سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 407

له څلور کلن ځنډ وروسته؛اذربایجان کې د طالبانو سفارت افغانانو ته د پاسپورتونو لړۍ بیا پیل کړه

په آذربایجان کې د طالبانو حکومت سفارت اعلان کړی، چې له څلور کلن ځنډ وروسته یې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل کړې ده.

سفارت ویلي، دا بهیر به له مخکې ثبت شویو نوملړونو سره سم پر مخ ولاړ شي، څو افغان وګړي وکولای شي د اسنادو له ستونزو پرته خپل قانوني چارو ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان:د جون میاشت کې د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر اندېښمنونکی دی

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه له ۲۵۶ زرو زیات افغان مهاجر بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد سازمان دا شمېرې “بې‌سابقه” بللي دي.

د IOM مشرې، ایمي پاپ، د دې وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ډېری کورنۍ یوازې له خپلو جامو سره راستنې شوې او بېړنیو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي چې د بودجې کمښت د دوی او د دوی د همکارو ادارو د مرستې وړتیا محدوده کړې ده.

پاپ ټینګار کړی چې د بېرته راستانه شویو کډوالو شمېر اندېښمنوونکی دی او دا وضعیت ژر او پیاوړي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

شاه محمود میاخېل:ایران د افغانستان په وراني کې له پاکستان څخه لوی نقش لوبولی

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې ایران د افغانستان په ورانولو، جنګونو او بې‌ثباتۍ کې د پاکستان نه هم ژور او دوامدار نقش درلودلی دی.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران استخباراتي، اقتصادي او سیاسي مداخلو د هېواد ملي حاکمیت ته جدي زیانونه اړولي دي.

میاخېل ادعا کوي چې د ایران د جنګونو له برکته دغه هېواد د لرې واټن توغندیو ته لاسرسی وموند او د افغانستان د جګړو له لارې یې خپلې دفاعي وړتیاوې لوړې کړې.
نوموړي د ارین بانک یادونه کړې چې، په وینا یې، په میلیاردونو ډالر افغانستان نه ایران ته قاچاق کړل، او همدارنګه د ایران د تیلو قراردادیانو له لوري قاچاقي نفت افغانستان ته واردېدل.

نوموړي ویلي چې د افغانستان د جنوب‌لوېدیځې حوزې ځیني پخواني وکیلان هم د دې غیرقانوني فعالیتونو برخه‌وال ول.

میاخېل زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ایران قونسلګرۍ د جاسوسۍ مرکزونه ول او ځیني ایران‌پلوه افغان مشران د ایران د ګټو لپاره ښکاره دریځونه نیول.

ضیاءالحق امرخیل:له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په زخم د چړې راکشولو په معنی دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل د ایران له خاورې د افغانانو جبري ایستل “په ټپي روحونو د چاقو راکښل” بللي دي.

امرخیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې میندې له خپلو زامنو او ماشومان له خپلو میندو څخه بېلېږي، او دا جلاوالی د افغان ټولنې زړونه داسې ټوټه ټوټه کوي چې غږ یې تر اسمانونو رسېږي.

هغه د تېرو څو ورځو په ترڅ کې له ایرانه د سلګونه زره افغانانو د ایستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې بیکاري او فقر د خلکو شپې نا ارامه کړي دي.

نوموړي نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي، چې شتمن او پرمختللي هېوادونه دې د دغو “ناچاره وطنوالو” غم وخوري، ځکه دوی له څښاک اوبو، سرپناه، بیړنۍ ډوډۍ او دوامدار کار پورې، ټولو اساسي اړتیاوو ته اړتیا لري.

امرخیل د خپل پوسټ په پای کې د ملي یووالي، همدردۍ او پراخ لید لوري پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي: «تر هغې چې دا سوچ بدل نه کړو، نه به د زړونو ارام وموندل شي، نه به د یووالي نعمت را نصیب شي، او نه به د عزت تاج زموږ پر سر کېښودل شي.»

د سره صلیب نړیوال فدراسیون:افغانستان ته د کډوالو د راتګ لوړو شمېرو اندېښمن کړي یوو

د سره صلیب نړیوال فدراسیون له ایرانه افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو د لوړې شمېرې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوالو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

د فدراسیون یوه لوړپوړي پلاوي د دوشنبې په ورځ د اسلام‌قلعه بندر کې له راستنېدونکو سره کتلي او ویلي یې دي چې دغه کسان له خوړو، اوبو او سرپناه پرته راستانه شوي دي.

د دوی په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانه شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان راستانه شوي دي.

محمد صاق خان؛د افغانستان په اړه د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره کتلي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره په دوحه کې لیدلي دي.

محمد صادق پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

ایران؛په زنجان ولایت کې د افغان کارګرانو ګمارنه ممنوع اعلان شوه

د ایران د زنجان ولایت د صنعت، کان او سوداګرۍ رئیس امیرعلي مسیبي اعلان کړی چې په دې ولایت کې د افغان وګړو کار کول، که د کار اجازې ولري یا نه، ممنوع دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ «ایسنا» خبري آژانس ته وویل چې دا پرېکړه د ایران د قوانینو پر بنسټ شوې، ترڅو له غیرقانوني کډوالو د کار کولو مخه ونیول شي.

هغه وویل بهرني اتباع یوازې هغه وخت په ایران کې کار کولای شي چې د کار اجازه ولري او دا اجازه باید د قانون سره سم واخيستل شي.

هغه خبرداری ورکړی چې هغه کار فرمایان چې بهرني کارکوونکي د اجازې پرته وګماري، له ۹۱ تر ۱۸۰ ورځو پورې د بند او درنو جریمو سره مخ کېږي.

فرانسې؛اووه افغانان او دوه کردان د انساني قاچاق په تور محاکمه کړل

د فرانسې یوې محکمې اووه افغانان او دوه عراقي کردان د کډوالو قاچاق او د ۲۰۲۲م کال د یوې کښتۍ د غرقېدو پېښې په تړاو له ۷ تر ۸ کلونو بند باندې محکوم کړل.

دا پېښه د مانش کانال په اوبو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوه کوچنۍ کښتۍ له فرانسې نه بریتانیا ته روانه وه.

په پېښه کې څلور کسان مړه، څلور نادرکه او ۳۹ ژغورل شوي وو.

ناروې؛د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره ۱۰ میلیونه کرونې مرسته اعلان کړه

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره یې د بشري مرستو له احتیاطي بودیجې ۱۰ میلیونه ناروېجني کرونه (شاوخوا ۹۹ زره امریکايي ډالر) ځانګړي کړي دي.

دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، یوازې د جون په میاشت کې له ۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي چې ډېری یې په زور ایستل شوي دي.

ایران د غیرقانوني افغانانو د ایستلو لپاره د جولای ۶مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

الجزیره:له تېرې ورځې راهیسې غزه کې سل فلسطینیان وژل شوي

اسرائیل له اجباري تخلیې وروسته په غزه کې لږ تر لږه ۵۰ هوايي بریدونه کړي، چې د سختو بریدونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د الجزیرې په وینا، له یکشنبې راهیسې نږدې ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې پکې د خوړو اخیستونکي هم شامل دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د یو ۶۰ ورځنۍ اوربند په بدل کې د اسرائیلي یرغملو د خوشې کولو لپاره پر نوې هوکړې کار کوي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د بریدونو له پیل راهیسې ۵۶ زره ۵۰۰ تنه وژل شوي او له ۱۳۳ زره ډېر نور ټپیان دي.