جمعه, جون 19, 2026
Home Blog Page 432

محمد عمر شېرزاد:د افغانستان د ستونزو حل د افغانانو په ملي هڅو کې دی، نه د بهرنیو ځواکونو په بیا راتګ کې

د ارزګان پخواني والي محمد عمر شېرزاد ویلي، د افغانستان د ستونزو او برخلیک حل د بهرنیو ځواکونو په بیا راتګ کې نه، بلکې د افغانانو په خپلو ملي او رښتینو هڅو کې نغښتی دی.

نوموړي په یوه لیکنه کې د هغو اوازو په اړه غبرګون ښودلی چې ګواکې بهرني ځواکونه بېرته د بګرام اډې ته ستنېږي، او ټینګار یې کړی چې دا یوازې دروغجنه او بې‌ بنسټه ادعا ده.

شېرزاد ویلي، دا ډول اوازې د خلکو ذهنونه ګډوډوي او د ملت سیاسي شعور ته زیان رسوي.

ده له سیاسي فعالانو، رسنیو او ټولنیزو شبکو غوښتي چې د خبرونو په خپرولو کې مسؤلانه چلند وکړي او بې‌ بنسټه معلومات له خلکو سره ونه‌ شریکوي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان ثبات د زور په کارولو یا د یو ځانګړي سیاسي مکتب په تطبیق نه‌ شي راتلی، بلکې د مشروع ملي ادارې، سیاسي اجماع، جمهوري ارزښتونو او د خلکو په ملاتړ پورې تړلی دی.

شېرزاد ټینګار کړی، د افغانانو د ستونزو یوازینی حل د بین‌الافغاني خبرو او د یو ټول‌شموله حکومت په جوړېدو کې دی، هغه غوښتنه چې د افغان ملت او نړیوالې ټولنې ګډه اجنډا ده.

ایران:په اهواز کې شپږ بندیان د اسراییل سره د اړیکو په تور اعدام کړل

0

د ایران د میزان خبري آژانس د راپور له مخې، د شنبې په سهار په اهواز ښار کې د ایران د عدلي او قضايي ارګان له لوري د شپږو بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

چارواکي وايي، دغه کسان د «تجزیه‌طلبۍ، د اسراییل سره د اړیکو، بم‌ښودنې او وسله‌والو بریدونو» په تور محکوم شوي وو.

د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» د دغو اعدام شوو کسانو هویتونه علي مجدم، محمدرضا مقدم، معین خنفري، حبیب دریس، عدنان غبیشاوي او سالم موسوي یاد کړي او ویلي یې دي چې هغوی په پټه او له کورنیو سره د وروستي ملاقات پرته اعدام شوي دي.

دا سازمان دغه اعدامونه «غیرانساني» بللي او له نړیوالو ادارو یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

راپورونه ښيي، یوازې په تېرو نهه میاشتو کې له زر ډېر کسان په ایران کې اعدام شوي، چې په هغوی کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.

کاپیسا؛تګاب ولسوالۍ کې څلور طالبان د مېلمستیا پر مهال وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، د جمعې په ورځ د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې څلور طالبان هغه مهال وژل شوي، چې د يو ځایي اوسېدونکي له لوري مېلمستيا ته بلل شوي وو.

سرچینې زياتوي، کوربه وروسته پر دغو طالبانو ډزې کړې او دوی یې وژلي او د وژل شويو وسله یې هم له ځانه سره وړې ده.

بريدګر تر پېښې وروسته تښتېدلی او تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسئوليت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت چارواکو هم لا تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

مولوي عبدالکبیر:پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدام باید تکرار نه شي

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د علماوو ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او د شته سیاسي خنډونو د حل لپاره یې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی؛ خو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندېښنې وړ دي او باید تکرار نه شي.

