چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 412

د اسرائیل پوځ:اسرائیل کې د ایران د بریدونو له کبله ۲۹ کسان وژل شوي

د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې د ایران د وروستیو توغندیزو او ډرون بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۹ اسرائیلي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان او بې‌کوره شوي دي.

د دوی په وینا، ایران ۵۳۰ توغندي او ۱۱۰۰ ډرونونه توغولي چې ډېری یې شنډ شوي دي.

د اسرائیلي پوځ ویاند کمال پنحاسي ویلي چې د اسرائیلي هوایي ځواکونو ځوابي بریدونو کې د ایران د وسلو زېرمې، توغوونکي، او تولیدي مرکزونه په نښه شوي دي.

یاد پوځ وايي چې دې بریدونو کې یې د ایران “ستر پلان شوی برید” شنډ کړی دی.

امریکایي چارواکي:د ایران د غني‌شوي یورانیمو سرنوشت لا هم مبهم دی

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له څو ورځنیو ارزونو وروسته هم دا نه‌ده روښانه چې د امریکا له بریدونو وروسته د ایران د غني‌شوي یورانیمو برخلیک څه ډول دی.

راپور زیاتوي چې د اروپایي چارواکو د لومړنیو ارزونو له مخې، ایران ښايي د لوړې کچې غني‌شوي یورانیم زېرمتونونو ته انتقال کړي وي؛ خو دا معلومات لا هم لومړني دي او د یورانیمو دقیق ځای معلوم نه دی.

دغه‌راز، لوېدیځ چارواکي وايي ښايي کلونه وخت ونیسي چې د ایران زیانمن شوي اټومي تاسیسات بېرته فعاله شي.

ایلن ماسک خامنه‌یي ته:امریکا شیطان بزرګ دی، که ته تر ټولو ستر شیطان؟

امریکایي میلیاردر ایلان ماسک د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌اي د یو ګواښونکې پوسټ په غبرګون کې په کنایه ویلي: «امریکا شیطان بزرگ ده، که تر ټولو لوی شیطان؟»

دا څرګندونې ماسک هغه مهال کړي، کله چې خامنه‌اي په ایکس کې اسراییل ته خبرداری ورکړی و، چې که پر ایران حمله وکړي، درنه بیه به پرې کړي.

د «شیطان بزرگ» اصطلاح لومړی ځل د ایران بنسټ‌ګر آیت‌الله خمیني د امریکا لپاره کارولې وه.

ذبیح الله مجاهد؛افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د کانګرس ادعا رد کړه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه تازه ټویټ کې د امریکا د استازو جرګې له‌خوا هغه شوې ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې بهرنۍ وسله‌والې ډلې شتون لري یا له هغه ځايه نورو ته ګواښ متوجه دی.

مجاهد لیکلي چې افغانستان یو «واحد او قوي حکومت» لري، چې پر ټول هېواد بشپړ واک او کنټرول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخیستل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا کانګرس ځینو غړو تازه ادعا کړې وه چې ګواکې افغانستان کې لا هم د ترهګرو ډلو فعالیت شته.

د اسراییل د پوځ ویاند:ایران سره جګړه کې مو بشپړه هوایي برتري ترلاسه کړې وه

د اسراییل د پوځ ویاند دانیال هاګاري ویلي، چې ایران سره “۱۲ ورځنۍ جګړه” کې یې بشپړه هوایي برتري ترلاسه کړې وه.

د هاګاري په وینا، اسراییلي ځواکونو په دې عملیاتو کې له ۳۵ زیات توغندیز مرکزونه او ۲۰۰ د توغندیو توغولو مېدانونه بمبار کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې تر ۸۰ ډېر د هوايي دفاع سیستمونه، ۱۵ الوتکې او ۶ پوځي هوايي ډګرونو باندې بریدونه تر سره کړي.

د معلوماتو له مخې، سلګونه تنه نظاميانو په شمول ۳۰ لوړپوړي قومندانان، په نښه او له منځه وړل شوي.

