شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 42

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد ډیپلوماټیکو استازولیو په ځانګړي ډول په پاکستان کې خپلو امریکايي اتباعو ته د ځینو سیمو د سفر او تګ راتګ په اړه خبرداری ورکړی دی.

په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې په پاکستان کې د پراخو مذهبي مراسمو د ترسره کېدو له امله امنیتي تدابیر سخت شوي دی.

سفارت زیاته کړې چې د دغو مراسمو پر مهال د خلکو ګڼه ګوڼه، ډیر ترافیک، د تلاشي پوستو زیاتوالی او په ځینو سیمو کې د موبایل شبکو او انټرنېټ لنډمهاله اختلال هم رامنځته کېدای شي.

هممهاله، د امریکا قونسلګریو په لاهور او کراچۍ کې خپلې ټولې قونسلۍ چارې په موقتي ډول ځنډولي دي، خو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت لا هم خپلو اتباعو ته خدمات وړاندې کوي.

په جلا پرمختګ کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر په تازه سپارښتنه کې ویلي چې امریکايي اتباع باید ترکیې ته د سفر پر مهال هم زیات احتیاط وکړي.

د دې خبرداري لامل د ترهګریزو ګواښونو، وسلوالو نښتو او احتمالي خپل‌سري نیونو خطر بلل شوی دی.

دغه وزارت همداراز له امریکايي اتباعو غوښتي چې د ترکیې سوېل ختیځو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له پیل وروسته په سیمه کې د توغندیزو بریدونو او امنیتي ګواښونو د زیاتېدو احتمال شته.

د وزارت په وینا، د مارچ په څلورمه د ناټو د هوايي دفاع سیستم یو ایراني بالستیک توغندی چې د ترکیې د هوايي حریم پر لور روان و، له منځه وړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو هغو اتباعو څخه چې د ترکیې په سوېل ختیځو سیمو کې ژوند کوي هم غوښتي چې ژر تر ژره له دغې سیمې ووځي.

د قطر لومړی وزیر:د افغانستان او پاکستان د کړکېچ حل یوازې د خبرو له لارې ممکن دی

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل لپاره ډیپلوماسي او مستقیمې خبرې تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

هغه له سکای‌نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې چې په ایران کې روانه جګړه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د قطر لومړي وزیر زیاته کړې چې قطر، ترکیې او سعودي عربستان مخکې هم هڅه کړې وه څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب له لارې کړکېچ راکم کړي؛ خو د هغه په وینا دې هڅې کومه روښانه پایله نه ده لرلې.

مارکو روبیو:د تهران رژیم د نړۍ تر ټولو ستر یرغمل نیوونکی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «د امریکا د یرغمل شویو او ناعادلانه نیول شویو کسانو ورځې» په مناسبت د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ویلي چې د یرغمل نیونې په برخه کې د نړۍ تر ټولو بد عامل د تهران د آیت‌الله‌ رژیم دی.

روبیو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ایران حکومت د ترهګرۍ له سترو ملاتړو څخه شمېرل کېږي او په نړۍ کې د یرغمل نیونې له بدنامو عاملانو څخه هم دی.

هغه ټینګار کړی چې امریکا به د ایران حکومت او هر هغه رژیم چې په ورته کړنو کې لاس لري، ځواب ویونکي وګرځوي او د دغو اقداماتو له امله به تر پوښتنې لاندې راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړېد چې د ایران د توغندیز ځواک او سمندري وړتیاوې ورځ تر بلې کمزورې کېږي، د وسلو فابریکې یې لږ فعالیت کوي او د توغندیو د توغولو وسایل هم محدود شوي دي.

ولادیمیر پوتین:د ایران نوي مذهبي مشر ته مبارکي وایم او ډاډ ورکوم چې روسیه یې ترڅنګ ولاړه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي ته د دغه مقام د ترلاسه کولو مبارکي ویلې او له تهران سره یې د مسکو د دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د کرملین له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پوتین ویلي چې د ایران د ستر مذهبي مشر په توګه د مجتبی خامنه‌يي ټاکل کېدل مهمه پېښه ده او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.

پوتین همداراز ټینګار کړی چې روسیه به د ایران تر څنګ ولاړه وي او له ایراني ملګرو سره به خپل پیوستون وساتي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې په اوسني حساس پړاو کې د ایران مشري ستر زغم او جرئت ته اړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې چې نوی مشر به د خپل پلار لاره تعقیب کړي او د ستونزو پر وړاندې به د ایران خلک یو موټی وساتي.

