یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 45

د هند کرېکټ ملي لوبډلې؛د ۲۰۲۶ نړیوال شل‌اووریز جام اتلولي وګټله

د ۲۰۲۶ کال د شل‌اووریز کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه د د هند ملي کرېکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په وروستۍ سیالۍ کې چې د یکشنبې په ورځ د د نیوزیلنډ ملي کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه، هندۍ لوبډلې د پیاوړې توپ‌وهنې په مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو ستر هدف وټاکه.

نیوزیلنډ که څه هم د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه کړې وه؛ خو د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۹م اور تر پایه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

په دې توګه هندۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ کال د شل‌اووریز کرېکټ نړۍوال جام اتلولي یې خپله کړه.

ضیاءالحق امرخېل:افغان مېرمنې د جګړو قربانیانې دي، حقونه یې باید تأمین شي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت افغان ښځو ته مبارکي ویلې ده.

امرخېل ویلي چې افغان مېرمنې د اوږدو جګړو او ستونزو لامل نه دي، بلکې د دې وضعیت اصلي قربانیانې دي.

د هغه په وینا، د ښځو قربانۍ باید وستایل شي او مشروع حقونه یې باید ورکړل شي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې داسې ورځ راورسیږي چې د افغان ښځو ټول قانوني او مشروع حقوق خوندي او عملي شي.

ایراني رسنیو؛د نوي مذهبي مشر د ټاکنې خبر ورکړی؛ خو نوم یې نه دی اعلان شوی

د ایران په قم ښار کې د مذهبي مشرتابه د ټاکلو بهیر د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوی، خو تر اوسه د نوي مشر نوم رسماً نه دی اعلان شوی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امنیتي اندېښنو له امله د ټاکنو جزییات او د ټاکل شوي مذهبي مشر هویت له عامه خلکو پټ ساتل شوی دی.

راپورونه دا هم وایي چې تر دې وړاندې د مذهبي مشر د ټاکلو لپاره د خبرګانو شورا پر غونډې برید شوی و، چې له امله یې د شورا یو شمېر غړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا او اسرائیل له لوري خبرداری ورکړل شوی چې که د دوی له خوښې پرته څوک د ایران د مذهبي مشر په توګه وټاکل شي، ښايي هدف وګرځول شي.

له بلې خوا، د اوسني مذهبي مشر علي خامنه‌یي د زوی مجتبی خامنه‌یي د ټاکل کېدو په اړه هم اوازې خپرې شوې دي؛ خو د هغه د وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

فضل هادي مسلم یار:‏ښځه په ټولنه کې د زده کړو، کار کولو او هر ډول بنسټیزو حقوقو ته د بشپړ لاسرسي حق لري

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني رئیس فضل الهادي مسلمیار د مارچ اتمې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی او د هېواد ټولو ښځو ته یې مبارکي ویلې ده.

مسلمیار په خپل پیغام کې ویلي چې ښځې د ټولنې مهمه برخه جوړوي او د هر انسان د روزنې لومړنی ځای د مور غېږه ده.

د هغه په وینا، د اسلام په دین کې د ښځو مقام لوړ دی او په قرآن کریم او احادیثو کې ورته ځانګړی درناوی شوی دی.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې ښځې باید د زده‌کړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی ولري.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې د ښځو او نجونو پر مخ د تعلیم، تحصیل او کار تړلې دروازې پرانیزي او د اسلامي شریعت او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د هغوی حقوق خوندي کړي.

فضل الهادي مسلمیار د هېواد د ټولو زیارکښو او باهمته ښځو هڅې او زحمتونه هم ستایلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:امیرخان متقي د چین له استازي سره د افغانستان ـ پاکستان پر کړکېچ خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د وزارت په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان او چین د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د وروستیو تحولاتو او پر افغان خاورې د پاکستان د پوځ د بریدونو په اړه خبرې شوې دي.

چینایي استازي ټینګار کړی چې بیجینګ غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه کېږي چې د سیمې کړکېچ نور هم پراخ نه شي.

نوموړي زیاته کړې چې چین په دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره هم په اړیکه کې دی.

په ورته مهال امیرخان متقي ویلي چې افغانستان د ستونزو د حل لپاره سوله‌ییزو لارو ته لومړیتوب ورکوي، خو د هېواد او خلکو دفاع د افغانانو حق ګڼي.