جرمني؛یو افغان کډوال د پولیسو له‌خوا ووژل شو

د جرمني په جنوبي ښار وانګن کې یو ۲۷ کلن افغان کډوال هغه مهال ووژل شو، چې د راپورونو له مخې، هڅه یې کوله پر پولیسو د چړې برید وکړي.

نړۍوالو رسنیو د جرمني د پولیسو په حواله ویلي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دوه پولیس افسران دغه افغان د یو شمېر تورونو له امله زندان ته لېږدول.

پولیسو ویلي، چې د برید پر مهال یو افسر سخت ټپي شوی دی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.

د پېښې نور جزئیات تر دې دمه نه‌دي خپاره شوي، خو پلټنې روانې دي.

عصمت الله ارګاشیف؛ازبکستان کې د سویس له سفیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشیف په تاشکند کې د سویس له سفیر کنستانتین اوبولنسکي سره لیدنه کړې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو د افغانستان په تړاو د همکاریو پر امکاناتو او د منځنۍ آسیا د اوبو د سرچینو د مدیریت پر موضوعاتو مفصلې خبرې کړې دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې سیمه ییز هېوادونه د افغانستان د وضعیت، بشري مرستو او امنیتي مسائیلو په اړه وخت ناوخت اندېښنې شریکوي.

یو ټپي ځوان؛د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ډاکترانو د بې غورۍ له امله ساه ورکړه

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا ریاست ډاکټرانو یو ژوندی ټپي ځوان چې د مړي ګمان يې پری کړی د بې پروایې له امله یوه شپه د مړو په یخچال کې ساتلی، او په سبا یې ژوندی جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

د ایاز کورنۍ چې کله جسد کور ته راوړي د هغه زړه او بدن ولړزیږي، او کورنۍ یې بیا ژوندی جسد عامې روغتیا ریاست ته انتقالوي، چې دا ځل ایاز د ډاکترانو د بې پروایي له امله ساه ورکوي.

ځوان ایاز د لفظي شخړې وروسته په چاقوانو ټپي شوی و.

دهغه کورنۍ وایي:«کله مو چې جسد کور ته راوړ، سترګې او د بدن غړي یې په حرکت راغلل؛ له ژغورنې وروسته چې بېرته روغتون ته وړل شوی، د ډاکټرانو د نه‌پاملرنې له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.»

کورنۍ یې او د ټولنیزو رسنیو فعالان دا پېښه د ډاکترانو بې‌پروايي بولي.

سپاه پاسداران:پر دوښمن مو وروستی برید دومره زورور و، چې د اوربند چیغې یې راووتلې

د ایران سپاه پاسداران (IRGC) ویلي، چې دوی وروستی سخت توغندیز برید کړی چې د اسراییلو سره د اوربند سبب شو.

دوی دا برید دومره شدید بللی، چې په خبره یې، د دښمن د اوربند چیغې یې راووتلې.

سپاه زیاته کړې، چې د امریکا پوځ ونشو کولی وضعیت ته بدلون ورکړي او په قطر کې د العُدید اډې باندې د ایران غچ اخیستونکی برید یې د ایران ځواک ښودنه بللې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دوی به په آرام پاتې نشي او ژمنه یې کړې چې له سیمې د امریکا اېستل به تل تعقیبوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:د مسکو هوایي ډګر کې د وهل شوي افغان ماشوم قضیه تر تعقیب لاندې ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په مسکو کې افغان سفارت د یوه دوه کلن افغان ماشوم د وهلو پېښه څېړلې.

یاد وزارت ویلي، چې ماشوم اوس ښه روغتیایي وضعیت لري او وزارت به یې په ټول توان درملنه او قضیې تعقیب کړي.

یاد ماشوم د مسکو په هوایي ډګر کې د یو بلاروسي سړي له لوري بې له کوم دلیله پر ځمکه ویشتل شوی و.