سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 405

سمیع سادات:له ایرانه د افغان کډوالو په جبري اېستلو خواشینی یم

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په یوه تازه ټویټ کې د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې.

هغه ویلي چې افغانان خپل هیواد ته په زور اړول کېږي، چې دلته یا شکنجه کېږي، یا بېکاره کېږي او یا روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه د بشري حقونو پر نړیوالې ادارې غږ کړی، چې دې بحران ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې دا وضعیت کېدای شي د یوې ناورین بڼه خپل کړي.

سمیع سادات ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی چې که دا حالت دوام وکړي، ښايي درې کاله وروسته هغوی افغانستان ته را کډوال شي.

د بدخشان د طالبانو والي:وضعیت مو کنټرول کړی او د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی نه دی شوی

د طالبانو حکومت د بدخشان والي محمد ایوب خالد له بي‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې ویلي چې په بدخشان کې د لاریونونو پر مهال بلوا نه ده شوې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

نوموړي منلې چې د کوکنارو د کښت پر ضد د عملیاتو پر مهال هوايي ډزې شوي او ممکن تلفات وي؛ خو کره شمېرې یې نه دي وړاندې کړې.

هغه زیاته کړه چې له مخکې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی و؛ خو بېوزلي او د اصولو نه پېژندنه د قانون ماتولو سبب شوې ده.

خالد ټینګار کړی چې د بدخشان خلک د طالبانو له حکومت خوښ دي.

ضمیر کابلوف:د طالبانو حکومت زمونږ د شریکو موخو لرونکی متحد دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، طالبان له روسیې سره د “شریکو موخو لرونکي متحد” په توګه یاد کړي او له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې دوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

کابلوف ویلي چې طالبان باید وسلو او امکاناتو ته لاسرسی ولري ترڅو د داعش په ګډون د کوچنیو تروریستي ډلو پر ضد مؤثره مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې داعش د ناټو د حضور پر مهال په افغانستان کې را پیدا شو او طالبان له هغه وخته تر اوسه پر ضد یې مبارزه کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د روسیې سفیر ، دیمیتري ژیرنوف، هم ویلي چې طالبان باید د پخواني جمهوریت د حکومت پر اساس ونه ارزول شي او ټینګار یې کړی چې طالبان د داعش پر ضد “قاطعانه” مبارزه کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان او قطر؛د افغانستان پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزب د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې.

دا خبرې د افغانستان په اړه د کاري ډلو د ناستو په څنډه کې په دوحه کې ترسره شوې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان په خپل پیغام کې ویلي، چې طارق علي بخیت د افغانستان د ثبات په برخه کې د قطر له هڅو مننه کړې او د کابل له دفتر څخه یې د افغان ولس د ملاتړ لپاره د دې سازمان پر روانو هڅو یو مفصل راپور وړاندې کړی دی.

بدخشان کې اخ او ډب؛طالب مسؤلین وایي، لاریونونه یې په بشپړ ډول مهار کړي

بدخشان کې د طالبانو حکومت او خلکو ترمنځ له څو ورځې اخ او ډب وروسته؛ د دغه ولایت طالب مسوولین وايي، چې اوس مهال وضعیت عادي دی او شوي لاریونونه یې هم کنټرول کړي دي.

دا اخ و ډب د طالبانو د حکومت له لوري د خلکو د کوکنارو د کښت اړولو په غبرګون کې پېښ شوی و.

د سیمې خلک وايي، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې طالبانو په لاریون کوونکو ډزې کړې، چې پنځه تنه یې وژلي.

بل لورته طالب مسوولین وايي، چې که ډزې هم شوې وي؛ نو یوازې یې د لاریون کوونکو د مهار لپاره کړي او په هیڅ صورت یې لاریون کوونکي نه دي په نښه کړي.

امرالله صالح:ایران ځکه افغان کډوال را باسي، چې د بلې جګړې لپاره چمتووالی نیسي

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې ایران د یوې احتمالي جګړې د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي، او له همدې امله افغان کډوال له خاورې باسي.

صالح پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دواړه لوري ګوته پر ماشه دي او د جګړې احتمال لرې نه دی.

هغه ټینګار کړی چې ایران غواړي په یوه احتمالي جګړه کې قوي حضور ولري او نه غواړي د بهرنیانو (افغان کډوالو) شتون یې پام وویشي.

صالح زیاته کړې، چې غوره به وي، ترڅو پر خپلو ابتکاراتو تمرکز وشي.

روسیه؛د طالبانو حکومت سفیر دغه هېواد ته رسېدلی او ژر به چارې پیل کړي

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت له خوا نوی ټاکل شوی سفیر گل‌حسن د سرطان په ۱۰مه مسکو ته رسېدلی دی.

د «تاس» خبري آژانس په وینا، گل‌حسن به ډېر ژر خپل رسمي دیپلوماتیک ماموریت د طالبانو حکومت د سفیر په توګه په روسیه کې پیل کړي.

گل‌حسن تر اوسه پورې تر ټولو لوړپوړی دیپلومات دی چې واک ته د طالبانو حکومت تر رسېدو وروسته، د افغانستان د سفارت مشري په مسکو کې پر غاړه اخلي.

هغه تر دې وړاندې په پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر وو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان کړی و چې روسیې د دوی له خوا د نومول شوي سفیر ټاکنه رسماً منلې ده.

بریتانیا؛د افغانانو د بیا میشت کېدو برنامه بنده کړه

د بریتانیا حکومت د افغانانو د بیا میشت کېدو برنامه ناڅاپه بنده کړې ده.

دا برنامه هغو افغانانو ته ځانګړې وه چې په افغانستان کې یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ یې کار کړی و.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوي مهاجرتي یادښت له مخې، د سې شنبې له غرمې ۳ بجو وروسته نور نوي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.

دوی ویلي، چې اوس یوازې هغه افغانان د بریتانیا د منلو وړ دي چې د ۲۰۲۱ د اپرېل له لومړۍ تر ۲۰۲۵ د جولای تر لومړۍ نېټې مخکې یې غوښتنلیکونه ثبت کړې وي.

ډونالډ ټرمپ:حماس دې له اسرائیلو سره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه ومني

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې حماس له اسرائیلو سره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه ومني، څو د منځني ختیځ ثبات ته لار هواره شي.

ټرمپ دا طرحه “وروستی وړاندیز” بللی او ویلي یې دي چې دا به د قطر او مصر د منځګړیتوب له لارې حماس ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ده استازو له اسراییلي چارواکو سره د غزې په اړه مفصله او رغنده غونډه کړې، او اوس وخت رارسېدلی چې حماس هم د سولې لپاره عملي ګام واخلي.

ایران؛د فردو هستوي تاسیساتو ته نوې لار جوړه کړې

0

وال سټریټ ژورنال د سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ وايي چې ایران د فردو هستوي تاسیساتو ته نوې لاره جوړه کړې او وسایط یې انتقال کړي دي.

راپورونه وایي دا وسایل د امریکا د تېرې میاشتې له بمبار وروسته د تاوان د ارزونې لپاره کارېږي.

امریکايي الوتکو د جون ۲۲مه نېټه پر دغه ځای ۱۲ قوي بمونه غورځولي وو؛ خو اوس هم د تونلونو په دروازو کې ښکاره فعالیت نه لیدل کېږي.

کارپوهان وایي، شاید ایران ځینې تجهیزات د برید وړاندې بل ځای ته انتقال کړي وي.