شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 41

د هوا پېژندنې ریاست:سبا د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران احتمال موجود دی

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې د هېواد په شاوخوا ۲۳ ولایتونو کې به سبا د واورې، باران، تالندې او تېزو بادونو امکان موجود وي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، کابل، لغمان، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، هرات، بادغیس او بدخشان د هغو ولایتونو له ډلې دي چې پکې د اورښتونو احتمال زیات ښودل شوی دی.

اسماعیل بقایي:پر اذربایجان، ترکیه او قبرس بریدونه د تهران له لوري نه دي شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جمهوري اذربایجان، ترکیه او قبرس ترسره شوي توغندي د ایران له خوا نه دي توغول شوي.

بقايي زیاته کړې: «موږ له سیمې هېوادونو غواړو چې اجازه ورنه کړي د دوی خاوره د امریکا لخوا ناوړه وکارول شي. دا غوښتنه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ده.»

هغه همداراز د امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي: «موږ داسې شرایطو کې یو چې له دفاع پرته بل څه ځای نه لري.»

د بنګله‌دېش حکومت:د انرژۍ د سپما لپاره دولتي او خصوصي پوهنتونونه د موقت وخت لپاره بندوو

د بنګله‌دېش حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سپما لپاره به د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه په موقتي ډول وتړي.

چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د نړیوالو سیاسي کړکېچونو او د سون توکو د بیو د لوړېدو له امله شوې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د بنګله‌دېش د حکومت په وینا، د پوهنتونونو تړل به د برېښنا مصرف کم کړي او د ښارونو په سړکونو کې د تګ راتګ د کمېدو له لارې به د سون توکو ضایع کېدل هم راکم شي.

چارواکو زیاته کړې چې له دې پرېکړې سره به د پوهنتونونو د اختر رخصتۍ هم له ټاکلي وخت څخه مخکې پیل شي او دا تګلاره به له نن ورځې په ټول هېواد کې عملي شي.

ایران؛په اصفهان او شاوخوا ښارونو کې د سپاه پاسداران اړوند مرکزونه هدف ګرځېدلي

د راپورونو له مخې د اصفهان په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په سهار سخت بریدونه شوي دي.

د ایران اینترنشنال د معلوماتو پر بنسټ، په سپاهان‌شهر سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند د امیرالمومنین پوهنتون هدف ګرځول شوی دی.

راپورونه دا هم وایي چې د اصفهان اړوند څو نور ښارونه او سیمې لکه دولت‌آباد، ملک‌شهر، کاوه، شاهین‌شهر، زرین‌شهر، محمودآباد او نجف‌آباد هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې د ذوب‌آهن، فولاد مبارکه او د دفاعي صنعتونو له سیمو څخه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

راپورونه:د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د تېلو بیه په چټک ډول لوړه شوې

د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د جګړې او په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله د نړیوالو بازارونو د خامو تېلو بیه په چټک ډول لوړه شوې ده.

راپورونه ښيي چې د یوه بېرل خامو تېلو بیه شاوخوا ۱۸ سلنه لوړه شوې او نږدې ۱۰۸ ډالرو ته رسېدلې ده، چې دا د ۲۰۲۲ کال د روسیې پر اوکراین یرغل راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

کارپوهان وایي د بیو د زیاتېدو تر ټولو مهم لامل د هرمز تنګي تړل کېدل دي.

دا تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او ویل کېږي چې د روانو نښتو له امله له تېرو لسو ورځو راهیسې تړلی پاتې دی.

د انرژۍ د بازار شنونکي خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې ښايي لا هم لوړې شي.

مسعود پزشکیان:د مجتبی خامنه‌يي ټاکنه د ایران لپاره نوې مرحله ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د مجتبی خامنه‌يي د دغه هېواد د نوي مذهبي مشر په توګه د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغه ته یې مبارکي ویلې ده.

پزشکیان په خپل پیغام کې ویلي چې د مجتبی خامنه‌يي ټاکل کېدل د ایران د خلکو لپاره د ځواک او وقار د نوې مرحلې پیل ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، دا پرېکړه د مشرتابه د خبرګانو شورا د اکثریت رایو پر بنسټ شوې ده.

د ایران ولسمشر زیاته کړې چې دا ټاکنه د ملي یووالي د پیاوړتیا نښه ده او کولای شي هېواد د بهرنیو فشارونو او ستونزو پر وړاندې لا پیاوړی کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران راتلونکی به د یووالي، همغږۍ او ګډ کار له لارې خوندي او باثباته پاتې شي.

ډونالډ ټرمپ د مجتبی خامنه‌يي د ټاکنې په اړه:«و به ګورو چې څه پېښېږي»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د نوي مذهبي مشر د ټاکل کېدو په اړه لنډ غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «و به ګورو چې څه پېښېږي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې مجتبی خامنه‌يي د ایران د مذهبي مشر په توګه وټاکل شو.

نوموړی د پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي زوی دی او راپورونه وایي چې د ایران د مشرتابه شورا د غړو د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره دې مقام ته رسېدلی دی.