کرملین:ولادیمیر پوتین تاجکستان ته سفر کوي او د افغانستان پر وضعیت به هم خبرې وکړي

کرملېن اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اکتوبر په نهمه نېټه تاجکستان ته سفر وکړي او هلته به د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د سیمه‌ییز امنیت او افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف ویلي، د افغانستان موضوع د مسکو او دوشنبې دواړو لپاره حیاتي ارزښت لري او دواړه هېوادونه د امنیتي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره نږدې کار کوي.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه د تاجکستان د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو او د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت د لوړولو په اړه هم بحث کوي.

علي امین ګنډاپور:اسلام‌اباد له کابل سره د خبرو د پیل طرحه منلې ده

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، اسلام‌اباد یې له کابل سره د خبرو لپاره طرحه منلې ده.

نوموړي د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د جګړې او امنیت د ۲۶مې دورې ګډونوالو ته ویلي، چې د تلپاتې ثبات لپاره له افغانستان سره خبرې اړینې دي.

تر دې وړاندې بیا عمران خان هم ويلي وو، چې له کابل سره باید د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی ور ولېږل شي.

اسراییلي چارواکو؛پوځ ته د غزې د نیولو د عملیاتو د درولو امر کړی

0

اسراییلي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد چارواکو پوځ ته امر کړی چې د غزې د نیولو عملیات ودروي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي.

دا پرېکړه د اسراییلي او امریکایي چارواکو تر وروستیو خبرو وروسته شوې ده.

راپورونه ښيي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل غوښتي چې بریدونه ودروي او د سولې د پلان عملي کول پیل کړي.

د ټرمپ د پلان مهمې برخې د اوربند ټینګښت، د بنديانو تبادله او د جګړې بشپړ پای ته رسول دي.

د اسراییلي شبکو په وینا، د دې پلان په اړه به ډېر ژر رسمي خبرې اترې پیل شي.

ګلوبل ایشوز:د نجونو د زده‌کړو بندیز په افغانستان کې د جبري ودونو او فقر کچه لوړه کړې

د «ګلوبل ایشوز» په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د جبري ودونو او ماشومو نجونو د ودونو د زیاتېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی.

د بشري حقونو ډلو د اټکل له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې له پنځه زرو ډېرو نجونو ته په زور ودونه شوي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا بندیز د کورني تاوتریخوالي، فقر او ځان‌وژنو سبب شوی او افغانستان یې نوره هم له نړۍ وال انزوا سره مخ کړی دی.

د یونیسف او نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته تر یوه میلیونه ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

زلمی خلیلزاد:د داعش خراسان مشر په کراچۍ کې وژل شوی او د پاکستان رول تر پوښتنې لاندې دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د داعش خراسان ډلې مشر حسن د پاکستان په کراچۍ ښار کې وژل شوی دی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو اړوند ویب پاڼې «المرصاد» راپور شریک کړی او پوښتنې یې راپورته کړې دي چې حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کول او چا وواژه؟

هغه که څه هم په ښکاره ډول پاکستان نه دی تورن کړی، خو دده پوښتنې د اسلام‌اباد پر رول د شک څرګندونه کوي.

د المرصاد په وینا، د حسن وژل دا څرګندوي چې کراچۍ د داعش خراسان ډلې د پټنځایونو او استخباراتي روزنې یو مهم مرکز ګرځېدلی دی.

طالب چارواکی:پاکستان، د افغانستان روغتیايي سکتور فلج کړی دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیايي چارو مشر ډاکټر محمد طاهر احرار وايي، افغانستان په ځینو برخو کې، په ځانګړي ډول د عامې روغتیا په برخه کې، د ګاونډیانو له لوري فلج شوی دی.

نوموړي د شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د افغانستان له اقتصادي او سیاسي بې‌وسۍ د فشار وسیلې جوړې کړې، کله لارې بندوي او کله یې خلاصوي، چې دا د افغانانو لپاره لویه ستونزه ده.

احرار زیاته کړې، هڅه روانه ده چې تر راتلونکي یوه کال پورې د روغتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو ادارو د مرستو د کمېدو له امله د افغانستان د روغتیايي سکتور د سختو ننګونو راپورونه ورکړي دي.