یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 48

جاوید همدرد:امریکا کې د ټرمپ او بایډن د احتمالي ترور په تور د پاکستاني نېول دا ثابتوي چې پاکستان د نیابتي ډلو د کارولو اوږد تاریخ لري

د چارو شنونکي جاوید همدرد ویلي، په متحده ایالاتو کې د یوه پاکستانی وګړي د محکومېدو قضیه ښيي چې د ترهګرۍ نړیوالې شبکې لا هم له پاکستان سره تړاو لري.

همدرد وايي، هغه پاکستانی تبعه چې د امریکايي سیاستوالو د ترور د پلان په تور محکوم شوی، د یوې ایراني وسله‌والې ډلې سره یې اړیکې لرلې او د راپورونو له مخې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی ولسمشر جو بایډن یې احتمالي هدفونه وو.

د هغه په وینا، د دې ډول پېښو لړۍ ښيي چې پاکستان له کلونو راهیسې د سختدریځو ډلو د روزنې او ملاتړ له پراخې شبکې سره تړلی پاتې شوی دی.

جاوید همدرد زیاتوي، د پاکستان پوځي بنسټونو د دیني مدرسو، نیابتي وسله‌والو ډلو او پټو شبکو یو داسې سیستم رامنځته کړی چې په سیمه‌ییزو شخړو کې د نفوذ د وسیلې په توګه کارول کېږي.

هغه ټینګار کوي چې دا پېښه یو جلا مورد نه دی، بلکې د یوې پراخې ستونزې نښه ده؛ ځکه د ده په وینا د پاکستان امنیتي جوړښتونه کله ناکله د خپلې بهرنۍ تګلارې د عملي کولو لپاره له نیابتي وسله‌والو ډلو کار اخلي.

همدرد وایي، تر هغه چې واشنګټن دا ستونزه د یو بنسټیز او سیسټماټیک حالت په توګه ونه پېژني، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به له جدي ننګونو سره مخ پاتې وي.

وال سټریټ ژورنال:یو پاکستانی د ټرمپ او بایډن د احتمالي ترور دسیسې کې مجرم وپېژندل شو

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، یو پاکستانی تبعه چې له یوې ایراني وسله والې ډلې سره یې اړیکې لرلې، د امریکا د یوه سیاستوال د ترور دسیسې په قضیه کې مجرم پېژندل شوی دی.

د راپور له مخې، د متحده ایالاتو په بروکلین ښار کې فدرالي جرګې د جمعې په ورځ ۴۷ کلن آصف مرچنټ مجرم وباله.

نوموړی د ۲۰۲۴ کال پر مهال د یوه امریکايي سیاستوال د وژلو د پلان په جوړولو تورن و.

د محکمې اسناد ښيي چې په احتمالي هدفونو کې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی ولسمشر جو بایډن هم شامل وو.

محاکمه شاوخوا یوه نیمه اوونۍ روانه وه او یوازې څو ورځې مخکې له هغه پیل شوې وه چې امریکا پر ایران خپل وروستي پوځي بریدونه ترسره کړل.

د راپور له مخې، څارنوالانو ویلي چې تورن کس هڅه کوله په امریکا کې د یوه سیاستوال د ترور لپاره پلان جوړ کړي، خو د امنیتي ادارو له خوا ونیول شو او قضیه محکمې ته وړاندې شوه.

مولوي یعقوب مجاهد:که کابل وویشتل شي، اسلام‌اباد به هم په نښه شي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وایي، که کابل په نښه شو، اسلام اباد په نښه کوي او که کابل نا امنه وي؛ نو اسلام اباد به هم ورسره نا امنه وي.

هغه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې که جګړه لس کاله هم دوام وکړي، دوی هیڅ ډول ویره نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې مونږ د دغې جګړې لپاره په بشپړ ډول چمتو یو او هیڅ ستونزه نه لرو.

مجاهد دغه راز ویلي، چې د افغانستان د بې ګناه خلکو د وژنې مقابل کې یې د پاکستان لسګونه پوځيان او نظامي خلک وژلي دي.

مولوي یعقوب مجاهد ویلي، چې د افغانستان اوسنی نظام او ولس جنګ نه غواړي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران هوايي او سمندري ځواکونه مو له منځه یوړل او مشرتابه یې ډېر کمزوری شوی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د د ایران د مشرتابه دوه درجې له منځه تللې او اوس دا حکومت «درییمې درجې» ته رسېدلی دی.

ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه ویلي:«موږ په ایران کې ډېر کارونه ترسره کوو او رښتیا هم ښه فعالیت لرو.»

هغه زیاته کړې چې د خپل حکومت او د امریکا د پوځ کړنو ته له لسو نمرو ۱۲ تر ۱۵ نمرو پورې ورکوي.

نوموړي ادعا کړې چې د ایران پوځ له منځه تللی، سمندري ځواک یې نږدې بشپړ له منځه وړل شوی او د اړیکو سیسټمونه یې هم کار نه کوي.

