شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 41

عباس عراقچي:له امریکا سره خبرې اترې نور د اجنډا برخه نه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، لا هم ډېر وختي دی چې د مجتبي خامنه‌یي د امریکا سره د خبرو په اړه نظر څرګند شي.

نوموړي همدا راز د امریکا سره د بیا مذاکراتو په اړه شک څرګند کړی.

عراقچي ویلي:«موږ ټول د هغه څرګندونو او ویناوو په تمه یو چې وروسته به وړاندې شي، خو زه فکر نه کوم چې د امریکایانو سره د خبرو موضوع یا د بیا مذاکراتو مسئله د بحث پر مېز وي، ځکه موږ له امریکایانو سره ډېر ترخه او بده تجربه لرو.»

هغه ټینګار کړی چې ایران د امریکا سره د اړیکو په برخه کې د احتیاط پالیسۍ تعقیبوي او هر ډول پرېکړه د ملي ګټو او تجربو پر بنسټ نیول کېږي.

همدا راز، عراقچي ویلي چې ایران د خپلو اصولو په رڼا کې خپلې ستراتیژیکې تګلارې جاري ساتي او د بهرنیو فشارونو په وړاندې به د ملي پریکړو له حق څخه نه شي تېرېدلی.

د کابل او اسلام آباد ترینګلې اړیکې؛د پاکستان درې کسیزه هیئت د خبرو لپاره کابل ته راغلی

ځینو مهمو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان درې کسیزه هیئت د مولانا فضل‌الرحمان په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

سرچینه وایي، دغه هیئت د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو شخړو د کمولو او د اختلافونو د حل لارې چارې وڅېړي.

ویل کېږي چې د هیئت په جوړښت کې د مولانا فضل‌الرحمان تر څنګ مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت؛د انرژۍ بحران د کمولو لپاره بېړني تدابیر اعلان کړل

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هېواد د روان اقتصادي او انرژۍ بحران د مهار لپاره بېړني اقدامات اعلان کړي دي.

هغه ویلي چې د سیمې شخړې او په افغانستان د مستقیمو تیریو له امله د پاکستان اقتصاد له جدي فشار سره مخ شوی دی.

د اعلان شوو اقداماتو مهم ټکي داسې دي:
ښوونځي به د دوه اونیو لپاره تړل کېږي.
د دولتي وسایطو ۶۰ سلنه به له سړکونو لرې شي.
د سون توکو په برخه کې امتیازونه به ۵۰ سلنه کم شي.
د دولتي کارکوونکو ۵۰ سلنه به له کوره کار وکړي.
دولتي دفترونه به په اونۍ کې یوازې څلور ورځې فعالیت کوي.
د عامه لګښتونو کچه به ۲۰ سلنه راټیټه شي.

د حکومت موخه د سون توکو مصرف کمول او د موجودو سرچینو اغېزمن مدیریت بلل شوی، په داسې حال کې چې د نړیوالو تیلو د بیو لوړوالي او سیمه‌ییزو کړکېچونو د پاکستان پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي.

سپاه پاسداران:امریکا او اسراییل سره د جګړې د پای پرېکړه به ایران کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه ښايي ژر پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د ایران سپاه پاسداران د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د جګړې د پای په اړه پرېکړه به ایران کوي.

د دوی په وینا، ټرمپ هڅه کوي د تبلیغاتو او ناسم معلوماتو له لارې پر ایران رواني فشار زیات کړي.

سپاه پاسداران ټینګار کړی چې ایران د امریکا او اسراییلو د هر ډول برید او فشار پر وړاندې په کلکه ولاړ دی او د جګړې د پای وخت به هم د ایران له لوري ټاکل کېږي.

افغان کرېکټ بورډ:د سریلانکا پر وړاندې لوبلړۍ ځنډېدلې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ تایید کړې چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ پلان شوې راتلونکې لوبلړۍ ځنډېدلې ده.

د کرېکټ بورډ ځینو سرچینو ویلي چې تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دغه لوبلړۍ به څه وخت ترسره شي او یا به کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

د سرچینو په وینا، کرېکټ بورډ دا مهال په دې اړه د بېلابېلو انتخابونو ارزونه کوي او وروستۍ پرېکړه به وروسته اعلان شي.

اډم بویلر:امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان وساتي

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي اډم بویلر پر اېکس لیکلي چې امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان وساتي.

هغه ویلي، افغانستان دا مهال درې بې‌ګناه امریکایان بنديان ساتلي او د هغوی د خوشې کېدو وخت رارسېدلی دی.

