سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 406

ډونالډ ټرمپ:حماس دې له اسرائیلو سره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه ومني

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې حماس له اسرائیلو سره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه ومني، څو د منځني ختیځ ثبات ته لار هواره شي.

ټرمپ دا طرحه “وروستی وړاندیز” بللی او ویلي یې دي چې دا به د قطر او مصر د منځګړیتوب له لارې حماس ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ده استازو له اسراییلي چارواکو سره د غزې په اړه مفصله او رغنده غونډه کړې، او اوس وخت رارسېدلی چې حماس هم د سولې لپاره عملي ګام واخلي.

ایران؛د فردو هستوي تاسیساتو ته نوې لار جوړه کړې

0

وال سټریټ ژورنال د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ وايي چې ایران د فردو هستوي تاسیساتو ته نوې لاره جوړه کړې او وسایط یې انتقال کړي دي.

راپورونه وایي دا وسایل د امریکا د تېرې میاشتې له بمبار وروسته د تاوان د ارزونې لپاره کارېږي.

امریکايي الوتکو د جون ۲۲مه نېټه پر دغه ځای ۱۲ قوي بمونه غورځولي وو؛ خو اوس هم د تونلونو په دروازو کې ښکاره فعالیت نه لیدل کېږي.

کارپوهان وایي، شاید ایران ځینې تجهیزات د برید وړاندې بل ځای ته انتقال کړي وي.

د ټولیز امنیت تړون سازمان:له نړیوالې ټولنې غواړو چې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي

د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له افغانستان سره د سولې او ټيکاو لپاره د همکاریو ژمنه کړې ده.

د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې چمتو دي د ملګرو ملتونو په همغږۍ د افغانستان د پرمختګ په نړیوالو هڅو کې برخه واخلي.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته له افغانانو سره زیاتوالی ورکړي.

ترکیه؛ازمیر کې اورلګېدنې خلکو ته پراخ زیانونه اړولي

0

د ترکیې په ازمیر کې اورلګېدنې خلکو ته پراخ زیانونه اړولي.

دغه اور د اېزمیر ولایت تر څنګ شاوخوا نورو سیمو ته هم غځېدلی چې پېښو ته د رسېدو ادارې یې د ۵۰ زره کسانو د ایستلو خبر ورکړی دی.

بل لورته اروپا په یو شمېر ساحلي سیمو کې هم د دوبي د ګرمې او وچې هوا له امله ځای ځای اورونه لګیدلي.

د یادونې ده، چې سږکال اروپا هم تر ټولو سخته ګرمي تجربه کوي.

لانګ وار ژورنال:القاعده د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې فعاله ده

لانګ وار ژورنال وايي، القاعده اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او لږ تر لږه په ۱۲ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

راپور زیاتوي، طالبانو له داعش سره جګړه کړې، خو القاعده، تحریک طالبان پاکستان، حزب اسلامي ترکستان او نورو جهادي ډلو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابرې کړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د القاعده مشر سیف‌العدل له ایران څخه افغانستان ته راغلی او پلویانو ته یې د جهاد لپاره د ورتګ بلنه ورکړې.

د طالبانو حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي او وايي چې هېڅ بهرنۍ ترهګره ډله په افغانستان کې میشت نه ده.

یوناما:دوحه کې د خصوصي سکتور او نشه‌يي توکو پر ضد دوه کاري ناستې پیل شوې

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي، چې د افغانستان د خصوصي سکتور او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په تړاو دوه کاري غونډې یې پرون په قطر کې پیل کړې دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دا دوه‌ورځنۍ غونډې به تر دې مهاله ترسره شوي فعالیتونه وارزوي او راتلونکې لومړیتوبونه به مشخص کړي.

په غونډو کې د ملګرو ملتونو، یو شمېر هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د اوسني نظام د استازو ګډون کړی دی.

اسراییلي ځواکونو؛د مې له ۲۷مې نیټې راهیسې غزه کې ۵۸۳ فلسطینیان وژل شوي

0

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د مې له ۲۷مې نېټې راهیسې، د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په غزه کې د مرستو د وېش پر ځایونو بریدونو کې ۵۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۴۱۸۶ نور ټپیان شوي دي.

وزارت وايي، چې دغه کسان هغه مهال هدف وګرځېدل، کله چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره صفونو کې ولاړ ول.

د جګړې له پیل راهیسې د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام د نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

هند؛تیلنګانه ایالت کې یوه کیمیاوي فابریکه کې چاودنې ۳۴ تنه وژلي

0

د هند د تیلنګانه ایالت د سنګارېډي ولسوالۍ په یوه کیمیاوي فابریکه کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، ګڼ شمېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي، او له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ژغورنې عملیات روان دي.

که څه هم د چاودنې دقیق لامل لا نه دی معلوم؛ خو د پېښې د څېړنې لپاره یوه ځانګړې پلټونکې ډله ټاکل شوې ده.

چارواکي وایي، د پېښې بشپړ جزئیات به له څېړنو وروسته اعلان شي.

ډونالډ ټرمپ؛پر سوریه لګول شوي اقتصادي بندیزونه لغوه کړل

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د سوریې پر وړاندې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لغوه شول.

د رویټرز د راپور له مخې، د دې بندیزونو له منځه وړل به سوریې ته د نړیوال مالي انزوا نه د وتلو زمینه برابره کړي او همدارنګه د امریکا له‌خوا د سوریې د بیا رغونې لپاره شوي ژمنې عملي کېدلی شي.

په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د بندیزونو لغوه کېدل به د بیا رغونې او پراختیا دروازې پرانیزي او د اقتصادي ودې پر وړاندې به خنډونه لرې کړي.

د قزاقستان ولسمشر؛عامه ځایونو کې د مخ پټولو قانون تصویب کړ

0

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف تازه قانون لاسلیک کړی چې له مخې یې د خلکو له‌خوا د مخ پټول په عامه ځایونو کې منع کېږي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا قانون هغه لباسونه محدودوي چې د چهرې پېژندنه له ستونزو سره مخ کوي.

قزاقستان د منځنۍ آسیا له هغو هېوادونو دی چې د عامه نظم او امنیت په موخه دا ډول قوانین تصویبوي.

د یادونې ده، چې په وروستیو کلونو کې څو نورو هېوادونو هم ورته اقدامات کړي دي.