چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 410

عباس عراقچي:مونږ وینه ورکړه؛ خو خاوره مو ورنکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تاریخ به ولیکي چې ایرانیانو وینه ورکړه؛ خو خاوره نه؛ خپل اولادونه یې قرباني کړل؛ خو عزت یې تسلیم نه کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د زرګونو ټنه بمونو تر بار لاندې ودرېدل؛ خو تسلیم نه شول، او وطن یې له تسلیمۍ سره نااشنا دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ایران ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ؛یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو د ارزونو په موخه هرات ته لاړ

د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته رسېدنې د عالي کمیسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي، د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن غرمه هرات ته ورسېد، څو د جبري راستنېدونکو افغانانو وضعیت له نږدې وڅاري.

په دغه پلاوي کې د افغانې سرې میاشتې رئیس شیخ شهاب‌الدین دلاور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني شامل دي.

یاد پلاوی به د ګاونډیو هیوادونو نه د جبري راستنېدونکو افغانانو ستونزې و ارزوي او د عاجلو حللارو او اسانتیاوو د برابرولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

شمالي وزیرستان؛میرعلي کې پر پاکستاني پوځیانو موټر بم چاودنه کې ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي

نن سهار وختي، د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو موټر بم چاودنه شوې.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، چې په کې ۱۴ ملکي وګړي هم شامل دي.

د یادونې ده، چې ملکي وګړي د خپلو کورونو د ویجاړۍ له امله ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت:له افغانستانه هېچا ته ګواښ متوجه نه دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي، بیا به پر ایران برید وڅېړي.

هغه د ایران د مشر علي خامنه‌ای وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د خامنه‌ای ژوند یې ژغورلی، ځکه د هغه د وژلو لپاره یې د اسرائیل پلان یې رد کړی و.

ایران ویلي، هره اتومي هوکړه به یوازې هغه وخت وشي چې امریکا له سپکاوي ډک چلند لاس واخلي.

ډونالډ ټرمپ:پر ایران د بل برید په اړه څېړنه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي، بیا به پر ایران برید وڅېړي.

هغه د ایران د مشر علي خامنه‌ای وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د خامنه‌ای ژوند یې ژغورلی، ځکه د هغه د وژلو لپاره یې د اسرائیل پلان یې رد کړی و.

ایران ویلي، هره اتومي هوکړه به یوازې هغه وخت وشي چې امریکا له سپکاوي ډک چلند لاس واخلي.

منظور پشتین:پښتانه نه یوازې خوندي دي؛ بلکې د انسانانو په سترګو هم نه ورته کتل کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې پښتانه نه یوازې دا چې خوندي نه دي، بلکې د انسان په سترګه ورته نه کتل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د ریاست لخوا د پښتنو وژنې، بې‌درکه کول، او پر هغوی د ظلم دوامداره پالیسۍ د ریاست اصلي کړنې دي.

منظور پښتین په خپلو تازه څرګندونه کې ویلي چې په سوات کې د مرګ له خولې څخه د ماشومانو، ښځو او سړو چیغې دولت ولیدې؛ خو د ژغورنې هېڅ هڅه یې ونه کړه.

همداراز یې د لکي مروت پېښه یاده کړه چې پکې د پاکستاني پوځ لخوا ۱۶ بې‌ګناه کسان په ډرون برید کې ووژل شول.

هغه د کوټې د مصور خان یادونه هم کړې، چې شپږ میاشتې مخکې لادرکه او اوس یې مړی موندل شوی دی او دا پېښه د ریاست بې‌پروايي ښيي.

منظور پښتین ادعا کړې چې پنجاب د پښتنو او بلوڅو وسایل لوټي او هغوی د څو پارلماني څوکیو په لالچ کې سره وېشي.

روسیه:داعش له افغانستانه د سیمې لپاره ستر ګواښ دی

د روسیې د امنیت شورا مرستیال یوري کوکوف ویلي، مسکو په افغانستان کې د داعش د پلانونو له امله ژور اندېښمن دی.

نوموړي ویلي، داعش هڅه کوي له افغانستانه د منځنۍ آسیا هېوادونو، په تېره تاجیکستان او ازبکستان، له لارې روسیې ته خپل نفوذ وغځوي.

روسیه، سره له دې چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري، لا هم د خپلو پولو او سیمې امنیت ته جدي اندېښنه لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:اسراییل د ایران د اټومي تاسیساتو د له‌منځه وړلو وس نه لري

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، اسراییل نه‌شي کولی د ایران اټومي تاسیسات له‌منځه یوسي.

هغه زیاته کړې چې ترکیې هغه مهال ایران ته خبر ورکړی و، چې د امریکا الوتکې د برید پر مهال په هوا کې وې.

فیدان ویلي، امریکا د جګړې په حالت کې نه ده.

د ترکیې د “TRT” تلویزیون د راپور له مخې، د ایران یو شمېر اټومي تاسیسات د وروستیو بریدونو پر مهال زیانمن شوي دي، خو امکان شته چې د ایران او امریکا تر منځ اتومي توافق وشي.

هه‌نګاو:ایران درې افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاق په جرم اعدام کړي

د بشري حقونو سازمان هه‌نگاو وايي، ایران درې افغان اتباع د مشهد په مرکزي زندان کې اعدام کړي دي.

هه‌نګاو وایي، چې د اعدام شویو کسانو له ډلې پاشاه او احمد نومې کسان پېژندل شوي، خو د درېیم کس هویت لا نه‌دی څرګند.

یاد سازمان زیاتوي، چې دغه کسان د نشه یي توکو په قاچاق نېول شوي وه.

دا اعدامونه د سرطان په ۴مه ترسره شوي؛ خو تر اوسه یې ایران رسمي تائید نه‌دی کړی.

ایران؛تهران او یو شمېر نورو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د جمعې په ناوخته ساعتونو او د شنبې په سهار د تهران شاوخوا سیمو کرج، اسلام‌شهر، بیدگنه، ملارد او پرند کې د چاودنو د غږونو او د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې دمه د ایران رسمي سرچینو د دغو پېښو په اړه څه نه‌ دي ویلي.

دا هم لا روښانه نه‌ده چې غږونه د دفاعي عملیاتو پایله وه که ځمکنۍ چاودنې وې.