شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 426

سعودي عربستان:د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید وروسته، هیڅ رادیو اکتیفي شعاع نه ده موندل شوې

د سعودي عربستان د هستوي مقرراتو اداره وایي، د امریکا له برید وروسته په سیمه کې هېڅ رادیواکتیفي تشعشع نه‌ده ثبت شوې.

امریکا د یکشنبې سهار د ایران درې هستوي مرکزونه، نطنز، فردو او اصفهان بمبار کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران هستوي ظرفیت «په بشپړ ډول له منځه وړل شوی» او زیاته کړې یې ده چې ایران باید غبرګون و نه ښيي.

نوموړي د برید ستاینه کړې او ویلي یې دي چې له پوځ سره یې تر ټولو غوره ټیم کار کړی.

ګوتریش:پر ایران د امریکا بریدونه د سیمې او نړۍ امنیت ته لوی ګواښ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پر ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې اندېښنه څرګنده کړې او دا یې «دتاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی» بللی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې شونتیا شته جګړه له کنټروله ووځي، چې پایله به یې د ملکي وګړو، سیمې او نړیوالو لپاره زیانمنه وي.

ګوتریش له غړو هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو پر بنسټ ترینګلتیا راکمه کړي.

ټرمپ د ایران پر اټومي مرکزونو تر برید وروسته؛«خدایه، زه تاسره مینه لرم، خپل ستر پوځ سره مینه لرم»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي تاسیساتو تر برید وروسته، له خدایه، پوځ او خپلو ملاتړو مننه کړې او د دعا پر مهال یې وویل: «خدایه، زه تاسره مینه لرم.»

ټرمپ زیاته کړه:«زه غواړم له ټولو مننه وکړم، او په ځانګړي ډول له خدایه. یوازې وایم: خدایه، زه تاسره مینه لرم. زه خپل ستر پوځ سره مینه لرم. هغوی وساته. خدایه، منځنی ختیځ وساته. خدایه، اسرائیل وساته. او خدایه، امریکا وساته.»

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا پوځ د ایران په اصفهان، نطنز او فردو کې د اټومي تاسیساتو د بمبارۍ اعلان وکړ.

سپاه پاسداران:د امریکا له برید وروسته اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوه

د ایران د سپاه پاسداران ځواک ویلي چې د امریکا له خوا د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو تر برید وروسته، «اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوې ده.»

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اصفهان، نطنز او فردو په اټومي مرکزونو هوايي بریدونه تایید کړل.

ټرمپ ویلي، دغه بریدونه بریالي وو او خبرداری یې ورکړی چې که ایران سولې ته غاړه کېنږدي؛ نو راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.

بل لورته د ایران د دولتي ټلویزیون (صدا و سیما) یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې چې د بریدونو وړاندې ټول حساس اټومي تاسیسات له پرسونله خالي شوي وو او مرکزونو ته هېڅ جدي زیان نه دی رسېدلی.

امریکا؛د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران د درېیو مهمو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان هوايي بریدونه شوي او دغه بریدونه بریالي وو.

نوموړي ویلي، امریکايي الوتکې له ایران څخه وتلي دي.

ټرمپ دا څرګندونې پر خپلې ټولنیزې رسنۍ کړې دي او ویلي یې دي چې د نړۍ بل هېڅ پوځ نه شوای کولای دغه ډول عملیات ترسره کړي.

هغه زیاته کړې چې اوس د سولې لپاره مناسب وخت دی.

امریکا؛ګوام ټاپو ته شپږ بي۲ سپیریټ جیټ استولي

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې امریکا شپږ B-2 الوتکې ګوام ته استولي.

تر اوسه په دې اړه معلومات نشته، چې امریکا دا اقدام ولې کړی.

د یادونې ده، چې ګوام له ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا سره د جګړې لپاره مهم ځای ګڼل کېږي.

امیرخان متقي؛د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره کتلي دي.

په دغې کتنه کې د افغانستان او اوزبیکستان پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.

د یادونې ده، چې نوموړی نن استانبول ته ولاړ.

امیرخان متقي؛د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو غونډه کې ګډون وکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه ناسته کې چې په استانبول کې جوړه شوې، ګډون وکړ.

د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، متقي به د ناستې پر مهال وینا وکړي او له یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره به د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.

ټي‌ټي‌پي:پر اسرائیل د ایران له ځوابي بریدونو ملاتړ کوو

ټي‌ټي‌پي په یوه تازه اعلامیه کې د اسراییلو له خوا پر ایران شوي بریدونه غندلي او د ایران له خوا یې پر اسراییلو د ځوابي اقداماتو کلک ملاتړ اعلان کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې تحریک طالبان پاکستان دغه ظالمانه کړنه د نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

اعلامیه زیاتوي، ایران ثابته کړه چې د قومونو عزت یوازې په مقاومت کې دی.

د اسرائیل دفاع وزیر:د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان سعید ایزدي په قم کې وژل شوی

د اسرائیل دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان، سعید ایزدي، تېره شپه په قم ښار کې په یوه استوګنیز کمپلکس کې وژل شوی دی.

ایزدي د قدس ځواک د “فلسطین لښکر” مشر و او د حماس د مالي او وسلو ملاتړ مسئول و.

د برید له امله دوه تنه وژل شوي، چې په دې کې یو ۱۶ کلن ځوان هم شامل دی او څلور نور ټپیان دي.

دغه برید د قم د مقدس ښار په یوه څلورم پوړ ودانۍ شوی دی، چې د فردو د یورانیم د غني کولو مرکز ته نږدې موقعیت لري.