پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 412

د شیخ هبت‌الله؛د حکم پر اساس یو لړ نوې ادارې ټاکنې اعلان شوې

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم په اساس تازه یو لړ ټاکنې شوي.

د دغه حکم پر اساس مولوي ضیاءالرحمن مدني، د لوګر پخوانی والي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، مولوي ګل زرین، د کوچیانو د سمون چارو پخوانی رئیس، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا معین، مولوي محمود شاه زاهد، د چارو ادارې د مالي او اداري چارو پخوانی مرستیال، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال، مولوي سیدحسن شاه آغا، د کندهار د حکمونو د تعقیب ریاست پخوانی مرستیال، د چارو ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.

د دغه حکم له مخې، قاري صلاح‌الدین ایوبي، د زابل پخوانی امنیه قومندان، د لوګر نوی والي، ملا محمد یونس مخلص، د کابل ولایت پخوانی مرستیال، د کورنیو چارو وزارت مشاور، مولوي جمال‌الدین وهاج، د ارزګان د استخباراتو پخوانی رئیس، د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر شو.

محمد اشرف غني:مطیع الله تراب په فقیرۍ کې ستر شو؛ وپایید او ومنل شو

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حماسي شاعر مطیع الله تراب پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی د ولس د حماسې غږ و.

ښاغلي غني په خپل غږیز پیغام کې تراب یو صادق شاعر بللی او ویلي چې تراب په فقیرۍ کې ستر شو؛ وپایید او ومنل شو.

نوموړي د مطیع الله تراب کورنۍ او خواخوږو ته تسلیت ویلی.

د یادونې ده چې مطیع الله تراب وړمه شپه د زړه د حملې له کبله په روغتون کې ساه ورکړه او تېره ورځ د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

ایراني استخباراتو؛د سارا ګوهري په نوم یوه افغانه محصله نیولې

‏د بشري حقونو یو ایراني سازمان “هه‌نگاو” ویلي، چې د افغانستان یوه محصله سارا ګوهري د سرطان په ۱۵مه د تایباد په پوله د ایران د استخباراتو ځواکونو نیولې او ناڅرګند ځای ته یې وړې ده.

راپور زیاتوي چې هغې مخکې له نیول کېدو په خپل انسټاګرام کې لیکلي و، چې د افغان کډوالو په اړه د خپلواکې څېړنې لپاره تایباد ته ځي.

دغه سازمان وایي، له نیول کېدو لس ورځې تېرې شوې، خو لا هم د هغې د بند ځای، نیول کېدو لامل او سرنوشت په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې سارا ګوهري د تهران پوهنتون د ټولنپوهنې محصله ده.

اسراییلو؛په دمشق کې د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوايي بریدونه کړي

0

د اسراییلو پوځ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوايي بریدونه کړي دي، او هم‌مهاله یې په جنوبي ښار سوېدا کې د سوریې ځواکونو پر پوستو بریدونه دوام لري.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اسراییلو ګواښ وکړ، که د سوریې حکومتي ځواکونه له جنوب نه و نه وځي، بریدونه به پراخ کړي.

اسراییلي چارواکو ویلي، دا بریدونه به څو ورځې دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، د سوریې پوځ اوس د اسراییلو پر ضد د غبرګون وړتیا نه لري.

علي خامنه‌اي:ایران له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا له ایران سخته وېره لري

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي له اسراییلو سره د وروستۍ نښتې په اړه ویلي، چې د دغه هېواد بریدونه باید له حقوقي لارو تعقیب شي.

هغه د چارشنبې په ورځ د ایران له عدلي او قضايي چارواکو سره په لیدنه کې وویل، د اسراییلو مشران باید حساب ورکړي، حتی که دا کار شل کاله وخت ونیسي.

خامنه‌یي قطر کې د امریکا پر اډې د برید په اړه زیاته کړه چې د برید هدف، د امریکا یو ډېر مهم پوځي مرکز و او ایران ورته ستر زیان رسولی.

هغه ویلي، کله چې د سانسور خنډونه لرې شي، نړۍ به وويني چې ایران څومره لویه ضربه ورکړې.