هارون حکيمي:افغان ښځې د دین د ناسم تفسیر، ظالمانه دودونو، جګړو او افراطي باورونو قربانیانې دي

د جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال هارون حکيمي وایي چې د ښځو د حقونو او معیارونو برابر ژوند لپاره نړیواله مبارزه لا بشپړه نه ده او په ځانګړي ډول په افغانستان کې ښځې له ګڼو ټولنیزو او فکري ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي حکيمي د مارچ د اتمې په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغان ښځې د دین د ناسم تفسیر، ظالمانه دودونو، جګړو، افراطي باورونو، چاپېریالي ستونزو او ځینو ټولنیزو چلندونو قربانیانې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې که د ښځو د وضعیت د ښه والي لپاره جدي او عملي اقدامات ونه شي، یوازې تشریفاتي مناسبتونه د هغوی ستونزې نه شي حلولی.

څنګه خراساني او افغانستاني غوښتونکي پر سالمو افغانانو د قومي ټاپو په وهلو برلاسي شول؟

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ویاند ایمل فیضي ویلي چې د افغان ملکي وګړو د درد او وینې له پامه غورځول او هغه کسان چې دا حقیقت بیانوي «د طالبانو لابي‌ګر» بلل، د تنګ‌نظرۍ څرګندونه ده.

فیضي ویلي که د حقیقت ویل یو څوک لابي‌ګر معرفي کوي؛ نو دی چمتو دی چې دا تور ومني.

هغه زیاته کړې چې د محدود فکر او کم زغم لرونکي کسان د هېواد واقعیتونه یوازې د خپل تنګ لید له زاویې ګوري.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول لیدلوری د تنګ نظرۍ ښه بېلګه ده او د ده په وینا داسې کسان د حقیقت منلو ته چمتو نه وي او نړۍ هم د خپل محدود فکر په اندازه ارزوي.

د یادونې ده چې لینا روزبه د پاکستان سره جګړه کې هغه خلک لابيګر بللي وو، چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یې خواشیني ښودلې وه او د پاکستان بریدونه یې غندلي وه، ددغه خبرو په غبرګون کې حمیرا قادري په یوه څرګندونه کې پوښتنه کړې وه: «ایا باید د ملکي وګړو وژل کېدل ونه وینو، او که یې ووینو نو بیا د طالبانو لابي‌ګر بلل کېږو؟»

حامد کرزی:د هېواد راتلونکی پرمختګ د ښځو د فعال حضور پرته ممکن نه دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالې ورځ (د مارچ اتمې) په مناسبت د افغان ښځو د تاریخي مبارزو او هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ښځو د هېواد د پرمختګ او ودې په بېلابېلو برخو کې د نارینه وو ترڅنګ مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

کرزي په خپل پیغام کې د افغان ښځو د قربانیو او خدمتونو د قدر کولو ترڅنګ ټینګار کړی چې د ټولنې د اساسي اړتیاوو پوره کول او د هېواد راتلونکی پرمختګ د ښځو د فعال حضور پرته ممکن نه دی.

هغه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار او ټولنیز فعالیت زمینه برابره شي، څو افغانان وکولای شي د خپلو بچیانو پر استعدادونو تکیه وکړي او هېواد د پرمختګ او ځان بساینې پر لور بوځي.

یوناما:په افغانستان کې ښځې قضایي سیستم ته ډېر کم لاسرسی لري

د ملګرو ملتونو تازه موندنې ښيي چې په افغانستان کې ښځې د نارینه‌وو په پرتله رسمي قضایي سیستم ته ډېر کم لاسرسی لري.

د راپور له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې د شخړو د حل لپاره رسمي خدمتونو ته لاسرسی لري، حال دا چې د نارینه‌وو لپاره دا کچه ۵۳ سلنې ته رسېږي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې عدالت ته لاسرسی د ښځو د خوندیتوب او وقار لپاره بنسټیز حق دی.

په همدې حال کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګاګنون خبرداری ورکړی چې که د ټولنې لویه برخه له عدلي خدماتو بې‌برخې پاتې شي، دا کار د خلکو پر ادارو باور کمزوری کوي.

مسعود پزشکیان:که پر ایران د بل هر هېواد له خاورې برید وشي، سخت غبرګون به وښیو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ساتلو او د یو بل د حاکمیت پر درناوي ټینګار کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې که پر ایران د بل هېواد له خاورې برید وشي، تهران به سخت ځواب ورکړي.

پزشکیان ویلي چې ایران د ښه ګاونډیتوب پالیسۍ ته ژمن دی، خو د هېواد امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا سره کرښه ده او هر ډول برید ته به مناسب غبرګون وښودل شي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په چمتو حالت کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دفاع توان لري.

بل لور ته راپورونه ښيي چې په بحرین او کویت کې د امنیتي ګواښونو له امله د خبرداري زنګونه وهل شوي.