په نیپال کې د ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد لاریون کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
پولیسو د لاریون د ماتولو لپاره ربړي مرمۍ، اوښلن ګاز او اوبه کارولي.
لاریون کوونکو غوښتنه کړې چې بندیز لرې شي او د اداري فساد پر ضد باید جدي اقدامات وشي.
په نیپال کې د ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد لاریون کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
پولیسو د لاریون د ماتولو لپاره ربړي مرمۍ، اوښلن ګاز او اوبه کارولي.
لاریون کوونکو غوښتنه کړې چې بندیز لرې شي او د اداري فساد پر ضد باید جدي اقدامات وشي.
د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د زرک په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان، چې یوه ښځه او درې ماشومان هم پکې شامل دي، ژوند له لاسه ورکړی دی.
د درایم د امنیې قوماندان سید میر خنجر وایي، د وژل شویو له ډلې اووه کسان د یوې کورنۍ غړي وو.
نوموړي له موټر چلوونکو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال دقت وکړي او د ترافیکي اصولو مراعت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو د دې ډول غمیزو د تکرار مخه ونیول شي.
یونیسف په تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې وروستۍ زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي چې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.
د دې راپور له مخې، ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي چې پکې ۷۳۱ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یونیسف ویلي، یوازې په کونړ او ننګرهار کې ۸۱ ماشومان په روغتونونو کې بېسرپرسته پاتې دي او ۲۷۱ نور یتیمان شوي دي.
راپور زیاتوي چې د زلزلې له امله په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د ماشومانو د سوءتغذي کچه په جدي ډول لوړه شوې ده.
دغه نهاد وايي، د مرستو د کمښت له امله د ځپلو ته د رسېدو لپاره له ۱۶.۳ میلیونه ډالرو مالي کسر سره مخ دی.
ازبک چارواکي وایي هغه ۵۷ پوځي چورلکې چې د جمهوري نظام د نسکوریدو سره سم ازبکستان ته وړل شوې وي، بیرته د طالبانو واک ته ورکول کیږي.
سرچینې افغانستان انترنشنال ته ویلي چې د پخواني افغان ملي پوځ دغه چورلکې به راتلونکې اونۍ د طالبانو حکومت دفاع وزارت مسولینو ته وسپارل شي.
د طالبانو دفاع وزارت تردې مهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې په جوماتونو کې د نڅا، ها هو، مستۍ، اتڼونو او نورو خرافاتو رواج موندلی، چې دا د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
نوموړي د سیرتالنبي غونډه کې ویلي، الله ته نږدېوالی یوازې د تقوا له لارې ممکن دی، نه د ژبې، قوم یا رنګ له مخې.
هغه ویلي، عبادت او مرسته یوازې له الله سره ځانګړې ده، او هر ډول شرک، که د عبادت یا استعانت په بڼه وي، لویه ګناه ده.
نوموړي زیاته کړې، د یادو خرافاتو او شرک اعمالو دوام د الله د کورونو بېاحترامي ده، چې د عذاب لامل ګرځي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونه په بېساري ډول زیات شوي، چې له امله یې د نجونو د امېندوارۍ او د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
راپور ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې، او ۱۰ سلنه تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوي دي.
ادارې خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۶ پورې به د کم عمره مېندو شمېر ۴۵ سلنه زیات او د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې لوړه شي.
ملګرو ملتونو دا وضعیت د زدهکړو، کار او روغتیايي خدماتو د محدودیتونو پایله بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ژر اقدام وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، د حکومتي چارواکو د ټېلفوني تماسونو د افشا کېدو په اړه یې له مخابراتي ادارې سره خبرې کړې دي.
نقوي زیاته کړې، چې د چارواکو غږونه ثبتېږي، انځورونه یې غلا کېږي او بیا پر ګوګل یا نورو وېبپاڼو پلورل کېږي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې له دغه کار سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې ګاونډیو هېوادونو څخه شړل شوي پخواني افغان پوځیان د طالبانو لهخوا وژل کېږي، چې دا یو “بشري جنایت” دی.
فایق پر ایکس لیکلي، د اسیرانو وژل د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی، او عاملین یې باید حساب ورکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د پخواني افسر عبدالولي نعیمي، چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راستون شوی و، دوه اونۍ وروسته په کابل کې یې مړی موندل شوی دی.
د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر خالد حنفي وایي، د الله په قانون کې قوم، ژبه او رنګ هېڅ ارزښت نهلري، او یوازینی معیار تقوا ده.
هغه دا څرګندونې په کابل کې د سیرتالنبي یوې غونډې ته کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام کې یو وزیر او یو عادي وګړی برابر دي، او باید له هر ډول تبعیض ډډه وشي.
خو منتقدین وايي، د طالبانو حکومت خپله پر نورو افغانانو برلاسي عملي کوي، یوازې خپلو غړو ته امتیازات ورکوي، او نور خلک له سیاسي، مدني او ټولنیزو حقونو محروم ساتي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ختیځې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او مرستو له امله د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ له زلزله ځپلو سره ګڼو هېوادونو او سازمانونو مرسته کړې.
نیوکه بیا دا ده، چې د دغې مرستې د وېش لپاره منظم میکانیزم نشته.
د یادونې ده چې دغې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېری مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.