یکشنبه, جون 7, 2026
Home Blog Page 411

نیوزیلېنډ؛په اوکلېنډ کې د فلسطین د ملاتړ لپاره لسګونه زره کسان سړکونو ته راوتلي

0

د راپورونو له مخې، د نیوزیلېنډ په اوکلېنډ ښار کې زرګونو کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریون کړی دی.

د لاریون تنظیموونکي وايي شاوخوا ۵۰ زره کسان راوتلي؛ خو پولیس دا شمېر ۲۰ زره ښيي.

لاریونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او شعارونه یې ورکړي؛ خو کومې ګډوډۍ نه دي رامنځته شوي.

په همدې حال کې بیا د نیوزیلېنډ لومړي وزیر د اسرائیل تګلاره د شرم وړ بللې ده.

زلمي خلیلزاد؛د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسید

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی.

حماسه میډیا ته سرچینو ویلي چې خلیلزاد به د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره ناستې او خبرې وکړي.

دا چې د خلیلزاد کابل ته سفر د کومې موخې لپاره دی تر دې دمه نور جزیات نه دي څرګند شوي.

جنوبي وزیرستان؛علي‌وزیر ولسوالۍ کې پر پوځ د ټي‌ټي‌پي برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او ۴ ټپیان دي

0

د جنوبي وزیرستان علي‌وزیر ولسوالۍ کې د بادار درې په سیمه کې پر یو پوځی کاروان برید کې لږ تر لږه ۱۲ پوځيان وژل شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، برید د کمین په ډول ترسره شوی و.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې جنګیالیو یې د پوځ وسلې هم له ځان سره وړي دي.

دا د ۲۰۲۴ د ډسمبر وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې، هغه مهال هم د ټي‌ټي‌پي په ورته برید کې ۱۶ پوځيان وژل شوي وو چې ورسره هممهاله د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره ترسره شول.

روسیه؛کامچاتکا سیمه کې ۷.۴ درجې زلزله شوې

0

د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا سیمې په ساحلي برخه کې ۷.۴ درجې زلزله شوې.

د زلزلې مرکز د پیتروپاولوسک-کامچاتسکي ښار څخه شاوخوا ۱۱۲ کیلومتره لرې د ۳۹ کیلومتره په ژوروالي رامنځته شوې.

له پیښې وروسته د سونامي لومړنی خبرداری هم خپور شوی و خو څو ساعته وروسته لغوه شو.

د زلزلې د اووښتو تلفاتو په اړه تر دې دمه د زیان یا مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

کونړ؛د شیګل ولسوالۍ د څارنې د مدیریت رییس او زوی یې کور کې د چاودنې له امله وژل شوي

په کونړ ولایت کې د شیګل ولسوالۍ د طالبانو حکومت د څارنې د مدیریت رییس شبیر احمد د خپل کور دننه د چاودنې له امله وژل شوی دی.

د پېښې په ترڅ کې د نوموړي زوی هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي سرچینو ویلي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ده په کور کې ایښودل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.

تر اوسه سیمه‌ییزو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

وای‌نټ:پر قطر د اسرائیل برید د ناسمو استخباراتي معلوماتو له امله ناکام شو

0

د وای‌نټ د راپور له مخې، د قطر یوه لوړپوړي سرچینې ویلي چې د حماس مشران په دوحه کې پر ځای نه وو چېرته چې د اسراییلو برید شوی و.

وای‌نټ زیاته کړې چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو د نیمګړتیا له امله ناکام شول.

ویل شوي که د قطر یو لوړپوړی چارواکی، چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اړیکو مسوول دی، په دغه ځای کې موجود وای، برید به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر ستر کړکېچ رامنځته کړی وای.

د اسراییلو څلورو امنیتي چارواکو وای‌نټ ته ویلي چې د قطر پر ضد د برید پرېکړه په اسراییلو کې د سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

البانیا؛د نړۍ په کچه لومړی هیواد شو چې د مصنوعي ځیرکتیا جوړه وزیره یې وټاکله

0

البانیا د نړۍ په کچه لومړی هېواد شو چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ یې وزیره ټاکلې ده.

د دې نوې وزیرې نوم «دیلا» دی چې د عامه تدارکاتو د څارنې او د فساد ضد مبارزې لپاره ټاکل شوې ده.

د البانیا لومړي وزیر اېدي راما ویلي، دیلا به د قراردادونو پروسه له رشوت، فشار او اړیکو پالنې خوندي کړي او د تدارکاتو بهیر به شفاف او چټک کړي.

دیلا تر دې وړاندې د “e-Albania” په ډیجیټلي پلاتفورم کې د یو میلیون څخه ډېر غوښتنلیکونه پروسس کړي دي.

خو په البانیا کې د دې نوښت په اړه نظرونه وېشلي دي.

د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند دا کار «چټي» بللی، خو یو شمېر شنونکي وايي که په سمه توګه مدیریت شي، کولی شي د شفافیت او د خلکو د باور زیاتولو کې مرسته وکړي.

مکرون:فرانسه به فلسطین په راتلونکو غونډو کې په رسمیت وپېژني

0

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نیویارک اعلامیه او د دوو هېوادونو د حل لاره تصویب کړه.

د دې بهیر مشري فرانسه او سعودي کوي او ۱۴۲ هېوادونو یې ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې ده د سپتمبر په ۲۲مه د دواړو هېوادونو په ګډ کنفرانس کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې وروستی لست اعلان شي.

مکرون ویلي، فرانسه به په راتلونکو غونډو کې فلسطین په رسمیت وپېژني او څو لوېدیځ هېوادونو یې ملاتړ کړی دی.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ قطر کې د اسرائیل د برید وروسته د دغه هېواد له لومړي وزیر سره لیدلي

0

رویټرز ته د سپینې ماڼۍ یوې سرچینې ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د وروستي برید څو ورځې وروسته د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په نیویارک کې د ماښام ډوډۍ خوړلې ده.

دغه برید چې د دوحې په ښار کې د حماس د مشرانو د ترور هڅه وه، د امریکا تر ملاتړ لاندې د غزې د اوربند هڅې له خطر سره مخ کړې.

سرچینې ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني اړیکه کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خپله ناخوښي څرګنده کړې او قطري لوري ته یې ډاډ ورکړی چې دا ډول بریدونه به نه تکرارېږي.

د غونډې پر مهال دواړو لورو د قطر د منځګړیتوب رول او امنیتي همکارۍ په اړه خبرې کړې.

ټرمپ د اسرائیل برید “یو اړخیز اقدام” بللی او ویلي چې دغه برید د امریکا او اسرائیل په ګټه نه دی.

ملګري ملتونه:افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته موږ د ژغورنې خدمتونه نه شو وړاندې کولای

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځینه کارکوونکو د بندیزونو له امله د ژغورنې اړین خدمتونه ځنډېدلي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ټینګار کړی چې د ښځو له ګډون پرته مرستندویه پروګرامونه عملي کېدلای نه شي.

د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ طالبانو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې له دفترونو منع کړې، چې ورسره د نقدو مرستو وېش او د بېرته ستنو شویو لپاره د ملاتړ مرکزونه وتړل شول.

ملګرو ملتونو ویلي، یوازې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي، چې ډېری یې د خپلې خوښې خلاف دي، او د بېرته ستنېدونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.