د ده په وینا، دا کسان باید ژر تر ژره ازاد شي.

بل لور ته د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې بهرني وګړي د هېواد د قوانینو د نقض له امله نیول شوي او بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا افغانستان د «غیر قانوني نیونو د ملاتړ کوونکي دولت» په توګه نومولی دی.

مارکو روبیو:افغانستان د «غیرقانوني نیونو ملاتړ کوونکی دولت» په توګه اعلانوم

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا افغانستان د «غیر قانوني نیونو د ملاتړ کوونکي دولت» په توګه نومولی دی.

روبیو په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې طالبان د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د بندیانو له موضوع څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، خو په خبره یې دا تګلاره به د امریکا پر اوسني حکومت اغېز ونه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید امریکايي وګړي هر یو ډینس کویل او محمود شاه حبیبي او همدارنګه نور ټول امریکایان چې په افغانستان کې غیر قانوني بندیان دي، سمدستي خوشې کړي.

تر دې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار وار د امریکایي بندیانو د ژر خلاصون غوښتنه کړې وه؛ خو د طالبانو حکومت د محمود شاه حبیبي له نیولو انکار کړی.

ملاله یوسفزۍ:په افغانستان کې د نجونو پر ضد روان نظام «جنسیتي اپارتاید» دی

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې نړیوالې فعالې ملاله یوسفزۍ، د ملګرو ملتونو په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو او ټولنیز حضور محدودول «جنسیتي اپارتاید» دی او نړۍ باید د دې د پای ته رسولو لپاره جدي اقدام وکړي.

اغلې ملالې ویلي چې ریښتینی عدالت هغه دی چې د نړۍ په هر ځای کې د ماشومانو حقونه خوندي کړي، نه دا چې په یوه ځای کې یې دفاع او په بل ځای کې یې له پامه وغورځوي.

هغې د ایران، غزې او افغانستان د ماشومانو او نجونو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې یوازې ویناوې نجونې نه شي ساتلی، بلکې قانون، حساب ورکونه او سیاسي جرئت د هغوی د خوندیتوب لپاره اړین دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ راهیسې د شیخ هبت الله اخندذاده په امر د نجونو زده کړې له شپږم ټولګي پورته منع اعلان شوي او همدا رنګه ښځې نشي کولای چې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي او کار وکړي.

د ټرمپ او پوتین یوساعته تیلفوني اړیکه؛له ایران سره جګړه ښایي ژر پای ته ورسیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سي‌بي‌اېس شبکې سره په مرکه کې ویلي چې له ایران سره جګړه «په بشپړه توګه» مخ ته تللې او امریکا د عملیاتو په بهیر کې د لومړنيو ۴ تر ۵ اوونیو مهالوېش څخه «ډېره مخکې» ده.

ټرمپ د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه اي په اړه وویل چې هغه ته هېڅ پیغام نه لري.

د هغه په وینا: «هیڅ پیغام نه لرم، بالکل هېڅ.»

نوموړي زیاته کړه، چې د ایران د اوسني مشر د بدیل لپاره یو کس په نظر کې لري.

ټرمپ همداراز خبرداری ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت هر څه چې د توغولو لپاره یې درلودل، توغولي دي او غوره ده «احمقانه کار» ونه کړي، ځکه که داسې وکړي «دا به یې پای وي».

بلخوا د کرملین ماڼۍ اعلان وکړ چې امریکايي او روسیې ولسمشرانو په یو ساعته اړیکه کې د ایران او اوکراین جګړې د پای ته ته رسیدو په اړه خبرې کړي.

سویډن:د طالبانو د ملاتړ له امله د یو افغان ښوونکی دنده ځنډول شوې

د سویډن د مالمو ښار د یو افغان ښوونکي دنده، وروسته له هغه وځنډول شوه چې په رسنیو کې یې د طالبانو ښکاره ملاتړ کاوه.

د سویډني رسنیو د راپور له مخې، دغه ښوونکی چې هویت یې نه دی څرګند شوی، په مالمو کې په څو ابتدایي ښوونځیو کې تدریس کاوه او څو ځله یې په افغان رسنیو کې سیاسي بحثونو کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کړې دي.

د مالمو د ښوونځیو مسؤلینو ویلي، که دا ډول نظرونه زده‌کوونکو ته انتقال شي، «په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي».

چارواکو اعلان کړی چې دغه ښوونکی به د پلټنو تر پای پورې د تعین شوي معاش سره سره دندې ته نشي ورتلای.