سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 408

یونیسف:جون میاشت کې له ایران څخه تر ۱۶۰ زرو ډېر افغان کډوال را اېستل شوي

د یونیسف د افغانستان مشر تاج‌الدین اوېوالې ویلي، چې د روان کال د جون میاشتې په اوږدو کې له ایران څخه د اسلام قلعه له لارې تر ۱۶۰ زرو زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه ویلي، په وروستیو ورځو کې د ورځنیو راستنېدونکو شمېر شاوخوا ۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

د اوېوالې په وینا، د راستانه شویو کسانو څلورمه برخه ماشومان دي، چې له هغوی څخه له ۵ زرو زیات یې بې‌سرپرسته دي.

علي لاریجاني:اسرائیل غوښتل خامنه‌اي ووژني؛ خو ناکام شول

د ایران مذهبي سلاکار، علي لاریجاني، ادعا کړې چې اسراییلو غوښتل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال علي خامنه‌اي هدف وګرځوي.

لاریجاني ویلي، اسراییل د ملي امنیت د عالي شورا پر غونډه برید وکړ تر څو لوړپوړي چارواکي ووژني او وروسته د رهبرۍ پر ضد اقدام وکړي؛ خو ناکام شول.

د جګړې له پیل وروسته تر اوسه، علي خامنه‌اي عام محضر ته نه‌دی راڅرګند شوی.

بل لورته بیا ټرمپ هم ویلي وو، چې اسرائیل غوښتل هغه ووژني؛ خو ده یې د وژلو اجازه نه وه ورکړې.

نوموړي ویلي وو، پوهېږي چې خامنه‌اي چېرته پټ دی؛ خو اوس یې د وژلو کوم نیت نه لري.

عباس عراقچي:له کیمیاوي وسلو د منع کېدو له سازمان غواړو، چې پر مونږ د امریکا برید وغندي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سردشت پر ښار د کیمیاوي برید کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې ایران د کیمیاوي وسلو د منع سازمان له اجراییوي شورا څخه د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، تر څو د ایران پر بنسټیزو تأسیساتو، په ځانګړي ډول کیمیاوي صنعتي مرکزونو، شوي بریدونه وڅېړي او وغندي.

په اعلامیه کې ویل شوي، ایران د معاصر تاریخ تر ټولو ستر کیمیاوي قرباني، وژونکو د ډله‌ییزو وسلو پر ضد جدي ملاتړی او د وسلو څخه پاکې منځني ختیځ مفکورې بنسټ‌ګر دی او تل د دغو وسلو پر ضد مبارزه کې مخکښ پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ایران پر یو شمېر اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل، چې ایران یې له نړیوال قانون سرغړونه بولي.

امریکا؛ایداهو ایالت کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

د امریکا د آیداهو ایالت په کوتنای سیمه کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې د اور وژنې ځواکونه د یو اور د مهار لپاره سیمې ته رسېدلي وو.

ای‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې ویلي، چې د یادې پېښې په اړه به پلټنې وکړي.

پاکستان؛د سیلابونو له امله ۴۵ تنه وژل شوي

د پاکستان رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د وروستیو شدیدو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي دي.

تر ټولو زیات تلفات په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي او یوازې بیا په سوات کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه سیلابونو وړي وو، چې دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه هم راوپارول.

د یادونې ده، چې له سختۍ ګرمۍ وروسته د پاکستان په یو شمېر ایالتون کې اورښتونو شوي وو، چې له امله یې سخت سیلابونه راوتلي وو.

نتنیاهو:له ایران سره جګړې دا فرصت برابر کړی، چې له حماس مو یرغمل شوي ازاد شي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، له ایران سره ۱۲ ورځنۍ جګړې اسراییل ته فرصتونه برابر کړي، چې تر ټولو مهم یې د هغو یرغمل شویو کسانو بېرته ستنیدل دي، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطیني وسله‌والو له خوا په غزه کې نیول شوي وو.

رویټرز راپور ورکړی، چې د نتانیاهو دا څرګندونې او همداراز د هغه د فساد محکمې د یوې ناستې ځنډول د دې اټکلونو لامل شوي، چې کېدای شي د غزې جګړې د پای ته رسېدو او د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې پرمختګ شوی وي.

د اورشلیم سیمه‌ییزې محکمې د نتانیاهو د محکمې ځنډولو غوښتنه د امنیتي او دیپلوماتیکو دلیلونو له مخې منلې ده.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا محاکمه ممکن د نتانیاهو د خبرو اترو وړتیا اغېزمنه کړي.

ایران:پر اوین زندان د اسرائیلو د هوايي برید له امله ۷۱ کسان وژل شوي

د ایران د قضايي قوې ویاند، اصغر جهانگیر، تایید کړې چې د جون په ۲۳مه نېټه د اوین په زندان باندې شوی برید چې ویل کېږي د اسراییلي ځواکونو له خوا ترسره شوی، د ۷۱ کسانو د وژل کېدو سبب شوی دی.

نوموړي ویلي، وژل شوي کسان یوازې بنديان نه وو، بلکې پکې د زندان اداري کارکوونکي، د بنديانو د لیدو لپاره راغلي کورنۍ، ځوان سرتېري او د زندان شاوخوا اوسېدونکي ملکي وګړي هم شامل دي.

جهانگیر دا پېښه “یوه ستره تراژیدي” بللې او زیاته کړې چې د زندان اداري ودانۍ یوه برخه سخت زیانمنه شوې ده.

تر دې دمه اسراییلي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

هند؛د یو خیریه بنسټ له لارې کابل کې ۷۵ معلولو کسانو ته مصنوعي پښې لګولي

هند په کابل کې ۷۵ معلول افغانانو ته مصنوعي پښې لګولې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال په ایکس لیکلي، چې دا مرسته د یوې هندي خیریه موسسې “جایپور فوت” له‌خوا د پنځه ورځني کمپ په ترڅ کې ترسره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدام د هند له لوري له افغان ولس سره د بشري مرستو یوه برخه ده.

رافایل ګروسي:ایران کولی شي په څو میاشتو یا لږ وخت کې بېرته د یورانیمو غني کول پیل کړي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، که څه هم د امریکا او اسراییلو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان رسولی؛ خو تهران کولی شي په څو میاشتو یا لږ وخت کې بېرته د یورانیمو غني کول پیل کړي.

هغه ویلي، معلومه نه ده چې د ایران د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه یورانیمو ټولې ذخیرې چیرې دي؛ خو امکان لري چې یوه برخه یې انتقال یا له منځه تللې وي.

د هغه دا څرګندونې د ایران د اټومي پروګرام د شفافیت په اړه د نوې اندېښنې سبب شوې دي.

اوکراین؛پر اودیسا برید کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوکرایني چارواکي وایي، د روسیې د یو ډرون برید له امله په اودسا ښار کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

راپورونه ښيي چې برید یوه استوګنیزه ودانۍ ویشتلې ده.

د اودسا والي، اوله کیپر، ویلي چې په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي، چې د یوه روغتیايي حالت نازک بلل شوی.