سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 400

چین په ژوندۍ بڼه؛د کشمیر د جګړې پر مهال پاکستان ته د هند استخباراتي معلومات ورکړي

0

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، چین د اسلام‌اباد او نوي ډيلي ترمنځ د کشمیر پر سر د جګړې پر مهال، پاکستان ته د هند د مهمو پوځي اهدافو په اړه په ژوندۍ بڼه استخباراتي معلومات ورکړي دي.

د هند د پوځ مرستیال مشر جنرال راهول سینګ ویلي، هند په جګړه کې له دوو دښمنانو سره مخ و؛ یو ښکاره دښمن پاکستان او بل پټ ملاتړی چین.

نوموړي ویلي، پاکستان دا هم ویلي و چې د هند پوځ کوم ځایونه په نښه کوي، چې دا استخباراتي معلومات ورته چین ورکړي وو.

راپور زیاتوي، چې چین له خپلې سپوږمکۍ څخه د پاکستان رادار ته معلومات استول.

راهول سینګ همداراز ادعا کړې چې ترکیې هم د جګړې پر مهال د پاکستان ملاتړ کړی او بې‌پېلوټه الوتکې او نظامي سلاکاران یې ورکړي؛ خو تر اوسه د ترکیې چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ذبیح الله مجاهد:د روسیې زړور اقدام د فرصتونو نوې کړکۍ پرانیستله

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هیله ښودلې چې د روسیې له لوري د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې له اقدام وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شي.

مجاهد د روسیې دولتي خبري آژانس «ریانووستي» ته ویلي: «روسیې د فرصتونو یوه کړکۍ پرانیستې ده، او موږ هیله‌مند یو چې نور هېوادونه هم له دې ګام څخه الهام واخلي.»

نوموړي همداراز د روسیې له چارواکو مننه کړې او د مسکو دغه پرېکړه یې «پر خپل وخت یو زړور اقدام» بللی دی.

امرالله صالح:طالبان به سقوط وکړي او افغانستان به بیا ورغول شي

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې “ایکس پاڼې لیکلي، طالبان به حتمي له منځه ولاړ شي او افغانستان به بیا را ژوندی شي.

هغه ویلي، ملي بیرغ به بیا رپانده شي او د طالبانو لنگوټه به هېڅکله د افغانستان د ملي بیرغ ځای ونه نیسي.

صالح زیاتوي، دسیسې لنډ عمر لري او د افغانستان عزت به بېرته راشي.

محمود صیقل:روسیې د طالبانو د ظالم رژیم په رسمیت پېژندلو سره د شوروي تېروتنه بیا تکرار کړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل، د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر پرېکړه توندې نیوکې کړي دي.

هغه په خپل ایکس په روسي‌ژبه یو یاداښت کې لیکلي چې مسکو د طالبانو د «ظالم رژیم» په رسمیت پېژندلو سره، د شوروي اتحاد هغه ستره تېروتنه بیا تکرار کړې چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د افغانستان د اشغال پر مهال کړې وه.

صیقل خبرداری ورکړی چې دا اقدام به بالاخره د روسیې پر ضد تمام شي او مسکو ته به د یوې بلې «وینې بهوونکې زخم» بڼه غوره کړي.

چین:د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه یو ښه اقدام دی

چین د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ ویلي چې بیجینګ د طالبانو له حکومت سره د اړیکو زیاتوالي ملاتړ کوي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې چین به هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني که نه.

نوموړې ویلي، دا یو نیک ګام دی او چین باور لري، چې طالبان باید له نړیوالې ټولنې جدا نه وي.

سي‌ان‌ان:د طالبانو حکومت هڅه کوي، چې امریکا نه هم رسمیت واخلي

امریکایي رسنۍ سي‌ان‌ان ویلي، طالبان د روسیې له لورې د رسمي پېژندلو وروسته، اوس هڅه کوي چې له خپل پخواني دښمن امریکا څخه هم رسمیت ترلاسه کړي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۵ کال د پسرلي راهیسې، چې ډونالډ ټرمپ دوهم ځل ولسمشر شو، دا هڅې ډېرې شوې دي.

په مارچ ۲۰۲۵ کې، طالبانو دوه امریکایان له زندانه خوشې کړل او امریکا هم د درې طالب مشرانو له سرونو میلیونونه ډالر انعام لیرې کړ.

همداراز، د طالبانو حکومت د اپرېل په میاشت کې د یوې دایمي استازولۍ د پرانېستلو وړاندیز امریکا ته کړی، څو د افغانستان چارې تعقیب کړي.

احمدالله علیزی:د طالبانو رسمیت‌پېژندنه که د قدرتونو د سیالیو برخه وي ستونزې جوړوي

د کابل پخواني والي، احمدالله علیزي ویلي، که روسیه د افغانستان د ثبات لپاره طالبان وپېژني، د ستاینې وړ ده؛ خو که دا د نړیوالو سیالیو برخه وي؛ نو هیواد ته به نوې ستونزې راولاړې کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان باید بیا د روسیې او امریکا د سیاسي جګړې ډګر نه شي.

هغه د اوسنیو ستونزو یوازینی حل ملي یووالی او داخلي اتفاق بللی.

د بشري حقونو فعالانو ټولنه:روسیې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو سره ټول حقونه تر پښو لاندې کړل

د بشر حقونو د فعالانو اتحادیې ویلي چې د روسیې له لوري د د طالبانو حکومت رسميت پېژندنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

دغه حقوقي بنسټ باور لري چې روسیې په دې کار سره د ملګرو ملتونو منشور، د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، او هغه ټول نړیوال تعهدات تر پښو لاندې کړي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي اقلیتونو او قومي لږکیو د ساتنې لپاره وضع شوي دي.

اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه وغندله او له مسکو څخه یې وغوښتل چې خپله پریکړه له سره وارزوي.

دا بنسټ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشر د حقونو نړیوالو مدافع بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

دادفر سپنتا:د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل د خواشینۍ وړ اقدام دی

د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، ویلي چې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه خواشینوونکی او د حېرانتیا وړ اقدام دی.

نوموړي په خپل ایکس لیکلي: «دا یوازې پیل دی؛ که ملي مقاومت پراخ نه شي، نور هېوادونه به هم د روسیې له پښو پیروي وکړي؛ دا به حتمي وي.»

نصیر احمد اندېشه:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو د ماتې په معنی ده

په ژنیو کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو دواړو لپاره د ماتې په معنی ده.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د لومړني هېواد په توګه تېره شپه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.