د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره ایران پرېږدي.
یاد وزارت ویلي، د الوتنو د لغو کېدو احتمال شته، نو باید وتل په بیړني ډول تنظیم شي.
دا د آلمان له لوري په وروستیو کلونو کې خپلو وګړو ته تر ټولو سخت خبرداری بلل شوی دی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره ایران پرېږدي.
یاد وزارت ویلي، د الوتنو د لغو کېدو احتمال شته، نو باید وتل په بیړني ډول تنظیم شي.
دا د آلمان له لوري په وروستیو کلونو کې خپلو وګړو ته تر ټولو سخت خبرداری بلل شوی دی.
د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې شوې او د افغانستان له لوري د قطر د ملاتړ او همدردۍ ډاډ ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عربي او اسلامي نړۍ چارواکو پر قطر د اسرائیل برید کې له قطر ملاتړ څرګند کړی وو.
د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت سلاکار چې د طالبانو حکومت د مشر په لارښونه بندي شوی، د پرځیدلي جمهوریت ولسمشر اشرف غني او د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته مخامخ په حکومت نیوکې وکړې.
فاروق اعظم پخواني ولسمشر او د جمهوري حکومت مشرانو ته په حکومت کې د عدالت په نشتون سخت انتقاد وکړ.
د هغه دا خبره ډیره مشهوره شوې وه چې له دایکندي ۶۵۰۰ کسانو؛ خو له لوی کندهار بیا ۲۱۰۰ کسانو کانکور کې ګډون کړی او دا تر قیامت څخه نه شي تحمل کیدای.
منتقدیان وایي، د هغه حکومت له لورې په عادي انتقاد نیول شوی چې ورته یې لابي کوله.
د بلخ د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تایید کړې چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله په امر په دغه ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ کارول بند شوي دي.
هغه ویلي، دا اقدام د «منکراتو» د مخنیوي لپاره شوی او د بدیل د موندلو هڅې روانې دي.
د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې د افغان ټلیکام او نورو شرکتونو کیبلي انټرنېټ پرې شوی او یوازې د موبایل شبکو انټرنېټ فعال دی.
دوی زیاتوي، دغه بندیز په دولتي خدمتونو، بانکونو، انلاین زدهکړو او سوداګرۍ کې ګډوډي رامنځته کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې په اورشلیم (قدس) کې د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې کولې، له قطره یې وغوښتل چې د غزې شخړې د حل لپاره خپل “رول” ته دوام ورکړي.
قطر، چې د امریکا متحد او د اسراییل او حماس ترمنځ منځګړی و، د اسراییلي برید له امله چې د دوحې پر یوې ودانۍ وشو او د حماس مشران یې هدف و، سخت غبرګون ښودلی.
روبیو ویلي، قطر کولی شي د پاتې ۴۸ اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کولو، د حماس بېوسلې کولو او د غزې د ښه راتلونکي جوړولو برخه کې مرسته وکړي.
له دې سره هممهاله، اسراییلي پوځ د غزې ښار پر بېلابېلو برخو بریدونه کړي، چې پکې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان وژل شوي، او یو ۱۶ پوړیزه ودانۍ یې ړنګه کړې، چې د دوی په وینا “ترهګریزې شبکې” پکې پټې وې.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، وړاندیز کړی چې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ دې د سولې پلاوی افغانستان ته واستول شي، څو د پاکستان د اوسني امنیتي کړکېچ حللاره ومومي.
عمران خان له خپلې کورنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان او قبایلي سیمو د سولې لپاره د درېیو اړخونو همکاري اړینه ده.
نوموړي ویلي، چې عاصم منیر د لویدیځ د خوشالولو لپاره د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابې کړې دي.
هغه ټینګار کړی، چې په خیبرپښتونخوا کې روان عملیات یوازې د تحریک انصاف د حکومت بدنامولو لپاره دي، او دا ډول پوځي اقدامات به ترهګري لا زیاته کړي.
د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري ویلي، له دغه هېواده د ایستل شويو افغانانو بېرته د ورتګ راپورونه ناسم دي.
هغه زیاته کړې چې پولې د نوې ټېکنالوژۍ او امنیتي وسایلو په مرسته څارل کېږي او د ناقانونه تګ راتګ مخه نیول شوې ده.
د شمقدري په وینا، که څوک په ناقانونه توګه ایران ته داخل شي، ژر پېژندل کېږي، بایومیټریک کېږي او بېرته اېستل کېږي.
هغه ټینګار کړی چې په ایران کې د بېاسناده افغانانو پاتې کېدو موده پای ته رسېدلې او که څوک خپله ونه وځي، د پولیسو له لوري نیول کېږي.
د روان کال د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د خپلې دوهمې ګروپي سیالۍ لپاره د بنګلهدېش پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ ټیم مات کړی، خو د بنګلهدېش لوبډلې لومړۍ سیالۍ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې؛ خو په دویمه لوبه کې یې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.
د افغانستان درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د سپټمبر په ۱۸مه) نېټه له سریلانکا سره وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې افغانستان، کولمبیا، برما، بولیویا او وینزویلا په تېر یو کال کې د مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې په څرګند ډول پاتې راغلي دي.
هغه زیاته کړې چې د واشنګټن له نظره دغه هېوادونه په تېرو دولس میاشتو کې ونه توانېدل چې د نشهيي توکو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت څو ځل ویلي دي چې په افغانستان کې د کوکنارو کر ۹۵ سلنه راکم شوی دی.
اتلانتیک شورا په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د نجونو او مېرمنو زدهکړې یوازې د انساني حق په توګه نه، بلکې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د مقاومت یوه وسیله ګرځېدلې.
د شورا د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر یو میلیون ډېرې نجونې له ښوونځیو پاتې شوې؛ خو بیا هم ښځې او نجونې په ښارونو او کلیو کې په محدودو شرایطو کې د زدهکړې او رهبرۍ هڅې کوي.
راپور زیاتوي چې افغان مېرمنې د یووالي په مرسته، د سختو او ځپونکو شرایطو سره سره، زدهکړې ته دوام ورکوي او دا یې د «جنسیتي اپارتاید» پر وړاندې د مبارزې یوه وسله ګرځولې ده.
اتلانتیک شورا ټینګار کړی چې د افغان ښځو هڅې ښيي بدلون د کوچنیو خو ګډو ګامونو له لارې رامنځته کېدای شي.