یکشنبه, جون 7, 2026
Home Blog Page 415

د ډونالډ ټرمپ پلوی؛چارلي کرک د یوتا پوهنتون کې د یوه ناڅرګند بریدګر له لوري په ډزو ووژل شو

0

امریکایي محافظه‌کار سیاسي او رسنیز فعال چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د یوتا پوهنتون کې د یوه ناڅرګند بریدګر له لوري په ډزو ووژل شو.

کرک د ډونالډ ټرمپ نږدې پلوی و او د Turning Point USA سازمان یې د ټرمپ د کمپاین د ملاتړ لپاره جوړ کړی و.

هغه د مسیحي انجیلي باورونو پر بنسټ مسیحیانو ته د سیاست، رسنیو، اقتصاد او نورو برخو کې د مشرتابه دنده مهمه بلله او د ۲۰۲۰ ټاکنو د درغلۍ د ادعا ملاتړ یې هم کړی و.

نتنیاهو:قطر دې ترهګرو ته له پناه ورکولو لاس واخلي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر ته خبرداری ورکړی چې د ده په وینا «ترهګرو» ته پناه نه ورکوي.

اسرائیل ادعا کړې چې اسراییلي ځواکونو د اکتوبر د اوومې د برید طراحان په قطر کې په نښه کړي دي.

د یادونې ده، چې قطر ویلي، پر دوی د شوي برید غچ به واخلي.

قطر او سعودي:د اسراییلو د تېري پر وړاندې ګډ نړیوال غبرګون اړین دی

0

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وايي، چې د اسراییلو د تېري پر وړاندې باید ګډ او ټولیز غبرګون وښودل شي، څو د اسراییلو زورواکي او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

په همدې مهال د قطر رسنیو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو له خوا پر دوحه د بریدونو وروسته، نړیوال اقدام د اسراییلي تېري د مخنیوي لپاره اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسراییلو د قطر پلازمېنه دوحه په نښه کړه.

غور کې د پوځي چورلکې د نسکوریدو له امله؛د هدایت الله بدري په ګډون یو شمیر طالب چارواکي ټپیان شوي

په غور کې د نسکور شوي پوځي چورلکې له امله د طالبانو حکومت د کانونو او پطرولیم وزیر هدایت الله بدري او د غور والي حیات الله مبارک ټپیان شوي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط حماسه میډیا ته وویل چې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت هم د چورلکې لویدل منلي خو د اوښتې زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

اسرایل؛په یمن کې د حوثي وسله والو یو شمېر اهداف په نخښه کړي

0

اسراییلي پوځ ویلي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو د یمن په صنعا او الجوف ولایتونو کې د حوثي ډلې پوځي مرکزونه بمبار کړي دي.

د پوځ په وینا، د حوثي ځواکونو پوځي کمپونه، د هغوی د تبلیغاتي برخې دفترونه او د سون موادو یو لوی ذخیره‌ځای چې د نظامي فعالیتونو لپاره کارول کېده، د بریدونو موخې وې.

اسراییل وايي، دا بریدونه د حوثیانو هغو حملو ته ځواب دی چې د اسراییل پر خاوره یې د ډرونونو او د ځمکني توغندیو په وسیله ترسره کړي دي.

نریندرا مودي:هند د قطر د خپلواکۍ او حاکمیت پر وړاندې د اسراییلو د تېري غندنه کوي

0

د هند لومړي وزیر نریندا مودي د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره په ټیلیفوني خبرو کې پر دوحې د وروستیو بریدونو ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هند د ورور هېواد قطر د خپلواکۍ او حاکمیت د سرغړونې پر وړاندې کلکه غندنه کوي.

مودي ټینګار کړی چې هند د ټولو مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو د لارې ملاتړ کوي او د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی غواړي.

هغه ویلي هند په ځانګړې توګه د قطر سره د ورورلۍ اړیکو درناوی کوي او د سیمې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیز ملاتړ وړاندې کوي.

چین:په قطر د اسرایلو برید سیمه کې کړکیچ پراخوي

0

چین د اسراییل له خوا په قطر ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د قطر د ملي حاکمیت او امنیت سرغړونه بللې ده.

د چین حکومت ویاند لین جیان په خپله ایکس پاڼه، د دې برید له امله د منځني ختیځ په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي، دغه برید د غزې د اوربند خبرو ته جدي زیان رسولی او د سیمې د سولې هڅې یې په خطر کې اچولې دي.

نوموړي د اسراییل په ګډون ټولو اړخونو ته غږ کړی چې د کړکېچ د پای ته رسولو او د خبرو د بیا پیل لپاره هڅې وکړي، نه دا چې د جګړې د پراخېدو سبب شي.

امیر خان متقي؛د متحده عربي اماراتو د سفیر سره کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو له تلونکي سفیر عیسی سالم محمد الظاهري سره تودیعي لیدنه کړې.

متقي د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د سفیر د ماموریت هڅې یې وستایلې.

نوموړي هیله وښوده چې اړیکې به په راتلونکي کې لا پیاوړې شي.

د اماراتو سفیر د افغانستان او اماراتو اړیکې دوستانه وبللې او ویلي يي دي چې دوه اړخیزه همکاري به تلپاتې وي.

یحیئل لایتر:د حماس خلاصون نشته، بیا بیا یې هم هدف ګرځوو

0

په امریکا کې د اسرایل سفیر یحییئل لایتر د فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي چې اسرایل به د حماس پر اهدافو بریدونه روان وساتي.

نوموړي ویلي، که د دوحې په وروستي برید کې ځینې موخې له لاسه ورکړل شوې وي، بل ځل به ورته ورسیږي.

لایتر زیاته کړې چې حماس د اسرایل لخوا خبرداری ترلاسه کړی دی.

هغه د امریکا او اسرایل ترمنځ د نږدې همکارۍ په اړه هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه به د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې خپل ګډ فعالیتونه جاري وساتي.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دوحې په برید کې د اسرایل د عمل پر څرنګوالي خوښ نه دی.

ګلبدین حکمتیار:عرب هیوادونه دې له امریکا سره په اړیکو بیاځلې غور وکړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي په قطر کې د حماس په دفتر برید د امریکا له موافقې پرته ناشونې دی.

ښاغلي حکمتیار ویلي که امریکا موافق نه وای نو څنګه یې په امریکایي پوځي اډې ایراني توغندي شنډ کړل؟

د حزب اسلامي امیر ویلي، واشنګټن نه یوازې دا برید ونه وغنده، بلکې ملاتړ یې وکړ.

حکمتیار زیاته کړه: «نه امریکایي اډې د قطر خپلواکي خوندي کړه، نه یې د فضایي حریم دفاع کړې، او نه یې د بهرني یرغل مخه نیولې ده.»

نوموړي پر عربي هېوادونو غږ کړی چې له امریکا سره خپلې اړیکې له سره وارزوي او په ګډه د امریکایي اډو ایستلو پرېکړه وکړي.