د ترکیې دفاع وزارت:د ایران بالستیک توغندی د ناټو دفاعي سیسټم شنډ کړ

د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د ایران له لوري توغول شوی یو بالستیک توغندی د ختیځ مدیترانې سمندر کې د ناټو د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډ شوی دی.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د یاد توغندي د مهماتو ځینې برخې د ترکیې په سوېل ختیځ کې لوېدلې دي، خو په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې یا ټپیانو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ترکیې دفاع وزارت ټینګار کړی چې د دې هېواد پر وړاندې د هر ډول ګواښ په صورت کې به بې له ځنډه ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

د هوا پېژندنې ریاست:سبا د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران احتمال موجود دی

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې د هېواد په شاوخوا ۲۳ ولایتونو کې به سبا د واورې، باران، تالندې او تېزو بادونو امکان موجود وي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، کابل، لغمان، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، هرات، بادغیس او بدخشان د هغو ولایتونو له ډلې دي چې پکې د اورښتونو احتمال زیات ښودل شوی دی.

اسماعیل بقایي:پر اذربایجان، ترکیه او قبرس بریدونه د تهران له لوري نه دي شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې پر جمهوري اذربایجان، ترکیه او قبرس ترسره شوي توغندي د ایران له خوا نه دي توغول شوي.

بقايي زیاته کړې: «موږ له سیمې هېوادونو غواړو چې اجازه ورنه کړي د دوی خاوره د امریکا لخوا ناوړه وکارول شي. دا غوښتنه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ده.»

هغه همداراز د امریکا سره د خبرو اترو په اړه ویلي: «موږ داسې شرایطو کې یو چې له دفاع پرته بل څه ځای نه لري.»

د بنګله‌دېش حکومت:د انرژۍ د سپما لپاره دولتي او خصوصي پوهنتونونه د موقت وخت لپاره بندوو

د بنګله‌دېش حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سپما لپاره به د هېواد ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه په موقتي ډول وتړي.

چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د نړیوالو سیاسي کړکېچونو او د سون توکو د بیو د لوړېدو له امله شوې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د بنګله‌دېش د حکومت په وینا، د پوهنتونونو تړل به د برېښنا مصرف کم کړي او د ښارونو په سړکونو کې د تګ راتګ د کمېدو له لارې به د سون توکو ضایع کېدل هم راکم شي.

چارواکو زیاته کړې چې له دې پرېکړې سره به د پوهنتونونو د اختر رخصتۍ هم له ټاکلي وخت څخه مخکې پیل شي او دا تګلاره به له نن ورځې په ټول هېواد کې عملي شي.

ایران؛په اصفهان او شاوخوا ښارونو کې د سپاه پاسداران اړوند مرکزونه هدف ګرځېدلي

د راپورونو له مخې د اصفهان په بېلابېلو سیمو کې د دوشنبې په سهار سخت بریدونه شوي دي.

د ایران اینترنشنال د معلوماتو پر بنسټ، په سپاهان‌شهر سیمه کې د سپاه پاسداران اړوند د امیرالمومنین پوهنتون هدف ګرځول شوی دی.

راپورونه دا هم وایي چې د اصفهان اړوند څو نور ښارونه او سیمې لکه دولت‌آباد، ملک‌شهر، کاوه، شاهین‌شهر، زرین‌شهر، محمودآباد او نجف‌آباد هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې د ذوب‌آهن، فولاد مبارکه او د دفاعي صنعتونو له سیمو څخه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

راپورونه:د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د تېلو بیه په چټک ډول لوړه شوې

د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د جګړې او په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله د نړیوالو بازارونو د خامو تېلو بیه په چټک ډول لوړه شوې ده.

راپورونه ښيي چې د یوه بېرل خامو تېلو بیه شاوخوا ۱۸ سلنه لوړه شوې او نږدې ۱۰۸ ډالرو ته رسېدلې ده، چې دا د ۲۰۲۲ کال د روسیې پر اوکراین یرغل راهیسې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

کارپوهان وایي د بیو د زیاتېدو تر ټولو مهم لامل د هرمز تنګي تړل کېدل دي.

دا تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او ویل کېږي چې د روانو نښتو له امله له تېرو لسو ورځو راهیسې تړلی پاتې دی.

د انرژۍ د بازار شنونکي خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې ښايي لا هم لوړې شي.