یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 46

یوناما:په افغانستان کې ښځې قضایي سیستم ته ډېر کم لاسرسی لري

د ملګرو ملتونو تازه موندنې ښيي چې په افغانستان کې ښځې د نارینه‌وو په پرتله رسمي قضایي سیستم ته ډېر کم لاسرسی لري.

د راپور له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې د شخړو د حل لپاره رسمي خدمتونو ته لاسرسی لري، حال دا چې د نارینه‌وو لپاره دا کچه ۵۳ سلنې ته رسېږي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار لپاره بنسټیز حق دی.

په همدې حال کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګاګنون خبرداری ورکړی چې که د ټولنې لویه برخه له عدلي خدماتو بې‌برخې پاتې شي، دا کار د خلکو پر ادارو باور کمزوری کوي.

مسعود پزشکیان:که پر ایران د بل هر هېواد له خاورې برید وشي، سخت غبرګون به وښیو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ساتلو او د یو بل د حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې که پر ایران د بل هېواد له خاورې برید وشي، تهران به سخت ځواب ورکړي.

پزشکیان ویلي چې ایران د ښه ګاونډیتوب پالیسۍ ته ژمن دی، خو د هېواد امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره کرښه ده او هر ډول برید ته به مناسب غبرګون وښودل شي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په چمتو حالت کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دفاع توان لري.

بل لور ته راپورونه ښيي چې په بحرین او کویت کې د امنیتي ګواښونو له امله د خبرداري زنګونه وهل شوي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې پر لور روانه ده

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف خبرداری ورکړی چې د نړۍ روان وضعیت ښايي د یوې لویې نړیوالې جګړې پر لور روان وي.

ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ځینو ځواکمنو هېوادونو وروستي اقدامات د انسانیت پر ضد دي او د نړیوالو اصولو او امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي.

هغه ویلي: «نن نړۍ د افسټین د بلاک د ملاتړو د کړنو له امله د درېیمې نړیوالې جګړې پر لور روانه ده.»

عبدالسلام ضعیف همداراز هیله څرګنده کړې چې د مسلمانانو لپاره د خیر په هیله باید ددغه وضعیت د مخنیوي هڅې وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې روان نړیوال وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ده په خبره دا حالت د ټولې نړۍ جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

عاطف مشعل پاکستان ته:افغانان جګړه نه غواړي؛ خو د یرغل پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ په روښانه ډول ویني څوک ښارونه او ملکي وګړي بمباروي.

مشعل ویلي چې په وروستیو ورځو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستاني ځواکونو بریدونو بې‌ګناه افغانان وژلي دي، هغه څه چې د ده په وینا ان نړیوالو سازمانونو هم تایید کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو بریدونو پر مهال د ټي‌ټي‌پي د جنګیالیو د وژل کېدو کوم راپور نه دی ورکړل شوی، چې دا د پاکستان د ادعاوو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې سیمه ښه پوهېږي چې د ترهګرۍ ډېرې ریښې چېرې دي او څنګه د لسیزو راهیسې د یوې پالیسۍ د وسیلې په توګه کارول شوې دي.

د عاطف مشعل په وینا، افغانان د پاکستان له خلکو سره دښمني نه لري، خو د پاکستان د پوځ کړنې دغه هېواد او ټوله سیمه خطرناک ټکر ته بیایي.

هغه ټینګار کړی چې افغانان جګړه نه غواړي، خو د فشار پر وړاندې تسلیمېږي هم نه.

د هغه په خبره، که یرغل دوام وکړي، د افغانانو غبرګون به حتمي وي او که څه هم افغانستان دودیز پوځي ځواک نه لري، خو افغانان د نامتقارن مقاومت اوږده تجربه لري.

دا په داسې حال کې ده چې خواجه اصف ادعا کړې وه چې وسله‌والې ډلې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته په “بې شرمۍ” سره د پاکستان پر ښارونو، جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه کوي.

خوشال سادات:که ایران او پاکستان جګړه وکړي، اسلام‌اباد به له جدي سیاسي او پوځي ستونزو سره مخ شي

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات وایي، داسې نښې شته چې پاکستان ښايي خپل پوځیان سعودي عربستان ته ولېږي او خپله خاوره د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره هم برابره کړي.

سادات پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې ایران خبرداری ورکړی، هر هغه هېواد چې خپله خاوره د ایران د دښمنانو لپاره وکاروي، د هدف په توګه به وګرځي.

د هغه په وینا، که د ایران او پاکستان ترمنځ جګړه رامنځته شي، ښايي د پاکستان دننه د شاوخوا ۲۰ میلیونه شیعه وګړو ترمنځ هم کړکېچ زیات شي او د ایران ډرونونه او توغندي پر پاکستان بریدونه پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ په عمومي قرارګاه (GHQ) کې وضعیت پېچلی دی او اسلام‌اباد غواړي له افغانستان سره اوربند وکړي؛ خو د باور فضا او نړیوال ملاتړ کمزوری بلل کېږي.

خوشال سادات ټینګار کړی چې جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې او د ده په وینا د دې وضعیت څخه وتل به د پاکستان لپاره پرته له سیاسي، اخلاقي او پوځي زیانونو اسانه نه وي.

ډونالډ ټرمپ:ایران په میناب کې د نجونو پر ښوونځي د برید مسوول دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی چې په میناب کې د «شجره طیبه» په نوم د نجونو پر یوه ښوونځي د برید مسوول دی.

