فکري نسل‌وژنه» بللې ده.

فضلي ټینګار کړی چې د ټولنې نیمایي برخه له زده کړو او ټولنیز مشارکته بې‌برخې کول د هېواد پر فکري راتلونکې او ملي یووالي منفي اغېز کوي.

د هغه په وینا، داسې ټولنه چې دننه مشروعیت او ملي اجماع ونه لري، نه شي کولای د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې پیاوړې دفاع وکړي.

هغه همداراز د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې ډول ګواښونو پر وړاندې اغېزمنه ملي دفاع هغه وخت ممکنه ده چې د ټولنې ټول قشرونه، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له زده کړو او کاره محرومې نه وي.

خالد بن سلمان:ایران دې له غلطو محاسبو ډډه وکړي

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، خالد بن سلمان په ایکس کې له خپاره کړي پیغام وروسته ویلي چې د پاکستان د پوځ له قوماندان سره یې د لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړې چې ایران دې له هر ډول غلطې محاسبې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې چې دواړو لورو د ایران له خوا پر سعودي عربستان د احتمالي بریدونو او د هغو د درولو لپاره د اړینو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

خالد بن سلمان ټینګار کړی چې دا ډول کړنې د سیمې امنیت او ثبات کمزوری کوي او د سیمه‌ییزې ارامتیا لپاره ګواښ بلل کېږي.

مسعود پزشکیان:د ایران وسله وال ځواک ته امر شوی چې پر ګاونډیو هېوادونو دې بریدونه نه کوي

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو تر دې مخکې په ځینو مواردو کې په خپل اختیار عمل کړی، خو اوس ورته سپارښتنه شوې چې له دې وروسته دې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه نه کوي.

پزشکیان ویلي، د ایران پوځ ته لارښوونه شوې چې هېڅ ګاونډی هېواد دې د توغندیو په وسیله هدف نه ګرځوي، مګر هغه وخت چې له هماغه هېواد څخه پر ایران برید ترسره شي.

هغه زیاته کړه: «که موږ کوم اختلاف لرو، باید یې له یو بل سره د خبرو له لارې حل کړو، نه دا چې د اسرائیل او متحده ایالاتو د لوبو وسیله وګرځو.»

خوشال سادات:د ایران د جګړې له امله د تیلو کمښت ښايي پاکستان له جدي ستونزو سره مخ کړي

د تېر جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات ویلي چې د ایران جګړې له پیل سره سره، په نړۍ او په ځانګړي ډول په پاکستان کې د تیلو د کمښت او اړوندو ستونزو نښې څرګندې شوې دي.

ښاغلي سادات په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د شاوخوا ۲۶۰ میلیونه نفوس لرونکی پاکستان، او همدارنګه چین او هند به د انرژۍ له جدي ستونزو سره مخ شي.

د هغه په وینا، د پاکستان پوځ ښايي د تیلو او مهماتو د احتمالي کمښت له امله خپلې الوتکې او پوځي وسایط په اسانه ونه شي کارولی.

نوموړي زیاته کړې چې برعکس، افغانستان د تیلو لږ مصرف لري او ډېری سون توکي ورته د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د ځمکې له لارې رسېږي.

خوشال سادات ټینګار کړی که افغانستان له خپل دریځه شاتګ ونه کړي، ښايي روان وضعیت په جګړه کې د افغانستان په ګټه تمام شي؛ خو د هغه په وینا اصلي پوښتنه دا ده چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د افغانستان ستراتیژیک اهداف څه دي.

بلومبرګ:د خلیج هېوادونو اقتصاد د ایران د جګړې له امله تر سخت فشار لاندې دی

په متحده عربي امارات کې مېشتو سوداګریزو کړیو او پانګه‌والو د ایران له جګړې وروسته د رامنځته شوي وضعیت له امله پر متحده ایالاتو سختې نیوکې پیل کړې دي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، دا نیوکې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د امریکا او اسرائیل د ګډو بریدونو په ځواب کې ایران بریدونه وکړل، چې له امله یې د خلیج سیمې مالي بازارونه او اقتصاد اغېزمن شوي دي.

راپور وایي، اوسني وضعیت د خلیج د ثبات پر هغه دریځ منفي اغېزه کړې چې د نړیوالو پانګه‌والو لپاره ډېر مهم بلل کېده.

د راپور له مخې، په دوبۍ او ابوظبي کې بېلابېل اقتصادي سکتورونه له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي او د اکمالاتي ځنځیر یا سپلای چین بهیر هم اغېزمن شوی دی.

ویل کېږي که جګړه له یوې میاشتې زیاته وغځېږي، نو شرکتونه به د تولید او خدماتو په برخه کې له سختو پرېکړو سره مخ شي.

بلومبرګ زیاته کړې چې متحده عربي امارات، چې د ډونالډ ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، مخکې له دې ژمنه کړې وه چې په امریکا کې به شاوخوا ۱.۴ ټریلیون ډالره پانګونه وکړي.

د اسلامي علماوو نړیوال اتحاد مشر؛د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ جګړه حرامه وبلله

د اسلامي علماوو نړیوال اتحاد مشر علي محی‌الدین القره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو د درولو غوښتنه کړې او د جګړې د سمدستي بندېدو فتوا یې صادره کړې ده.

هغه په یوه پیغام کې چې پر ایکس خپور شوی، ویلي چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلامي اصولو خلاف ده او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

قره‌داغي د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې جګړه د روژې د وروستیو لسو شپو تر پیلېدو مخکې ودروي او د اختلافاتو د حل لپاره دې د قطر، سعودي عربستان او ترکیه په منځګړیتوب خبرې پیل کړي.

هغه ټینګار کړی چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او باید د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی او ګډ دریځ پیاوړی شي.