پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 417

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت:له خنډ او ځنډ پرته به د را اېستل شویو کډوالو ماشومانو په ښوونیزو بهیرونو کې شامل کړو

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، له ایران څخه د را اېستل شویو افغانانو ماشومان به په ښوونیزو بنسټونو کې شامل کړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د را اېستل شویو افغانانو ماشومانو لپاره به په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومونو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې د زده کړو زمینه برابرېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دا چاره له ځنډ او خنډ پرته د افغان ماشومانو د زده‌کړو لپاره ترسره کېږي.

غزه؛اسرائیلو تېره ورځ ۱۱۰ فلسطینیان وژلي

0

د غزې روغتیايي سرچینو ویلي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان د اسراییلي بریدونو کې وژل شوي دي.

راپورونه وایي چې ۳۴ تنه د رفح په سويل کې هغه مهال ووژل شول، کله چې د امریکا لخوا ملاتړ کېدونکي خیریه بنسټ نه د مرستې اخیستو په کتار کې ولاړ وو.

الجزیرې د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې اسراییلي ځواکونو په مستقیم ډول د رفح په الشکوش سیمه کې پر خلکو ډزې کړي.

په یادو کسانو کې ډېری وژل شوي هغه دي، چې له خیریه بنسټونو د مرستو تر لاسه کولو لپاره راغلي وو.

اسرائیل:حماس د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز رد کړی

0

اسرائیلي چارواکي وايي چې د ۶۰ ورځني اوربند او د بندیانو د خوشې کولو وړاندیز یې منلی؛ خو حماس هغه رد کړی.

رویټرز د فلسطیني او اسرائیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلي ځواکونو د شاتګ پر سر اختلاف، د اوربند د خبرو خنډ شوی.

سرچینې زیاتوي چې خبرې اترې به د امریکا د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په اړه دوام ومومي.

میثم نظري:چینایان د بګرام هوايي اډه کې حضور لري

د مقاومت په نوم جبهې د بهرنيو اړیکو مشر علي میثم نظري ويلي، موثق راپورونه شته چې چين د بګرام هوايي اډه کې حضور لري.

نوموړي طالبان تورن کړي چې د بهرنيو ځواکونو د مخالفت دعوه‌یې درواغ ده او په عملي توګه د نورو هېوادونو د مداخلې وسيله ګرځېدلي دي.

نظري دا څرګندونې په خپل ایکس کې کړي او ويلي‌یې دي طالبان د هېواد د حاکميت لپاره نه، بلکې د افراطي ايډیولوژۍ او شخصي ګټو لپاره جنګېدلي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د افغان خاورې، شتمنیو او منابعو استفاده د هر بهرنۍ ادارې لخوا، د افغانانو له رضا پرته، د منلو نه ده.

د طالبانو حکومت تېرکال د چين حضور رد کړی و او ويلي‌یې و چې بګرام د دوی تر کنترول لاندې دی؛ خو تازه راپورونه وايي، چې چين دا پخوانۍ امريکايي پوځي اډه اداره کوي.

بل لورته تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چين د حضور راپورونه ناسم بللي دي.

فارس خبري اژانس:د اسرائیلو هوایي برید کې ولسمشر پزشکیان برسېرن ټپي شوی

0

فارس خبري اژانس وایي، چې د جون ۱۵مه اسراییلو په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا پر غونډې هوایي برید کړی و، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پکې د وتلو پر مهال په پښه ټپي شوی دی.

فارس لیکلي، چې دا برید د اسراییلي جنګي الوتکو له‌خوا د شپږو بمونو یا توغندیو په واسطه ترسره شوی، څو د ودانۍ د ننوتو او وتلو لارې بندې کړي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر پزشکیان او نور مشران د اضطراري لارې له‌خوا وتلي؛ خو ځینې یې برسېرن ټپیان شوي دي.

فارس د پزشکیان د دفتر له قوله ویلي، چې دا برید د ولسمشر د وژنې هڅه وه.

تر اوسه اسراییلو د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ۲۰۲۵ لومړۍ نیمایي کې؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۹۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده، چې ۲۷۷ میلیونه یې د افغان صادراتو برخه ده.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې افغانستان پاکستان ته پنبې، سکاره، پياز، رومي، ممپلي، کشمش، ماش او تالک ډبره صادره کړې ده، او له هغه هېواده یې د ۷۱۲ میلیونه ډالرو واردات کړي، چې پکې سیلا وریجې، درمل، بوره، د پنبې ټوکر او صنعتي مواد شامل دي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي له پاکستان سره د دوامدارو سوداګریزو او دیپلوماتیکو اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر:جرمني کې د افغانستان قونسلګري د طالبانو حکومت ته سپارو

جرمني په برلین کې د افغان سفارت قونسلګري برخه د طالبانو حکومت ته سپاري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرنت ویلي، هدف یې له جرمني افغانستان ته د مجرمینو شړل دي او د دې چارې لپاره له اړوندو طالب چارواکو سره خبرو ته چمتو دی.

نوموړی وایي، چې دا چاره هیڅ وخت د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم دې برخه کې ورسره همغږی دی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دوی هم د خپلو کډوالو منلو ته چمتو دي؛ خو المان باید ورسره مرسته وکړي، چې دوی بیا مېشتېدنه کې خپل ژوند جوړ کړي.

ننګرهار؛د طالبانو حکومت خبریال عزیز وطنوال نېولی

د طالبانو حکومت ننګرهار کې خبریال عزیز وطنوال او د هغه دوه ملګري نیولي.

د نوموړي کورنۍ هم د هغه د نیولو خبر تائید کړی او ویلي یې دي، چې وطنوال لس بجې په خپل کور کې له دوو ملګرو سره یو ځای نیول شوی.

یو شمېر ځایي سرچینې وایي، چې د عزیز وطنوال ملګري خوشي شوي؛ خو دی بندي دی.

تر اوسه ځايي طالب مسولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې وطنوال تر ۲۰۲۱ کال پورې له بېلابېلو رسنیو سره دنده ترسره کړې؛ خو دمګړۍ بې دندې وو.

نتانیاهو ټرمپ ته:که ایران د اټومي وسلو جوړولو ته مخه کړي، نظامي بریدونه به بیا پیل کړو

0

وال‌ستریت ژورنال راپور ورکړی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خصوصي لیدنه کې له ډونالډ ټرمپ سره ویلي، که ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې بیا پیل کړي، اسراییل به نوې نظامي حملې ترسره کړي.

راپور زیاتوي، ټرمپ د اسراییلو د دغه پلان مخالفت نه دی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دی د ایران په وړاندې د یوه دیپلوماتیک حل ملاتړ کوي.

یو لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي، که څه هم اسراییل د امریکا رسمي اجازې ته اړتیا نه ویني؛ خو که ایران پراخ اټومي فعالیتونه بیا پیل کړي، ممکن ټرمپ د دیپلوماتیکو هڅو د ژغورلو لپاره د نتانیاهو مخالفت وکړي.

قطر؛نړۍ سره د طالبانو حکومت د اړیکو پراختیا په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې

نن په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې د افغانستان او قطر د اړیکو، د دیپلوماتیکو تماسونو د پراخېدو او د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث شوی.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي د قطر له طالبانو حکومت سره اړیکې مهمې وبللې او د دې هېواد ملاتړی رول یې وستایه.

ډاکټر القاشوطي هم د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر ودې وبللې او د افغانستان د بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره یې د قطر د همکاریو ژمنه وکړه.