سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 402

بلجیم؛د ایران سپاه پاسداران ترهګره ډله وبلله

0

د بلجیم د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې نن پرېکړه کړې چې د ایران د سپاه پاسداران نوم د دې هېواد د ترهګریزو ډلو په رسمي لېست کې شامل کړي.

د بلجیم پارلمان غړې، دریا صفايي، ویلي چې دا پرېکړه یو پیاوړی پیغام لري: «تروریزم باید بې جزا پاتې نه‌شي، حتی که دا د یو دولتي بنسټ له خوا وي.»

هغې ویلي سپاه پاسداران نه یوازې د ایران دننه د بشر د حقونو په سرغړونو کې رول لري، بلکې په نړیواله کچه د ترهګریزو فعالیتونو سره هم تړلی دی.

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې ایرانی فعالانو او د ایران د حکومت مخالفانو د دې ځواک د ترهګرو ډلو په توګه د سپاه پایداران د پېژندلو غوښتنه کوله.

جرمني:غواړو له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو برخه کې مستقیم تړون وکړو

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي، هېواد یې له طالبانو سره رسمي اړیکې نه لري؛ خو هڅه کوي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له هغوی سره مستقیم تړون ترلاسه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا به د درېیمو هېوادونو له لارې نه، بلکې مستقیمه همکاري وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په جرمني کې د محافظه‌کارو ګوندونو له خوا د کډوالو د ایستلو فشارونه زیات شوي دي.

ایران:په شاهرود کې ۴۵۰ افغان مهاجر نیول شوي

0

د ایران د شاهرود د پولیسو قوماندان علیرضا شائیني ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۰ افغان مهاجر د قانوني اسنادو نشتوالي له امله نیول شوي دي.

نیول شوي کسان د ایستلو لپاره سمنان کمپ ته لېږدول شوي.

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د مهاجرو په پېژندنه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

اسرائیلي رسنۍ:ایران او امریکا راتلونکې اوونۍ اټومي خبرې بیا پيلوي

0

د اسراییلو ۱۲ کانال ټلویزیون راپور ورکړی چې ایران او امریکا پلان لري راتلونکې اوونۍ د ناروې په پلازمېنه اسلو کې اټومي خبرې له سره پیل کړي.

راپور وايي، دا خبرې د ټرمپ استازي ستیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ روانې دي.

دا خبرې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته درېدلې وې.

شمالي کالیفورنیا:یو ګودام کې د چاودنې له امله ۷ تنه نادرکه دي

0

د امریکا رسنیو د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د شمالي کالیفورنیا په اورلګیدونکو توکو ډک ګودام کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې مالي او ځاني زیان رامنځته شوی.

لاهم د پېښې په ځای کې اووه هغه کسان نادرکه دي، چې د ګودام دننه یې کار کوو.

ویډیوګانې ښيي چې لومړی اور ولګېد، بیا ستره چاودنه وشوه او څو نږدې کورونه هم وسوځېدل.

د کالیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې اداره وایي، ګودام د اورلګیدونکو موادو د ساتلو رسمي اجازه لرله.

اوس مهال د پېښې د علت پلټنه روانه ده.

اوکراین:د امریکا د ځینو وسلو بندېدل د روسیې پر وړاندې دفاع کمزورې کوي

0

اوکراین د امریکا له لوري د ځینو مهمو وسلو د لېږد د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

کییف ویلي، دا پرېکړه به د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د دفاع توان کمزوری کړي.

د راپورونو له مخې، اوکراین د امریکا د سفارت کاردار احضار کړی او د نظامي مرستو د دوام پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د معلوماتو له مخې، واشنګتن دا پرېکړه د خپلو پوځي زېرمو د کمېدو له امله کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې غړي:اسرائیل ته باید هغه وسلې ورکړل شي، چې وروستیو کې امریکا پر ایران استعمال کړې

0

د امریکا د استازو جرګې دوه غړو دموکرات جاش ګات‌هایمر او جمهوري‌خواه مایک لاولر یو دوه‌ګون حزبي لایحه وړاندې کړې ده، چې له مخې یې اسرائیل ته د ۳۰۰۰ پونډه قوي بمونو او د رادار نه پټېدونکو بی-۲ الوتکو د لاسرسي اجازه ورکول کېږي.

دا هماغه وسلې دي چې امریکا په وروستي برید کې د ایران د اټومي تأسیساتو پر ضد وکارولې.

د لایحې له مخې، که ایران د اټومي وسلو جوړول ته دوام ورکړي، ولسمشر به واک ولري چې دا وسلې اسرائیل ته انتقال کړي.

ذبیح الله مجاهد:د محمود شاه حبیبي ورکېدو کې استخبارات هیڅ لاس نه لري

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې د امریکا هغه تورونه بې‌اساسه دي چې ګواکې د افغان تبعه محمود شاه حبیبي لادرکه کېدو کې د استخباراتو لوی ریاست لاس لري.

نوموړی وايي، د حبیبي د کورنۍ د عریضې له مخې پلټنې شوې؛ خو هیڅ نښه نه ده موندل شوې چې نوموړی دې د «اسلامي امارت» له‌خوا نیول شوی وي.

هغه زیاته کړې، چې «اسلامي امارت» د مشروع نظام په توګه د هر نیول شوي کس حقونو ته ژمن دی او توقیف‌شوي کسان پر وخت عدلي ارګانونو ته سپاري.

علي رحماني:خامنه‌یي ته سپکاوی خدای او رسول ته سپکاوی دی

0

د ایران د جامعه مدرسین غړي علي رحماني سبزواري ویلي چې د ایران ستر مذهبي مراجعو د امریکا او اسرائیل مشران “محارب” یا له دین سره په جګړه کې بللي دي.

نوموړي علي خامنه‌اي د امامت په مقام کې یاد کړ او ویلي یې دي، چې توهین ورته د پیغمبر او خدای سپکاوی دی.

هغه زیاته کړه چې له اسلامي نظام سره جګړه کوونکي او د خلکو او مراجعو ترمنځ بېلتون رامنځته کوونکو ته باید د قتل سزا ورکړل شي.

نصیر احمد فایق:ایران باید ګاونډیتوب، دیني ارزښتونو ته په پام سره د کډوالو جبري اېستل بند کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په غبرګون کې ویلي چې ایران باید د بشري کرامت، ګاونډیتوب اصولو، ګډو دیني ارزښتونو او نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.

فایق په خپله ټولنیزه پاڼه ایکس کې هیله څرګنده کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پریکړې باید مسؤلانه او د انساني کرامت پر بنسټ وي.

هغه له ایران وغوښتل چې د هغو افغان کډوالو، په ځانګړې توګه پخوانیو امنیتي ځواکونو برخلیک ته چې د طالبانو له خوا د نیونې، سزا او انتقام له ګواښ سره مخ دي، جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې عادلانه او انساني چلند له کډوالو سره کولی شي د نوو بشري او امنیتي بحرانونو مخه ونیسي.