شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 406

کوهاټ کې؛د پولیسو پر موټر چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، نن د کوهاټ پر سړک د پولیسو د یوه موټر ترڅنګ بمي چاودنه شوې ده.

د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې یو پولیس افسر وژل شوی او درې نور پولیس ټپیان شوي دي.

د ټپیانو روغتیایي حالت د درملنې لاندې دی.

پولیسو ویلي، پېښه د پلټنو لاندې ده، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار؛فاروق اعظم له زندان وروسته خپل کور ته ستون شوی

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، چې د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د شیخ هبت‌الله په امر نیول شوی و، پرون له زندان څخه خوشې شوی او خپل کور ته تللی دی.

سرچینې وایي، د طالبانو حکومت ځینو وزیرانو ورسره لیدلي وو او ویلي یې و چې د ده د بند پرېکړه د شیخ هبت‌الله امر دی او د خوشې کولو واک نه لري.

نوموړی د بښنې غوښتلو ته هم هڅول شوی و، خو هغه نه ده منلې.

فاروق اعظم تر دې مخکې په لیک کې خپل زوی ته ویلي و، چې د ښځو زده کړو، عصري تعلیم او د طالبانو د “امر بالمعروف” د کمزوریو د څرګندولو له امله بندی شوی دی.

نوموړي د کونړ د زلزلې پر مهال د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار کړی و او د ښځو د زده کړو اهمیت یې په ډاګه کړی و.

ماریا زاخارووا:د مسکو د فارمټ اوومه ناسته د افغانستان په اړه جوړيږي

‏د روسیې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په اړه د مسکو د فارمټ اوومه ناسته د اکتوبر په اوومه نېټه په مسکو کې ترسره کېږي.

د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې د افغانستان، هند، ايران، قزاقستان، قرغيزستان، پاکستان، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون کوي، او د بلاروس پلاوی هم د مېلمه په توګه بلل شوی دی.

دغې ناستې کې د طالبانو حکومت پلاوی د امیرخان متقي په مشرۍ ګډون کوي او هغه به له سرګي لاوروف، د روسیې له بهرنيو چارو وزير، سره جلا لیدنه هم ولري.

د غونډې اصلي محور د افغانستان د ملي پخلاینې بهیر او د سیمې د هېوادونو له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاريو پراخول بلل شوي دي.

کونړ کې؛د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

ځايي سرچينې وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کونړ ولايت د ناوې ولسوالۍ په «دوکلام» سيمه کې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښته شوې ده.

ويل کېږي، جګړه په وقفه وي ډول روانه ده او پاکستاني پوځيانو د تحريک طالبان پاکستان د غړو د شتون په پلمه ډزې پيل کړې دي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي او د طالبانو هم تبصره نه ده کړې.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زيات شوي دي.

سوریې د بشري حقونو د څار ادعا:مسکو کې د بشار اسد د مسمومولو هڅه شوې

0

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر بشار اسد په مسکو کې د مسمومېدو د یوې هڅې هدف ګرځېدلی دی.

دغې ادارې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، اسد د دوشنبې په ورځ له روغتون څخه رخصت شوی او روغتیايي حالت یې ښه شوی دی.

سرچینې زیاتوي، د دې کار تر شا نیت دا و چې روسیه د اسد د فزیکي له منځه وړلو په تور متهمه شي.

بشار اسد د تېر کال د دسمبر په میاشت کې د خپل حکومت تر سقوط وروسته روسیې ته پناه وړې وه.

د ایران سفارت:د کرنې برخه کې افغانستان سره ګډه همکاري سترې ګټې لري

په کابل کې د ایران سفارت د ۳۳م کرنیز نندارتون په څنډه کې اعلان کړی چې په کرنه او مالدارۍ کې د ایران او افغانستان ګډه همکاري سترې ګټې لري.

د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي ویلي چې د ایران خصوصي سکتور کولای شي د کرنیزو او مالدارۍ صنایعو د بنسټیزو جوړښتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې دا نندارتون تېره ورځ پرانیستل شو.

مسعود پزشکیان:ایران باید د تیلو او ګازو پر عوایدو تکیه ونه کړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هرمزګان په سفر کې ویلي چې هېواد یې باید د تېلو او ګازو پر عوایدو تکیه ونه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې که یوه ورځ تېل او ګاز ختم شي، ملت باید د بقا لپاره نوې لارې ولټوي.

پزشکیان زیاته کړې، هغه هېوادونه چې طبیعي منابع نه لري په ښه ډول ژوند کوي؛ خو ایران له شتمنیو سره سره له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

یورویشیا:د انټرنېټ بندیز د افغانانو د ژوند ټولې چارې له ستونزو سره مخ کړې وې

یوروشیا ریویو راپور ورکړی، چې د طالبانو له لوري د انټرنېټ بندېدو د خلکو ژوند ګډوډ کړی و.

د دوی په خبره، د انټرنېټ د بندېدو پر وخت، بانکونه، سوداګري، الوتنې، زدکړې او هرڅه په ټپه درېدلي وو.

بل لورته بیا د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان برخې ویلي، چې افغانان پخوا هم منزوي وو او له دغه اقدام سره یې کورنیو خپلوانو او ان نړۍ سره اړیکې پرې شوې وې.

یوناما:د طالبانو له لوري د نامعلوم علت په اساس د انټرنېټ بندېدلو د افغانانو پر ژوند دروند اغېز وکړ

یوناما د طالبانو حکومت له لوري د نږدې دوه ورځو لپاره د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د بندېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، د دغه اقدام هېڅ دلیل نه دی وړاندې شوی؛ خو دا کار د خلکو پر ورځني ژوند، اقتصاد، د ښځو او نجونو پر وضعیت، د بیان ازادۍ او د معلوماتو پر لاسرسي دروند منفي اغېز کړی دی.

یوناما زیاتوي، انټرنېټ پرې کېدل د بشري مرستو د وېش او د زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر هم له خنډ سره مخامخ کړ.

دغه سازمان د خدمتونو د بېرته عادي کېدو هرکلی کړی؛ خو له طالبانو یې غوښتي چې د خلکو د حقونو په برخه کې روښانه او مسؤلانه دریځ ولري.

زلمی خلیلزاد:د طالبانو له زندان څخه فاروق اعظم خوشې شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، راپورونه یې تر لاسه کړي چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت لوړپوړی سلاکار، فاروق اعظم له بند څخه خوشې شوی دی.

زلمي خلیل‌زاد فاروق اعظم وطن‌دوست بللی او څرګنده کړې چې که دا خبر ریښتیا وي، نو دا به یو خوښوونکی خبر وي.

تر دې وړاندې د یاد وزارت ځینو سرچینو رسنیو ته تأیید کړې وه چې فاروق اعظم د نامعلومو علتونو له مخې د طالبانو حکومت نظامي محکمې ته لېږلی دی.