د ایران مشر ټینګار وکړ چې هېواد یې له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا ده چې له ایرانه وېرېږي.

د قرغیزستان د ملي امنیت شورا منشي:د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه منطقي ده؛ خو نور هېوادونه دې خپلواکه پرېکړه وکړي

د قرغیزستان د ملي امنیت شورا منشي، باکتیبک بکبولوتوف، د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل یو نیک اقدام بللی؛ خو ویلي یې دي، چې دا په دې معنی نه دی، چې نور هېوادونه هم باید طالبان ژر تر ژره په رسمیت وپېژني.

نوموړي ویلي، هر هېواد د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تصمیم نیسي.

هغه زیاته کړې چې قرغیزستان هم، د نورو سیمه‌ییزو هېوادونو په څېر، له طالبانو سره یو عمل‌محور سیاست مخ ته وړي.

بکبولوتوف ویلي، روسیې د طالبانو رسمیت پېژندنه ځکه منطقي بللې چې دا کار به د سیمې امنیت ته ګټه ورسوي او د افغانستان وضعیت به ثبات ومومي.

نوموړي دا هم ویلي، د امنیتي تړون د غړو هېوادونو د شورا په وروستۍ غونډه کې ټینګار وشو چې باید له طالبانو سره، د نړیوالو ژمنو د درناوي تر څنګ، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مرسته وشي.

جرمني؛د طالبانو حکومت د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې له پرېکړې هرکلی کړی

د جرمني حکومت د نړیوالې جزایي محکمې هغه پرېکړه ستایلې، چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د هغوی د قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر یې کړی دی.

د جرمني د بشري حقونو استازي لارس کاستلوچي ویلي، طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي او دا کار باید بې‌غبرګونه پاتې نه شي.

نړیوالې محکمې دا دواړه د «بشریت ضد جرمونو» په تور تورن کړي دي.

کاناډا او بریتانیا هم د دې پرېکړې ملاتړ کړی.

دوی ویلي، د طالبانو حکومت له لوري د ښځو پر ضد چلند اندېښمن کړي او له طالبانو غواړي چې د ټولو افغانانو حقونو ته پام وکړي.

د امریکا فدرالي تحقیقاتو اداره:پاکستان کې د ایران سفیر او د ایران د استخباراتو دوه چارواکې زمونږ ترڅار لاندې دي

0

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف‌بی‌آی) ویلي، چې پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، او د ایران د استخباراتو دوه لوړپوړي چارواکي د دوی تر څار لاندې دي.

امریکايي چارواکي وایي، دا درې کسان د اف‌بی‌آی د پخواني کارکوونکي رابرت لوینسون په تري‌تم کېدو کې لاس لري.

لوینسون په ۲۰۰۷ کال کې د ایران کیش ټاپو ته له سفر وروسته ورک شو.

اف‌بی‌آی وايي، دې کسانو هڅه کوله چې د لوینسون د ورکیدو پړه په پاکستان کې یو ترهګریزې ډلې واچوي، او د ایران رول پټ کړي.

د امریکا حکومت د لوینسون د موندلو، راستنولو یا د هغه د برخلیک مالومولو لپاره تر ۲۵ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

د طالبانو حکومت:د کانکور پوښتنو بانک ته ۴۰ زره نوې پوښتنې زياتې شوې

د طالبانو حګومت تر واک لاندې د ملي امتحانونو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي، چې د تېر کال په ترڅ کې د کانکور د ازموينې پوښتنو بانک ته ۴۰ زره نوې پوښتنې ورزياتې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس پوښتنې په پښتو او دري جلا جلا چمتو کېږي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال ۷۰ ډلو ازموينې ورکړې او له ۲۱ زره زیات کسانو نه ازموينه واخېستل شوه.

په دغو ازموينو کې کانکور، ديني مدرسې، ايګزټ او تخصصي ازموينې شاملې دي.

هلمند ـ واشېر؛د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه وژل شوي

د هلمند د واشېر ولسوالي مربوطاتو کې د کابل هرات پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله يوولس تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ځايي مسوولینو ویلي، چې پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پېښې علت د موټر چلوونکو بې غوري بلل شوې ده.