ټرمپ ویلي: «د هغه څه پر بنسټ چې ما لیدلي، دا برید د ایران له لوري شوی دی.»

هغه همدارنګه ادعا کړې چې د ایران له لوري کارېدونکي مهمات خورا نادقیق دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګېسټ هم ویلي چې یوازینی لوری چې ملکي وګړي په نښه کوي، ایران دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو برید کې په یاد ښوونځي کې تر ۱۶۰ زیاتې نجونې ووژل شوې.

ملا یعقوب مجاهد:پاکستان غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې لپاره د رسمي سرحد اصطلاح وکارول شي؛ خو افغان لوري دا د ملت موضوع بللې

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایي، پاکستان د خبرو اترو پر مهال هڅه کوله چې د ډیورنډ فرضي کرښې لپاره د رسمي سرحد اصطلاح وکارول شي، خو افغان لوري دا موضوع د حکومتونو نه بلکې د ملتونو مسئله بللې ده.

هغه د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د کرښې دې غاړې ته د ځینو ډلو پر وړاندې عملیات وکړي، خو کابل دا غوښتنه رد کړې ده.

ملا یعقوب مجاهد ادعا وکړه چې پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې د حکومت مخالفین منظم کړي او هغوی ته وسلې او امکانات ورکړي، څو جګړه پراخه کړي.

هغه همداراز وویل، افغانستان د پاکستان له خلکو سره دښمني نه لري، بلکې د ستونزې اصلي لامل د پاکستان پوځي پالیسۍ دي.

د ده په خبره، افغانان اوس د بهرني فشار پر وړاندې یو موټی شوي دي.

د دفاع وزیر په پای کې وویل، افغانستان د خبرو اترو ملاتړ کوي، خو که جګړه دوام وکړي، افغان ځواکونه به د خپل هېواد د دفاع لپاره کلک مقاومت وکړي.

عبدالغفور لېوال:د افغان نجونو له زده کړو محرومول افغان‌وژنه، استبداد، قساوت، خرافات او شاتګ پالنه ده

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي، افراطیت او شاتګپالنې ډېرې ستونزې د بهرنیو لاسوهنو له امله رامنځته شوې دي.

ښاغلي لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:« ‏د افغان نجونو له زدکړو محرومول، افغان وژنه، استبداد، قساوت، خرافات او شاتګپالنه د پاکستانیت ارکان دي.»

هغه ویلي چې دا هرڅه افغانانو نه پېژندل او په وینا یې پاټکونه، اختطاف، چور، تیری، جعل، تنظیم جنګۍ، له ملي نښو او ارزښتونو سره دوښمني او قومي تعصب د پاکستانیت لومړي نسل او دا نور یې دویم نسل افغانستان ته راوړل.

ملا یعقوب مجاهد:که پاکستان سره جګړه دوام وکړي، دوی لس کلنې جګړې ته هم چمتو دي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره جګړه نه ده پیل کړې، خو که جګړه ورباندې وتپل شي، افغان ځواکونه د اوږدې جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه ویلي، افغانستان له پاکستان سره په بېلابېلو هېوادونو کې مذاکرات کړي، خو د ده په وینا، دغو خبرو کومه پایله ورنه کړه او داسې ښکاره کېده چې پاکستاني لوری د جګړې پیلولو اراده لري.

ملا یعقوب مجاهد زیاته کړې، کابل تل غوښتنه کړې چې دواړه هېوادونه دې د یو بل د خاورې او حریم احترام وکړي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی، چې افغان ځواکونه د دفاع په حالت کې دي او د ملکیانو پر ځای یوازې نظامي اهداف په نښه کوي.

د نوموړي په وینا، که کابل ناامنه کېږي، نو اسلام‌اباد هم له ناامنۍ خوندي نه شي پاتې کېدای.

د دفاع وزیر زیاته کړې، د ډیپلوماسۍ دروازې لا هم پرانیستې دي او نړیواله ټولنه باید پاکستان وهڅوي چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.

حسیبه اټکپال:قومي عینکې مو له سترګو لېرې کړئ

خبریالې حسیبه اټکپال د زهرا جویا خبرو ته غبرګون کې ویلي چې د خبرونو د خپرولو پر مهال باید د مسلکي مسوولیت اصل مراعات شي او د ټولنیزو شبکو د پاڼو محتوا باید د خلکو د درد او احساساتو د زیان سبب نه شي.

هغې ویلي چې که څوک په خپله پاڼه کې هر ډول شخصي نظر خپروي، نو باید د «خبریال» لقب یوازې د مسلکي خبریالۍ د اصولو له مخې وکاروي، ځکه د هغې په وینا دا لقب د خلکو د باور او مسلکي کار په نتیجه کې ترلاسه کېږي.

اټکپال زیاته کړې:«زه وایم چې د خپلو پیروانو په وړاندې مسوول اوسئ. د خلکو پر زخم مالګه مه خورئ، د خلکو درد او رنج له پامه مه غورځوئ، او د قومي لید عینکې له سترګو لرې کړئ.»

هغې همدارنګه ویلي چې د یوې احتمالي تېروتنې په صورت کې صادقانه بښنه غوښتل د رسنیز اعتبار د ساتلو لپاره مهمه ده او د خبرونو سرچینو ته د خلکو باور باید وساتل شي.