سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 409

ګلبدین حکمتیار:استبدادي چلندونه د نظامونو د سقوط سبب کېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی، چې استبدادي چلندونه او د بیان ازادي محدودول د نظامونو د پای لامل ګرځي.

نوموړي ویلي، د منبرونو بندول، د خلکو وېرول، د سانسور پراخوالی او د جاسوسۍ سیستم جوړول هغه کړنې دي چې د هر نظام عمر لنډوي او سقوط ته یې ورنږدې کوي.

حکمتیار په خپل تازه پیغام کې د بیان ازادۍ پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول فشارونه د مشروعیت پر ځای د ولس بې‌باوري زیږوي.

د شیخ هبت‌الله په امر؛حمدالله نعماني د مخابراتو او نجیب الله حقاني د کور او ښار جوړونې وزیر وټاکل شو

د طالبانو حکومت د کابینې په کچه د وزیرانو ترمنځ نوي بدلونونه اعلان کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده په حکم مولوي حمدالله نعماني، چې وړاندې د ښار جوړونې وزیر و، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ټاکل شوی دی.

همداراز، د یاد وزارت پخوانی وزیر مولوي نجیب الله حقاني بیا د ښار جوړونې د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.

یونیسیار:ایران له مارچ میاشتې راهیسې ۶۴۰ زره افغان کډوال را اېستلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي، ایران د روان کال د مارچ له شلمې راهیسې له خپل هېواده ۶۴۰ زره افغان کډوال ایستلي، چې له ډلې یې ۳۶۶ زره جبري شړل شوي دي.

یوازې د جون په ۲۶مه، چې د ایران او اسراییل تر جګړې وروسته ده، له ۳۶ زرو زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا به د افغانستان نازک وضعیت نور هم خراب کړي، په ځانګړي ډول د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله.

همداراز ویل شوي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو درېیم پړاو به د جولای په پیل کې پيل شي، چې ښځې او ماشومان پکې له سخت نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ایران:ښايي یوه برخه غني شوي یورانیم له هېواده بهر ولېږدوو

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي، که له امریکا سره د اټومي هوکړې امکان رامنځته شي، ایران به په ځانګړو شرایطو کې ۲۰ او ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم بل هېواد ته ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړې، ایران غواړي خپل اټومي ظرفیت وساتي او د انرژۍ په برخه کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران د خپلو توغندیو په اړه مذاکرات نه مني.

امریکا بیا د ایران د اټومي پروګرام پراخېدو ته اندېښنه لري.

لکي مروت؛نامعلومو کسانو د امن کمېټې درې غړي وژلي

خراسان ډایري راپور ورکړی چې د خېبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ شاه بخیلو سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې د امن کمېټې درې غړي وژل شوي دي.

وژل شوي کسان سلیم خان، صلاح‌الدین او دستګیر نومېدل.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

عاصم منیر:ترهګري به افشاء او د خپلو وژل شویو سرتېرو غچ به واخلم

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له هغه خونړي برید وروسته خېبرپښتونخوا ته ولاړ، چې په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان شوی و او ۱۳ سرتېري پکې وژل شوي وو.

نوموړي ټینګار وکړ چې له بریدکوونکو به غچ اخلي او ترهګر به بې‌درېغه تعقیب کړي.

پاکستان تور لګولی چې هند په دې برید کې لاس لري، خو هند دا تورونه رد کړي.

راپورونه وايي، د برید مسؤلیت د حافظ ګل بهادر ډلې منلی، چې ویل کېږي له تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

عاصم منیر ویلي، هر څوک چې ترهګرۍ ته زمینه برابروي یا ملاتړ یې کوي، تعقیب به شي او عدالت ته به وسپارل شي.

هغه همداراز ټي‌ټي‌پي د هند له ملاتړ څخه برخمنه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د هر بې ګناه پاکستاني د وینې غچ به واخیستل شي.

هند:پر پاکستاني پوځیانو شوي برید کې لاس نه لرو

د هند بهرنیو چارو وزیر جې شنکر هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هند د شمالي وزیرستان په برید کې لاس لري.

دا برید پرون د میرعلي په سیمه کې شوی و، چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې وه، چې دغه برید کې د هند لاس وو.

اګست میاشت کې؛د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې له لوري د بانکي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه جوړیږي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان د مرکزي بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې له مشر جفري ګریکو سره لیدنه کړې ده.

دواړو لوریو د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د دوه‌اړخیزو بانکي اړیکو پر پراخېدو خبرې کړې دي.

مرکزي بانک ویلي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې د بانکي اړیکو د پراخېدو په موخه یوه غونډه جوړه شي چې د دغه بانک استازي ورته بلل شوي دي.

خالد ویلي چې د تېر کال په پرتله بانکي پورونو کې ۷۱ سلنه زیاتوالی راغلی او یوازې په تېرو درې میاشتو کې د خلکو سپما ۷.۹ میلیاردو افغانیو ته رسېدلې ده.

ملګري ملتونه:افغانې ښځې د نړۍ تر ټولو سخت بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، دوی په افغانستان کې د ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د سختو ننګونو پر وړاندې ودریږي او د خپل مقام د بیرته ترلاسه کولو لپاره چمتو شي.

دغې ادارې ویلي، چې څلور کاله مخکې افغان ښځې د زده‌کړې، ورزش او حتی د ولسمشرۍ د کاندیدتوب حق درلود؛ خو اوس دا ټول حقونه د طالبانو تر واک لاندې له منځه تللي دي، او افغانستان د ښځو د حقونو له پلوه د نړۍ په کچه تر ټولو ژور بحران تجربه کوي.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي، چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي او ویلي چې د دوی تاریخي مبارزه د ستاینې وړ ده، چې لا په ۱۹۱۹ کال کې یې د رایې حق ترلاسه کړی و.

زلمی خلیلزاد:پخوانی حکومت فاسد وو؛ نو ځکه د امریکا له ملاتړ سره سره مات شو

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، سره له دې چې د افغانستان پخواني حکومت د امریکا پراخ ملاتړ درلود، خو په حکومتولۍ، جګړه او خبرو کې یې ښه مدیریت نه درلود، ځکه ناکام شو.

خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخوانی حکومت “فاسد و، د مفسدو خلکو لاس ته لوېدلی و، او یوازې په تبلیغاتو کې ماهر وو.”

نوموړي ټینګار کړی چې دغه حکومت د افغانانو لپاره یو مهم تاریخي فرصت له لاسه ورکړ.