د ایران د سیاسي بدلونونو دا پړاو د نړیوالو له نږدې څار لاندې دی او ګڼ هېوادونه د تهران د نوي مشرتابه د تګلارو او راتلونکو پرېکړو په اړه د وضعیت ارزونه کوي.

مجتبی خامنه‌يي څوک دی؟د ایران د نوي مشر ژوند او سیاسي مخینه

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې مجتبی خامنه‌يي د خپل پلار علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مذهبي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د نوموړي د ټاکل کېدو په اړه له څو ورځو راهیسې اوازې روانې وې؛ خو دا پرېکړه د مارچ پر اتمه په رسمي ډول اعلان شوه.

د علي خامنه‌يي تر وژل کېدو وروسته د ایران د راتلونکي مشرتابه په اړه بېلابېل اټکلونه کېدل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم مخکې ویلي وو چې مجتبی خامنه‌يي د خپل پلار د ځایناستۍ له مهمو نوماندانو څخه ګڼل کېږي، خو هغه د داسې احتمالي ټاکنې مخالفت څرګند کړی و.

پټه او مرموزه څېره

مجتبی خامنه‌يي د ایران په سیاسي او مذهبي جوړښت کې له هغو څېرو څخه ګڼل کېږي چې ډېر وخت د عامو خلکو له سترګو پټې پاتې شوې دي.
هغه نه کومه لوړه حکومتي دنده لرلې او نه هم د رسنیو له لارې ډېر څرګند شوی دی.
سره له دې، د کلونو راهیسې داسې اوازې شته چې د نظام دننه د پریکړو پر بهیر اغېز لري.

هغه د ۱۹۶۹ کال د سپټمبر پر ۸مه په مشهد کې زېږېدلی او د علي خامنه‌يي دویم زوی دی.
مجتبی خپلې زده کړې په تهران کې پیل کړې او وروسته یې د دیني علومو لپاره قم ته مخه کړه.

د واکمنې کورنۍ غړی

مجتبی د یوې اغېزناکې مذهبي او سیاسي کورنۍ غړی بلل کېږي.
هغه د محافظه کاره سیاستوال غلام علي حداد عادل له لور سره واده کړی دی، چې دا اړیکه د ایران په سیاسي کړیو کې د هغه نفوذ نور هم زیاتوي.

سره له دې، ځینې شنونکي وایي چې د هغه ټاکل کېدل د ایران د سیاسي نظام له اصولو سره بحثونه راپورته کوي، ځکه د اسلامي جمهوریت د مشرتابه د ټاکنې اصل د مذهبي مقام او سیاسي وړتیا پر بنسټ ولاړ بلل کېږي، نه د کورنۍ میراث.

د جګړې د نسل استازی

مجتبی خامنه‌يي د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د ایران او عراق جګړه (۱۹۸۰–۱۹۸۸) د نسل تجربه لري.
راپورونه وایي چې هغه د ځوانۍ پر مهال د لنډ وخت لپاره په جګړه کې برخه اخیستې وه او د بسیج ځواکونو له لیکو سره یې تړاو درلود.

دغه تجربه د ایران د انقلابي نسل لپاره مهمه بلل کېږي او د نظام په امنیتي او سیاسي جوړښت کې یې اغېز درلود.

احتمالي ننګونې

شنونکي باور لري چې که مجتبی خامنه‌يي د ایران د مشرتابه دنده پر غاړه واخلي، له ګڼو ننګونو سره به مخ شي.
د نظام د بقا ساتل، اقتصادي او سیاسي ستونزې اداره کول او د خلکو باور ترلاسه کول د هغه مهمې ازموینې ګڼل کېږي.

په عین حال کې، ځینې نړیوال چارواکي خبرداری ورکوي چې د ایران د مشرتابه هر نوی بدلون به د سیمه ییزو سیاسي او امنیتي فشارونو تر اغېز لاندې وي.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې؛د ۲۰۲۶ نړیوال شل‌اووریز جام اتلولي وګټله

د ۲۰۲۶ کال د شل‌اووریز کرېکټ نړۍوال جام پایلوبه د د هند ملي کرېکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په وروستۍ سیالۍ کې چې د یکشنبې په ورځ د د نیوزیلنډ ملي کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ترسره شوه، هندۍ لوبډلې د پیاوړې توپ‌وهنې په مټ سیالې لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو ستر هدف وټاکه.

نیوزیلنډ که څه هم د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه کړې وه؛ خو د ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ۱۹م اور تر پایه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

په دې توګه هندۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ کال د شل‌اووریز کرېکټ نړۍوال جام اتلولي یې خپله کړه.

ضیاءالحق امرخېل:افغان مېرمنې د جګړو قربانیانې دي، حقونه یې باید تأمین شي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت افغان ښځو ته مبارکي ویلې ده.

امرخېل ویلي چې افغان مېرمنې د اوږدو جګړو او ستونزو لامل نه دي، بلکې د دې وضعیت اصلي قربانیانې دي.

د هغه په وینا، د ښځو قربانۍ باید وستایل شي او مشروع حقونه یې باید ورکړل شي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې داسې ورځ راورسیږي چې د افغان ښځو ټول قانوني او مشروع حقوق خوندي او عملي شي.