د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د RIA نووستي ته منلې چې “روسیې په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) په رسمیت پیژندلی دی.”
له رسمیت پېژندلو سره سم؛د طالبانو حکومت مسکو کې پر سفارت خپل بیرغ را وځړاوه
په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت یې د روسیې له لورې په رسمیت پیژندل شوی، په ورته وخت کې طالبانو په مسکو کې د جمهوري حکومت بیرغ لیرې کړ او خپل بیرغ یې د سفارت په ودانې ورپاروه.
په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم منلې چې مسکو د طالبانو اداره په رسمیت پیژندلې ده.
روسیې سفیر تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دا پریکړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وړاندیز او د ولسمشر ولادیمیر پوتین په تایید شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا څخه د غچ اخیستو نیت نه لرو او د خبرو لپاره چمتو یوو
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت روانچي ویلي، سره له دې چې د امریکا لهخوا د ایران د هستهيي تأسیساتو له جدي زیان وروسته، واشنګټن باندې دوی اعتماد نه لري؛ خو بیا هم تهران له امریکا سره پر دیپلماسۍ باور لري.
نوموړي د NBC شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران نور د امریکا د سختو بریدونو په بدل کې د غچ اخیستو نیت نه لري او له واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره چمتو ده.
هغه ټینګار وکړ چې د تهران دریځ، چې له ډېرې مودې راهیسې تکرار شوی، دا دی چې د یورانیمو د غنيسازۍ د درولو کوم پلان نه لري.
روسیې؛د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.
د روسیې سفیر په دې لیدنه کې رسماً د خپل هېواد پرېکړه ابلاغ کړه چې له مخې یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.
ښاغلي ژیرنوف دا پرېکړه تاریخي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
امیر خان متقي د روسیې د دې ګام هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به د مثبتو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو نوې مرحله پیل کړي.
انقره کې؛د طالبانو حکومت نوي سفیر خپل باور لیک ترکي چارواکو ته وسپاره
د طالبانو حکومت له لوري په انقره کې نوي استازي صنیع الله فرهمند خپله اعتبارنامه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس جمیل میر اوغلو ته وسپارله.
کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې دواړو خواوو د سیاسي، دیني او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې کړي دي.
سفارت زیاتوي چې د طالبانو حکومت سفیر به ژر د ترکیې لوړپوړو چارواکو ته رسمي معرفي شي.
ترکیې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو سفارتیې په کابل کې فعال دی.
تهران؛میترو کې افغان دستفروشان له کارځایونو لرې کېږي
د تهران د صنايعو او مشاغلو د تنظيم شرکت رئيس، مجتبی اقوامی، ويلي چې د ښار دستفروشان به تنظيم شي.
نوموړي زياته کړې چې د دې پروسې په ترڅ کې به افغان مهاجر دستفروشان له مترو او ښار څخه لرې کړل شي.
اقوامي ويلي، د مترو له مدير سره د ليږل شوې مکتوب له مخې، شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې بهرني دستفروشان به نور اجازه ونه لري چې په مترو کې فعاليت وکړي.
بلجیم؛د ایران سپاه پاسداران ترهګره ډله وبلله
د بلجیم د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې نن پرېکړه کړې چې د ایران د سپاه پاسداران نوم د دې هېواد د ترهګریزو ډلو په رسمي لېست کې شامل کړي.
د بلجیم پارلمان غړې، دریا صفايي، ویلي چې دا پرېکړه یو پیاوړی پیغام لري: «تروریزم باید بې جزا پاتې نهشي، حتی که دا د یو دولتي بنسټ له خوا وي.»
هغې ویلي سپاه پاسداران نه یوازې د ایران دننه د بشر د حقونو په سرغړونو کې رول لري، بلکې په نړیواله کچه د ترهګریزو فعالیتونو سره هم تړلی دی.
د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې ایرانی فعالانو او د ایران د حکومت مخالفانو د دې ځواک د ترهګرو ډلو په توګه د سپاه پایداران د پېژندلو غوښتنه کوله.
جرمني:غواړو له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو برخه کې مستقیم تړون وکړو
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، هېواد یې له طالبانو سره رسمي اړیکې نه لري؛ خو هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له هغوی سره مستقیم تړون ترلاسه کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا به د درېیمو هېوادونو له لارې نه، بلکې مستقیمه همکاري وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په جرمني کې د محافظهکارو ګوندونو له خوا د کډوالو د ایستلو فشارونه زیات شوي دي.
ایران:په شاهرود کې ۴۵۰ افغان مهاجر نیول شوي
د ایران د شاهرود د پولیسو قوماندان علیرضا شائیني ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۰ افغان مهاجر د قانوني اسنادو نشتوالي له امله نیول شوي دي.
نیول شوي کسان د ایستلو لپاره سمنان کمپ ته لېږدول شوي.
ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د مهاجرو په پېژندنه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
اسرائیلي رسنۍ:ایران او امریکا راتلونکې اوونۍ اټومي خبرې بیا پيلوي
د اسراییلو ۱۲ کانال ټلویزیون راپور ورکړی چې ایران او امریکا پلان لري راتلونکې اوونۍ د ناروې په پلازمېنه اسلو کې اټومي خبرې له سره پیل کړي.
راپور وايي، دا خبرې د ټرمپ استازي ستیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ روانې دي.
دا خبرې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته درېدلې وې.

