چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 4

وال سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ غواړي جګړه کمه کړي، که د هرمز تنګی تړلی هم پاتې شي

0

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو نږدې سلاکارانو ته ویلي چې چمتو دی د ایران پر ضد د امریکا روان پوځي کمپاین پای ته ورسوي، حتی که د هرمز تنګی لا هم تر ډېره تړلی پاتې شي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا پرېکړه ښايي د ایران کنټرول پر دې مهم سمندري لارې نور هم ټینګ کړي او د هغې د بیا پرانیستلو پوځي عملیات وروسته وخت ته وځنډوي.

د راپور له مخې، ټرمپ او د هغه سلاکاران په وروستیو ورځو کې دې پایلې ته رسېدلي چې د هرمز تنګي د پرانیستلو عملیات ښايي تر ټاکلي وخت زیات وغځېږي او جګړه اوږده کړي.

له همدې امله پلان دا دی چې امریکا لومړی خپل اصلي هدفونه، لکه د ایران د سمندري ځواک کمزوري کول او د توغندیو د زېرمو کمول، ترسره کړي او وروسته جګړه راکمه کړي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې که دا تګلاره بریالۍ نه شي، واشنګټن به له اروپايي متحدانو او د خلیج له هېوادونو وغواړي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو اصلي مسوولیت په غاړه واخلي.

امریکا؛د ځینو پناه غوښتونکو د دوسیو پروسس بېرته پیل کړ

0

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د ځینو پناه غوښتونکو د دوسیو پروسس بېرته پیل شوی دی.

دا پروسه د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې وروسته له هغې درول شوې وه چې یو پناه غوښتونکی د واشنګټن په ښار کې د ملي ګارډ پر دوو غړو د برید په تور ونیول شو.

د ادارې ویاند ویلي چې د هغو پناه غوښتونکو لپاره ځنډ ختم شوی چې بشپړه امنیتي ارزونه پرې شوې او د لوړ خطر هېوادونو څخه نه وي، خو سختې امنیتي پلټنې به دوام ولري.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د سختو اقداماتو یوه برخه بلل کېږي.

مخکې هم امریکا د ځینو هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز لګولی و او د نومبر له برید وروسته دا محدودیتونه نور هم زیات شوي وو.

کارولین لیویت:تهران که څه هم په ښکاره مخالفت کوي، خو په پټه خبرو ته نږدې شوی

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې د ایران پر ضد د «Operation Epic Fury» ایپیک فیوري پوځي عملیات په بریالیتوب سره روان دي او له تهران سره د احتمالي هوکړې لپاره پرمختګ شوی دی.

نوموړې رسنیو ته وویل، تر اوسه له ۱۱ زرو زیات د دښمن هدفونه په نښه شوي دي او: «هر برید د دښمن بریدیز او دفاعي وړتیاوې کمزورې کوي او د امریکا او متحدینو لپاره لا زیات فشار رامنځته کوي.»

لیویت زیاته کړه چې د ایران سمندري ځواک نور په سیمه ییزو اوبو کې فعاله بېړۍ نه لري او د سمندري ځواک د ښودلو توان یې له لاسه ورکړی دی.

هغې ادعا وکړه چې د ایران پاتې جوړښتونه ورځ تر بلې د جګړې د پای ته رسولو او خبرو ته لېواله کېږي.

د هغې په وینا: «سره له دې چې په ښکاره ډول سخت دریځ ښودل کېږي، خو په پټه اړیکو کې خبرې روانې دي او مثبتې روانې دي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې دا خبرې د «یو نسل کې یو ځل فرصت» وباله، څو ایران له امریکا سره هوکړه وکړي، خپل اټومي پروګرام دایمي پرېږدي او د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ بند کړي.

نوموړې خبرداری ورکړ چې که ایران هوکړې ته غاړه کېنږدي، نو ډونالډ ټرمپ ته به د نړۍ تر ټولو قوي پوځ ټولې ممکنه لارې په واک کې ورکړل شي، څو پر ایران سخت فشار ته دوام ورکړي.

هغې ټینګار وکړ: « که په هر ډول وي، ایران به نور د دې توان ونه لري چې امریکا او د هغې متحدین وګواښي.»

مارکو روبیو:په ایران کې د رهبرۍ درزونه شته؛ ځینې افراد په پټه سمې خبرې کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ایران په مشرۍ کې ځینې درزونه شتون لري.

هغه دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو خبرو په غبرګون کې کړې چې په ایران کې یې د نوې او منطقي رژیم سره د خبرو یادونه کړې وه.

روبیو ویلي چې ځینې کسان په ایران کې په پټه سمې خبرې کوي او له امریکا سره اړیکې لري، خو هغه د نومونو یادونه نه ده کړې، ځکه چې دا کار ښايي د هغوی لپاره په ایران کې ستونزې جوړې کړي.

هغه ټینګار کړی چې لا هم څرګنده نه ده چې دغه افراد به واک ته ورسېږي او که د خپلو ژمنو د عملي کولو توان لري؛ خو امریکا به وضعیت ازمويي.