هغه همدارنګه ویلي چې د ایران هوايي ځواک په بشپړه توګه له منځه تللی او د دې هېواد ۳۲ بېړۍ د سمندر تل ته تللې دي.

د امریکا ولسمشر د ایران مشران «ډېر بد او ناروغ» بللي او ادعا یې کړې چې هغوی د سړک غاړې بمونو له لارې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او معلول کېدو مسوول دي.

ټرمپ زیاته کړې چې خلک د امریکا د پوځ له کړنو اغېزمن شوي، په ځانګړي ډول د B-2 Spirit stealth bomber بمبار الوتکو له عملیاتو، چې د ده په وینا د ایران اټومي وړتیا یې له منځه وړې ده.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت:تېره شپه د کندهار ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه ۳۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت وایي، چې تېره شپه یې د «ردالظلم» په نوم د انتقامي عملیاتو په لړ کې د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځ یوه لویه پوسته له منځه وړې ده.

د یاد وزارت په وینا، په دغه برید کې د پاکستاني پوځ شاوخوا ۳۰ عسکر وژل شوي او د پوستې ټول تجهیزات د افغان دفاعي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

وزارت زیاتوي چې په ترلاسه شوو “غنیمتونو” کې ۲ هاوانونه، ۳ دهشکې، د شپې او ورځې ۲ دوربینونه، ۲ ثقیل وسلې، ۱۸ لاسي بمونه، د ثقیل ۳۰ فیره مرمۍ، د دهشکې ۱۰ بکسې مرمۍ او یو شمېر نور مهمات شامل دي.

امیرخان متقي؛له سرګي لاوروف سره د سیمې پر وضعیت او د افغانستان ـ پاکستان پر اړیکو خبرې کړې

د روسیه د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول پر ایران د وروستیو بریدونو منفي او بې‌ثباته کوونکي اغېزې هم ارزول شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو د کمېدو پر امکان هم بحث کړی دی.

سرګي لاوروف ټینګار کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات باید د سیاسي خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

یوناما:د افغانستان او پاکستان نښتو کې ۵۶ ملکي کسان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ځواکونو ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یاد ماموریت نن جمعه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر ۵مې پورې د مخامخ جګړو او هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د اعلامیې له مخې، د قربانیانو شاوخوا ۵۵ سلنه ښځې او ماشومان دي چې دا چاره د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

یوناما له دواړو لورو څخه غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنې ته جدي پام وکړي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند:په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو سره په ۲۸مهمو نقطعو کې جګړه کړې.

خوارزمي وایي، د یادې جګړې په نتیجه کې یې د دښمن ۱۴پوستې او ۳نظامي قرارګاوې له منځه وړي، ۱۰۹پوځیان یې وژلي او ۱۴۸نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني پوځ تر لسو د زیاتو پوستو پوځي وسایط له منځه وړي، سلګونه سپکې او درنې وسلې یې نیولي، دوه کشفي الوتکې یې رانسکورې کړي دي.

هغه ویلي، دغه راز د پاکستاني پوځ لخوا د ړندو بریدونو په پایله کې ۷تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳نور ټپیان شوي دي.

خوارزمي ویلي، «اسلامي امارت» د یوې هفتې په اوږدو کې فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځ ۶۴پوستې او اووه نظامي قرارګاوې نیول شوي او له منځه وړل شوې دي، چې پکې ۳۲۷پوځیان وژل شوي او له ۳۵۰څخه زیات ټپیان شوي دي.

ملګري ملتونه:افغانستان او پاکستان دې روانه جګړه سمدستي ودروي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مشر، ولکر ترک له افغانستان او پاکستان غوښتي چې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه ویلي چې د تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو وروسته لږ تر لږه ۵۶ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو جګړو له امله په افغانستان کې نږدې ۶۶ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

ولکر ترک ټینګار کړی چې روان کړکېچ د خلکو ستونزې لا پسې زیاتوي او دواړه هېوادونه باید خپل اختلافونه د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هارون حکیمي:«ښوونځي پرانیزئ چې زرګونه یلداګانې ولرو»

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال هارون حکیمي د افغان الاصله استرالیايي خبریالې یلدا حکیم ته د بریتانیا د شاهي ټلویزیون د جایزې د ګټلو مبارکي ورکړې ده.

هارون حکیمي په دې تړاو ویلي: «ښوونځي پرانیزئ چې زرګونه یلداګانې ولرو.»

هغه ټینګار کړی چې دا جایزه د یلدا حکیم حق دی او نوموړې یې د افغان وطن ویاړلې لور بللې ده.

یلدا حکیم چې په افغانستان کې زیږېدلې او په استرالیا کې لویه شوې، د ژورنالیزم مسلک یې هم هلته پیل کړی او وروسته یې د نړیوالو رسنیو په ډګر کې ځان ته ځای پیدا کړی دی.

نوموړې هم د یوې ویډیويي وینا له لارې د جایزې په اړه د ټولو افغانانو د خوښۍ او مبارکیو مننه کړې ده.