شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 425

عباس عراقچي:پر مونږ برید د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا لخوا د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو برید د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د اټومي نه‌خپرېدو تړون (NPT) ښکاره سرغړونه ده.

هغه دا پېښه بوږنوونکې او له پایلو ډکه بللې او ویلي یې دي چې ایران د خپل حاکمیت، ګټو او ولس د دفاع لپاره ټول قانوني انتخابونه په پام کې نیسي.

عراقچي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا له دې غیرقانوني او جنایي چلنده اندېښنه وښيي.

امیرخان متقي؛له اسحاق ډار سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې غونډې په څنډه کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره کتلي.

دغه لیدنه کې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه یيزو پروژو او دوه اړخیز تجارت او ټرانزېټ خبرې کړي.

لیدنه کې همداراز د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ پر راتلونکې ناسته چې ټاکل شوې په کابل کې به ترسره شي، خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې امیرخان متقي تېره ورځ هم د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره کتلي وو.

ایران: په امریکا به زموږ د ځوابي برید مسولیت د ملګرو ملتونو په غاړه وي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا پر ایران د وروستیو بریدونو کلکه غندنه کړې او دا بریدونه یې د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو یوه ښکاره تېری او سرغړونه بللې.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ایران د خپل ملي حاکمیت، امنیت او ګټو د دفاع لپاره د هر ډول نظامي تجاوز په وړاندې په پوره توان ولاړ پاتې کېږي.

ایران ټینګار کړی چې د دې ښکاره تجاوز پر وړاندې چوپتیا، نړۍ د یوې بې‌ساري او پراخ خطر سره مخ کوي.

حامد کرزی:د امریکا لخوا د ایران په اټومي تاسیساتو برید د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون خلاف عمل دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لورې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په تړاو ژوره اندیښنه څرګنده کړې او دا ګام یې د ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو، د ملګرو ملتونو د منشور، د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون او نړیوال قانون خلاف عمل وباله.

د افغانستان پخواني ولسمشر په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« د ګاونډي او ورور ملت ایران سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، دا برید د ملګرو ملتونو د منشور د اهدافو او اصولو، د سولې د روحیې خلاف، او په سیمه کې د جګړې د خپریدو او د نړیوالې سولې او امنیت خلاف عمل دی.

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د ایران د اټومي فعالیتونو پورې اړوند شخړې باید د مسؤلو نړیوالو چارواکو لخوا د خبرو او تعقل له لارو چارو تعقیب او حل شي.

حامد کرزي په امریکا غږ کړی چې د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې موضوع حل کړي.

د بریټانیا لومړی وزیر:پر ایران بریدونه د اټومي ګواښونو د مخنیوي لپاره شوي

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌ر سټارمر ویلي، چې پر ایران بریدونه د اټومي خطراتو د کمولو لپاره شوي دي.

د هغه په وینا، د ایران اټومي پروګرام د نړۍ د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی او په خبره یې هیڅکله اجازه نشي ورکولای چې ایران دې اټومي وسلې ولري.

نوموړي ایران خبرو اترو ته بللی او زیاته کړې یې ده چې منځني ختیځ کې روان حالت ته د پای ټکی کېښودل ورته لومړیتوب لري.

عبدالله عبدالله:پر ایران د امریکا برید غیر انساني دی

د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر ایران د امریکا هوايي بریدونه “غیر انساني” بللي او ویلي یې دي چې دا عمل د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

هغه ویلي، چې اسراییلو په جګړه کې د امریکا په ښکېلولو سره د ایران پر “سوله یيزو” اټومي تاسیساتو برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا بریدونه د اسرائیلو له خوا پلان شوي، چې امریکا یې جګړې ته کش کړې ده.

عبدالله خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې نه یوازې د خبرو اترو بهیر ته زیان رسوي، بلکې د سیمې د بې‌ثباتۍ سبب هم کېدای شي.

امریکا؛پر ایران شوي برید کې B-2 بم‌غورځوونکې الوتکې کارولي

یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د نننیو بریدونو لپاره (B-2) بم‌غورځوونکې الوتکې کارول شوې دي.

تر دې وړاندې هم رویټرز راپور ورکړی و، چې دغه درنې بم‌غورځوونکې الوتکې د لېږد په حال کې دي او د برید لپاره چمتو شوې دي.

د یادونې ده، چې امریکا تېره ورځ شپږ دغه الوتکې ګوام ټاپو ته استولې وې.

ټرمپ:که ایران غبرګون وښود؛ نو راتلونکي بریدونه به تر دې هم سخت وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران سوله و نه کړي؛ نو راتلونکي بریدونه به تر دې هم سخت وي.

هغه دا څرګندونې د ایران پر اټومي تاسیساتو تر برید وروسته په وینا کې کړې او ادعا یې کړې چې د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې تر برید مخکې یې اټومي مرکزونه تخلیه کړي و.

ټرمپ؛پر ایران تر برید وروسته له نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړې

نړۍوالې رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو تر برید وروسته د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

تر اوسه د دغو خبرو جزیات نه دي رسنیز شوي.

بل لورته بیا ټرمپ ویلي، چې فردو اډه یې په بشپړ ډول له منځه وړې.

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان:د امریکا بریدونو سره سره، زمونږ اټومي تاسیسات نه ودریږي

د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویلي، د امریکا له بریدونو سره سره به د اټومي پروګرام پرمختګ ته دوام ورکړي.

په یوه اعلامیه کې دغه سازمان ویلي، چې امریکا په فردو، نطنز او اصفهان کې پر اټومي تاسیساتو “وحشي او د نړۍوالو قوانینو خلاف” بریدونه کړي دي.

ایران دا بریدونه د اټومي وسلو د نه خپراوي د تړون خلاف بللي او ټینګار یې کړی چې د حقوقي تعقیب په ګډون به لازم اقدامات وکړي.