روبیو زیاته کړې چې د ټرمپ څرګندونې ښيي چې هغه، سره له ټولو ګواښونو، بیا هم د ډیپلوماسي ملاتړ کوي.

افغانستان؛د وروستیو سختو بارانونو له امله ۲۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شوي

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي چې په تېرو درې ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېدنې، تندر او برښنا له امله په افغانستان کې ۲۸ کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د ادارې د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې ۵۶۸ کورونه بشپړ یا جزوي ویجاړ شوي، ۲۴ د اوبو څاه‌ګانې، ۹۳ کیلومتره سړکونه، ۳۰ د اوبو رسولو شبکې او ۲۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې، او له ۲۰۰ څخه زیات څاروي له منځه تللي دي.

تر دې دمه ۱۱۳۰ کورنیو ته مرستې رسېدلي، خو ګڼ شمېر زیانمن شوي اوسېدونکي وايي چې لا هم یې هېڅ مرسته نه‌ده ترلاسه کړې او د خوراکي او نغدو مرستو غوښتنه کوي.

په ننګرهار، پروان، هرات او نورو ولایتونو کې هم سخت بارانونه شوي او سېلابونو جدي تلفات اړولي دي.

د طالبانو حکومت؛د کابل لپاره د سون‌توکو نوې بیې اعلان کړې

د طالبانو حکومت د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون په تازه پرېکړه کې د سون‌توکو نوې بیې اعلان کړي دي.

د نوې بیې له مخې:
د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ
د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ
د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ

د کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې د معلوماتو او ارزونو پر اساس ټاکل شوې دي.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې ټول کاروباریان مکلف دي دا بیې عملي کړي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ښاريانو ته هم سپارښتنه شوې چې د هر ډول سرغړونې په اړه د مارکیټونو د تنظیم ریاست سره اړیکه ونیسي.

روسي رسنۍ:افغانستان پلان لري له روسیې څخه هر کال دوه میلیونه ټنه نفتي توکي وپېري

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مشر رستم خبیبولین ویلي چې د طالبانو حکومت چارواکي پلان لري له روسیې څخه هر کال شاوخوا دوه میلیونه ټنه نفتي توکي وپېرې.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د اوسنیو تړونونو موده له درېیو تر شپږو میاشتو پورې ده او وروسته بیا بیا تجدیدېږي.

د راپورونو په اساس، تمه ده چې د روسیې څخه د نفتي توکو د پېرلو اوږدمهاله تړون ډېر ژر د کازان ښار په نړیوال اقتصادي فورم کې لاسلیک شي، چې د افغانستان د انرژۍ اړتیاوې په دوامداره توګه پوره کړي.

اسماعیل بقایي:له امریکا سره هېڅ مستقیمه مذاکره نه ده شوې او یوازې د منځګړو له لارې پیغامونه رسېدلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د وروستي پړاو له خبرو وروسته تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ مستقیمه مذاکره نه ده شوې.

بقایي زیاته کړې چې تر دې دمه یوازې د ځینو منځګړو له لارې پیغامونه رسېدلي دي او د ده په وینا په دغو منځګړو کې پاکستان هم شامل دی، چې د امریکا د خبرو غوښتنه یې تهران ته رسولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې هغه څه چې د ۱۵ مادو د وړاندیز په نوم یادېږي، د امریکا له لوري ډېرې زیاتې غوښتنې او غیرمنطقي غوښتنې دي.

بقایي ټینګار کړی چې ایران به یوازې د درناوي او متقابلو اصولو پر بنسټ هر ډول خبرې ومني او د فشار او یو اړخیزو غوښتنو تر سیوري لاندې مذاکره نه کوي.

د بشر حقونو نړیوال بنسټ:ملګري ملتونه دې افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په تړاو له پاکستان پوښتنه وکړي

د بشر حقونو نړیوال بنسټ ویلي چې پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو پر ملکي سیمو درنې وسلې او بې‌تفکیکه هاوان مرمۍ کارولي دي.

یاد بنسټ ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له پاکستانه یې غوښتي چې پر ملکي سیمو بریدونه سمدستي ودروي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې د دې پېښو په اړه پلټنې وکړي او د مسوولو کسانو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کړي.

ایران؛د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قومندان علي رضا تنګسیري مړینه تایید کړه

0

ایران په رسمي ډول د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قومندان علي رضا تنګسیري مړینه تایید کړه.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی څو ورځې وړاندې د ایران په جنوبي سیمه کې د یو برید پر مهال سخت ټپي شوی و او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د سپاه پاسداران په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د تنګسیري مړینه د «دښمن د برید» پایله ده، خو د برید د څرنګوالي او عاملینو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تنگسیري د ایران د سمندري ځواکونو له مهمو قومندانانو څخه و، چې د ستراتیژیکو اوبو په ځانګړي ډول د خلیج فارس په سیمه کې یې مهم رول درلود.

وړاندې اسرائیل د دې برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې و، چې تنګسیري یې د جیټ الوتکې لخوا هدف ګرځولی او وژلی دی.