چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 413

عصمت الله ارګاشیف؛ازبکستان کې د سویس له سفیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشیف په تاشکند کې د سویس له سفیر کنستانتین اوبولنسکي سره لیدنه کړې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو د افغانستان په تړاو د همکاریو پر امکاناتو او د منځنۍ آسیا د اوبو د سرچینو د مدیریت پر موضوعاتو مفصلې خبرې کړې دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې سیمه ییز هېوادونه د افغانستان د وضعیت، بشري مرستو او امنیتي مسائیلو په اړه وخت ناوخت اندېښنې شریکوي.

یو ټپي ځوان؛د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ډاکترانو د بې غورۍ له امله ساه ورکړه

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا ریاست ډاکټرانو یو ژوندی ټپي ځوان چې د مړي ګمان يې پری کړی د بې پروایې له امله یوه شپه د مړو په یخچال کې ساتلی، او په سبا یې ژوندی جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

د ایاز کورنۍ چې کله جسد کور ته راوړي د هغه زړه او بدن ولړزیږي، او کورنۍ یې بیا ژوندی جسد عامې روغتیا ریاست ته انتقالوي، چې دا ځل ایاز د ډاکترانو د بې پروایي له امله ساه ورکوي.

ځوان ایاز د لفظي شخړې وروسته په چاقوانو ټپي شوی و.

دهغه کورنۍ وایي:«کله مو چې جسد کور ته راوړ، سترګې او د بدن غړي یې په حرکت راغلل؛ له ژغورنې وروسته چې بېرته روغتون ته وړل شوی، د ډاکټرانو د نه‌پاملرنې له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.»

کورنۍ یې او د ټولنیزو رسنیو فعالان دا پېښه د ډاکترانو بې‌پروايي بولي.

سپاه پاسداران:پر دوښمن مو وروستی برید دومره زورور و، چې د اوربند چیغې یې راووتلې

د ایران سپاه پاسداران (IRGC) ویلي، چې دوی وروستی سخت توغندیز برید کړی چې د اسراییلو سره د اوربند سبب شو.

دوی دا برید دومره شدید بللی، چې په خبره یې، د دښمن د اوربند چیغې یې راووتلې.

سپاه زیاته کړې، چې د امریکا پوځ ونشو کولی وضعیت ته بدلون ورکړي او په قطر کې د العُدید اډې باندې د ایران غچ اخیستونکی برید یې د ایران ځواک ښودنه بللې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی به په آرام پاتې نشي او ژمنه یې کړې چې له سیمې د امریکا اېستل به تل تعقیبوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:د مسکو هوایي ډګر کې د وهل شوي افغان ماشوم قضیه تر تعقیب لاندې ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې افغان سفارت د یوه دوه کلن افغان ماشوم د وهلو پېښه څېړلې.

یاد وزارت ویلي، چې ماشوم اوس ښه روغتیایي وضعیت لري او وزارت به یې په ټول توان درملنه او قضیې تعقیب کړي.

یاد ماشوم د مسکو په هوایي ډګر کې د یو بلاروسي سړي له لوري بې له کوم دلیله پر ځمکه ویشتل شوی و.

د تهران والي:د غیر قانوني کډوالو د اېستلو بهیر مو څلور برابره چټک کړی

د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې دغه ښار کې د بهرنیو وګړو نیول او اېستل څلور برابره زیات شوي دي.

هغه ویلي، چې د “ناقانونه بهرنیانو” پر وړاندې به عملیات دوام لري.

نوموړی وایي، تهران کې په ناقانونه توګه مېشتېدل په هیڅ ډول د منلو نه دي.

معتمدیان زیاتوي، د پلازمېنې امنیت یې سره کرښه ده او د ناقانونه بهرنیانو د ورتګ او اوسېدو په برخه کې به هیڅ ډول زغم ونه لري.

روسیه:افغانستان لا هم سیمې او نړۍ ته ګواښ دی

د روسیې د دفاع وزیر، آندری بلوسوف، ویلي چې له منځني ختیځه ترهګریزې ایډیولوژۍ پراخېږي او وسله‌وال کسان لا هم افغانستان ته انتقالېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې دوامداره بې‌ثباتي د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره د ترهګرۍ او سرحدي جرمونو یوه لویه سرچینه ده.

هغه د شانګهای همکاریو سازمان له غړو وغوښتل، چې له افغانستان، سوریې او اوکراین څخه د پېښو خطرونو پر وړاندې خپلې ګډې هڅې پراخې کړي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای:پراسرائیلي رژیم د بریا مبارکي وایم

‏د ايران مذهبي مشر، علي خامنه‌اي، د اسرائيل پر وړاندې د روانې جګړې له پیله په خپل درېيم ویډیويي پيغام کې ویلې، که امریکا پوځي مداخله نه وای کړې د اسرائیل حالت به تردې ډیر خراب وای.

خامنه‌ای ویلي، زموږ پرلپسې ځوابي بریدونو امریکا وویروله، او مداخله یې وکړه ترڅو اسرائیل د ایران له توغندیز بریدونو څخه خلاص کړي.

نوموړي وويل: «سره له دومره شور او ادعا، اسرائيل د ایران د اسلامي جمهوريت تر بریدونو لاندې وپرځېد او مات شو.»

په ورته وخت کې، هغه د ټولنیزې شبکې “ایکس” له لارې د «اسرائيل پر وړاندې د بريا» پیغام هم خپور کړی او خپلو پلویان ته یې د دې بریا له امله مبارکي ورکړه.

د هند دفاع وزارت: د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هند ملاتړ بې بدیله دی

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ ویلي، چې هند تل د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات ملاتړ کړی دی.

هغه د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته زیاته کړې، چې هند د افغانستان ستر پراختیایي شریک په توګه د افغانانو د پیاوړتیا هڅو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو ۸۰یمه کالیزه؛یوناما وایي، په دې ورځ د دغه سازمان منشور نندارې ته اېښودل کېږي

د جون په ۲۶مه د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰ کاله پوره شول.

د ۱۹۴۵ میلادي کال په همدې ورځ، د ۵۱ هېوادونو استازو په سانفرانسیسکو ښار کې د دې سازمان منشور لاسلیک کړ.

یوناما وایي، د دې مهمې کلیزې په مناسبت، د ملګرو ملتونو اصلي منشور د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته ایښودل شوی دی.

افغانستان یو کال وروسته، د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، د منشور له لاسلیکولو سره، د دې سازمان دائمي غړی شو.

غزه؛د اسراییلو د بریدونو له امله له ۸۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي

الجزیرې د غزې د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو له بریدونو څخه لږ تر لږه ۸۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان دي.

له دې سره هم‌مهاله، د لویدیځې غاړې په کفر ملک کلي کې د اسراییلي مېشتو لخوا د فلسطینیانو پر کورونو برید شوی، چې درې تنه پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، اسرائیلو د خلکو کورونه او موټر هم سوځولي دي.