چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 414

د ملګرو ملتونو ۸۰یمه کالیزه؛یوناما وایي، په دې ورځ د دغه سازمان منشور نندارې ته اېښودل کېږي

د جون په ۲۶مه د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰ کاله پوره شول.

د ۱۹۴۵ میلادي کال په همدې ورځ، د ۵۱ هېوادونو استازو په سانفرانسیسکو ښار کې د دې سازمان منشور لاسلیک کړ.

یوناما وایي، د دې مهمې کلیزې په مناسبت، د ملګرو ملتونو اصلي منشور د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته ایښودل شوی دی.

افغانستان یو کال وروسته، د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د منشور له لاسلیکولو سره، د دې سازمان دائمي غړی شو.

غزه؛د اسراییلو د بریدونو له امله له ۸۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي

الجزیرې د غزې د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو له بریدونو څخه لږ تر لږه ۸۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان دي.

له دې سره هم‌مهاله، د لویدیځې غاړې په کفر ملک کلي کې د اسراییلي مېشتو لخوا د فلسطینیانو پر کورونو برید شوی، چې درې تنه پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، اسرائیلو د خلکو کورونه او موټر هم سوځولي دي.

سراج الدین حقاني:د «اسلامي امارات» له لوري عمومي عفوه ښه تطبیق شوې او دښمنۍ ورورولي ته اوښتې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په کاپيسا کې یوې غونډې ته ویلي، چې د عمومي عفوې فرمان په تېرو نږدې څلورو کلونو کې ښه تطبیق شوی او دښمنۍ دوستۍ ته بدلې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هر وګړي ونډه د ټولنې اصلاح او د حکومت پیاوړتیا لپاره مهمه ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې حقاني د طالبانو حکومت ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له خپل صلاحیت څخه په سالمه توګه، د شریعت مطابق استفاده وکړي او خدماتو کې موثریت او مسؤلیت ته ژمن پاتې شي.

شهاب‌الدین دلاور:د امریکا په الوتکو کې له ویزې او پاسپورت پرته وتلي افغانان کډوالو کې نه شمېرو

د طالبانو حکومت د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شېخ شهاب الدین دلاور وایي، په امریکایي الوتکو کې له ویزې او پاسپورت پرته وتلي افغانان کډوالو کې نه شمېرل کېږي.

نوموړي تېره ورځ کابل کې یو کنفرانس ته ویلي، چې له «اسلامي امارت» څخه بل ملک ته هجرت په هجرت کې نه حسابیږي.

دلاور زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» د زده‌کړو او اقتصاد برخه کې تر بل هر څه زیات کار کړی او هغه څوک چې له افغانستان څخه ځي، هیڅ ډول اقتصادي ستونزې نه لري.

اسټیو ویتکاف:امریکا ته یو اټومي وسله لرونکی ایران د زغملو نه دی

د منځني ختیځ په چارو کې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازي سټیو ویتکاف ويلي، چې د ايران د هستوي غني‌سازۍ او وسلوالېدو موضوع د امریکا لپاره “سره کرښه” ده.

نوموړي د سي‌ان‌بي‌سي سره په مرکه کې ويلي چې له تهران سره د يو جامع سولې تړون هیله لري؛ خو زياته کړې، چې نشي کولای یو اتومي وسله لرونکی ایران وزغمي.

د نوموړي په خبره، د ایران وسله وال کېدل به ټولې سيمې ته بې‌ثباتي راولي.

د ترکیې ولسمشر؛له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې F-35 جنګي جیټ الوتکې پرې وپلوري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د F-35 الوتکو پر پېرلو خبرې کړې.

اردغان دا الوتکې د خپل هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره یوه اړتیا بللې.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل د ایران پر وړاندې جګړه کې له همدغو الوتکو کار اخیستی؛ خو راپورونه وایي، چې ایران بیا درې دغه ډول الوتکې راغورځولې دي.

ذبیح الله مجاهد:د نجونو زده کړې د شریعت له مخې بندې شوي او شرعي حللارې ته اړتیا لري

د طالبانو حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد بي‌بي‌سي ته په مرکه کې ويلي چې د نجونو زده کړې د شريعت له مخې بندې شوې دي او د بيا پيل لپاره يې شرعي حللارې ته اړتیا ده.

نوموړي ویلي، دا يوه شرعي مسئله ده او بايد شرعي حللاره ورته پيدا شي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ويلي و چې د دې موضوع لپاره يوه کمېټه جوړه شوې؛ خو تر څلور کلونو وروسته هم لا کوم عملي اقدام نه دی شوی.

ډونالډ ټرمپ:نتانیاهو یو قهرمان دی او باید د هغه محاکمه سمدستي لغوه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د روانې قضیې په تړاو د هغه د محاکمې د لغوه یا عفوې غوښتنه کړې ده.

ټرمپ د “تروث سوشیال” په نوم خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د نتانیاهو محاکمه باید سمدستي لغوه او یا دې ورته عفو ورکړل شي.

هغه نتانیاهو “یو ستر قهرمان” بللی.

نتانیاهو له ۲۰۱۹ راهیسې د بډو، درغلیو او د عامه باور د ناوړه استفادې په تور تر قضايي تعقیب لاندې دی، خو نوموړی دا تورونه ردوي.

د هغه محاکمه له ۲۰۲۱ راهیسې روانه ده، او راپورونه وایي چې د قضیې نوې څېړنې د جون په درېیمه پیل شوې او ښايي تر یو کال پورې دوام وکړي.

د عباس ستانکزي ۵ میاشتنې غیابت؛ذبیح الله مجاهد وایي لاهم په رخصتۍ کې دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په تازه مرکه کې ویلي چې د دوي د حکومت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی له تیرو پنځو میاشتو راهیسې په رخصتۍ کې دی او لا هیواد ته نه دی ستون شوی.

ذبیح الله مجاهد د شیر محمد عباس ستانکزي د دندې په اړه وویل چې هغه د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال دی خو په رخصتۍ تللی او تر اوسه نه دی راغلی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه د نجونو د زده کړې په اړه خبرو کې وویل چې لا هم هڅه کوي چې دې مسلې ته شرعي حل لاره وباسي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د نجونو د زده کړې مسله حساسه ده او باید اساسي کار ورته وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د ناټو د سرمنشي خبرې شرمونکې او د جنایت څخه د دوام په معنا دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د ناټو د سرمنشي “مارک روته” څرګندونې په کلکه رد کړې چې د ایران په هستوي تاسیساتو برید یې حیاتي اقدام بللی وو.

بقایي وویل دا دریځ “شرموونکی، کرکجن او غیرمسؤلانه” دی.

بقايي وویل: “څوک چې له ظلم او بې‌عدالتۍ ملاتړ کوي، د اخلاقو او شرافت نه خالي دی، او که څوک له جنایت سره ولاړ وي، د جرم شریک ګڼل کېږي.”

یاده دې وي چې د ناټو سرمنشي مارک روته، د امریکا لخوا د ایران د اټومې تاسیساتو له منځه وړل یو حیاتي ګام ګڼلی و.