سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 401

نصیر احمد اندېشه:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو د ماتې په معنی ده

په ژنیو کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو دواړو لپاره د ماتې په معنی ده.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د لومړني هېواد په توګه تېره شپه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

نصیر احمد فایق:له روسیې دا ډول تمه د حیرانتیا وړ نه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، که څه هم د روسیې له لوري د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل طالبانو ته یو سیاسي امتیاز ښکاري؛ خو د افغان ولس لپاره به یې ناوړه او اوږدمهاله پایلې ډېرې وي.

نوموړی وایي، روسیې د طالبانو ملاتړ کوو او دا هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده، چې دوی اوس په رسمیت وپېژندل.

د یادونې ده، چې دغه ګام د یو شمېر نورو پخوانیو افغان چارواکو غبرګونونه هم را پارولي.

شاه محمود میاخېل:بهرني هېوادونه طالبانو ته دوامداره تکیه نشي ورکولای

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې د افغانستان د تېرو نظامونو ملاتړ بهرنیانو یوازې تر خپلې ګټې پورې کړی دی، چې نه روسانو د خلق ګوند ژغورلی، نه مجاهدین د پاکستان ملاتړ بچ کړل او نه امریکا جمهوریت وژغوره.

هغه وایي، طالبان به هم د دوامداره بهرني ملاتړ تمه ونه‌لري، ځکه چې نه روسیه، نه پاکستان او نه ایران به هغوی ته دوامداره تکیه ورکړي.

میاخېل ټینګار کوي چې افغانان باید پر یو بل اعتماد وکړي، مشروع او قانوني نظام رامنځته کړي، چې د ټول‌منلي اساسي قانون پر بنسټ ټول افغانان پکې برخه ولري.

هغه وايي، یوازې قانونمند حکومت کولای شي د خپلو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي؛ نه دا چې د پټو معاملو له لارې ثبات راشي.

ضمیر کابلوف ومنله چې «اسلامي امارت» یې په رسمیت پیژندلی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د RIA نووستي ته منلې چې “روسیې په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) په رسمیت پیژندلی دی.”

له رسمیت پېژندلو سره سم؛د طالبانو حکومت مسکو کې پر سفارت خپل بیرغ را وځړاوه

په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت یې د روسیې له لورې په رسمیت پیژندل شوی، په ورته وخت کې طالبانو په مسکو کې د جمهوري حکومت بیرغ لیرې کړ او خپل بیرغ یې د سفارت په ودانې ورپاروه.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم منلې چې مسکو د طالبانو اداره په رسمیت پیژندلې ده.

روسیې سفیر تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دا پریکړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وړاندیز او د ولسمشر ولادیمیر پوتین په تایید شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا څخه د غچ اخیستو نیت نه لرو او د خبرو لپاره چمتو یوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت روانچي ویلي، سره له دې چې د امریکا له‌خوا د ایران د هسته‌يي تأسیساتو له جدي زیان وروسته، واشنګټن باندې دوی اعتماد نه لري؛ خو بیا هم تهران له امریکا سره پر دیپلماسۍ باور لري.

نوموړي د NBC شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران نور د امریکا د سختو بریدونو په بدل کې د غچ اخیستو نیت نه لري او له واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره چمتو ده.

هغه ټینګار وکړ چې د تهران دریځ، چې له ډېرې مودې راهیسې تکرار شوی، دا دی چې د یورانیمو د غني‌سازۍ د درولو کوم پلان نه لري.

روسیې؛د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د روسیې سفیر په دې لیدنه کې رسماً د خپل هېواد پرېکړه ابلاغ کړه چې له مخې یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

ښاغلي ژیرنوف دا پرېکړه تاریخي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

امیر خان متقي د روسیې د دې ګام هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به د مثبتو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو نوې مرحله پیل کړي.

انقره کې؛د طالبانو حکومت نوي سفیر خپل باور لیک ترکي چارواکو ته وسپاره

د طالبانو حکومت له لوري په انقره کې نوي استازي صنیع الله فرهمند خپله اعتبارنامه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس جمیل میر اوغلو ته وسپارله.

کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې دواړو خواوو د سیاسي، دیني او فرهنګي اړیکو په اړه خبرې کړي دي.

سفارت زیاتوي چې د طالبانو حکومت سفیر به ژر د ترکیې لوړپوړو چارواکو ته رسمي معرفي شي.

ترکیې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو سفارت‌یې په کابل کې فعال دی.

تهران؛میترو کې افغان دستفروشان له کارځایونو لرې کېږي

د تهران د صنايعو او مشاغلو د تنظيم شرکت رئيس، مجتبی اقوامی، ويلي چې د ښار دستفروشان به تنظيم شي.

نوموړي زياته کړې چې د دې پروسې په ترڅ کې به افغان مهاجر دستفروشان له مترو او ښار څخه لرې کړل شي.

اقوامي ويلي، د مترو له مدير سره د ليږل شوې مکتوب له مخې، شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې بهرني دستفروشان به نور اجازه ونه لري چې په مترو کې فعاليت وکړي.

بلجیم؛د ایران سپاه پاسداران ترهګره ډله وبلله

0

د بلجیم د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې نن پرېکړه کړې چې د ایران د سپاه پاسداران نوم د دې هېواد د ترهګریزو ډلو په رسمي لېست کې شامل کړي.

د بلجیم پارلمان غړې، دریا صفايي، ویلي چې دا پرېکړه یو پیاوړی پیغام لري: «تروریزم باید بې جزا پاتې نه‌شي، حتی که دا د یو دولتي بنسټ له خوا وي.»

هغې ویلي سپاه پاسداران نه یوازې د ایران دننه د بشر د حقونو په سرغړونو کې رول لري، بلکې په نړیواله کچه د ترهګریزو فعالیتونو سره هم تړلی دی.

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې ایرانی فعالانو او د ایران د حکومت مخالفانو د دې ځواک د ترهګرو ډلو په توګه د سپاه پایداران د پېژندلو غوښتنه کوله.