چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 398

قطر؛له افغان زلزله ځپلو سره د ژغورنې لپاره ګرځنده روغتونونه او مرستې واستولې

‏د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د قطر دولت د امیر المفدی د ځانګړو لارښوونو پر بنسټ د افغانستان ختیځ ته د بېړنیو مرستو لپاره ۴ پوځي الوتکې کابل ته رسولي.

په دغو الوتکو کې دوه ګرځنده روغتونونه، د خوړو، درملو او د استوګنې توکي انتقال شوي چې د نږدې ۱۱ زره متضررینو اړتياوې به تر پوښښ لاندې راولي.

یاد بشري پلاوی چې مشري یې د قطر دولت د نړیوالې همکارۍ وزیرې مریم بنت علی ناصر المسند کوله، وسله‌والو ځواکونو، د بهرنيو چارو وزارت، د “لخویا” ځانګړې قطعې او د قطر د پرمختیا صندوق استازو ملتیا کړې ده.

یادو رسنیو ویلي، قطر د دې اقدام له لارې یو ځل بیا له افغانانو سره د مرستو او همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار کړی.

پاکستان؛سوات کې د پوځیانو او ټي‌پي‌پي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي

0

د پاکستان په سوات کې پاکستاني طالبانو د ځانګړو ځواکونو د چاپې هڅه شنډه کړې ده.

د سرچینو په وینا، د ټي‌ټي‌پي وسله والو او پوځیانو په نښته کې څلور پوځیان وژل شوي، درې نور ټپیان دي او درې تنه ژوندي ټي‌ټي‌پي نیولي دي.

ټي‌ټي‌پي د وژل شویو پوځیانو وسلې هم تر لاسه کړي او وایي، د پاکستاني ځواکونو د تېښتې هڅې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان:زلزله ځپلو سره لږ تر لږه څلور میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې د کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان په زلزله‌ځپلو سیمو کې څه باندې درې زره ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي، چې له ډلې یې ۶۶۹ کسان تر اوسه بستر دي.

یوازې د ننګرهار په ولایتي روغتون کې د جراحۍ ۱۳۶ عملیاتونه ترسره شوي دي.

سازمان اعلان کړی چې د بېړنۍ پاملرنې لپاره یې په کابل او جلال‌اباد کې د پېښو د مدیریت سیسټم فعال کړی او سیمې ته یې درمل، تجهیزات او متخصصې ډلې استولي دي.

همداراز په کونړ کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه او په کونړ او ننګرهار کې رواني ډلې فعالې دي، چې سلګونو ناروغانو ته یې خدمتونه کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې د ساري ناروغیو د خپرېدو کومه پېښه تر اوسه نه ده ثبت شوې؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د زیربناوو ویجاړېدل او د بودیجې کموالی د مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د حیاتي خدمتونو د دوام لپاره لږ تر لږه څلور میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده.

خیبر پښتونخوا؛کرک کې پر پولیسو برید کې د تاڼې د مشر په ګډون درې سرتېري وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بنده داؤد شاه سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر ګزمې ډزې شوې دي.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې ډزو کې درې پولیس وژل شوي چې پکې د یو تاڼې مشر (SHO) هم شامل دی.

ویل شوي چې د ګزمې دا ډله د یوې غلا د پېښې د پلټنې په هڅه کې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې سوات کې هم د پوځیانو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

امرالله صالح:طالبان د ښځو دښمنان دي او پر ښځو زور ازمایل د نارینتوب اصل نه دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کونړ وروستۍ زلزلې د غمیزې په تړاو د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي، د ټپیانو د درملنې په برخه کې دې لږ له عقل کار واخلي او فکر دې وکړي چې د ښځو د درملنې مسولیت چا ادا کړ.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، طالبانو ښځینه ډاکترانې دې ته اړې کړي چې یا له هېواده ووځي او یا د “تورسرې” په نوم په کور کې بند پاتې شي او ومري.

نوموړي زیاته کړې: «پوښتنه دا ده چې دا زرګونه ټپي شوې ښځې به څوک تداوي کړي؟ ایا پرېښودل شوې چې په متروکو کوټو کې بې ډاکټره خپل ژوند له لاسه ورکړي او د تور سر په نوم خاورو ته وسپارل شي؟ دا ډېره دردونکې ده، او له دې هم دردونکې دا ده چې څوک ځان سړی وبولي؛ خو د دغو ښځو د درد پروا ونه لري.»

هغه طالبان د ښځو دښمنان یاد کړي او ویلي یې دي چې پر ښځو زور ازمایل د نارینتوب اصل نه دی.

حمدالله فطرت:کونړ کې د زلزلې د تلفاتو شمېر له ۱۴۵۰ پورته شو

په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله لږ تر لږه ۱۴۵۷ تنه شهیدان او شاوخوا ۳۳۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په متضرره سیمو کې د ۶۷۸۲ کورونو د ویجاړېدو راپورونه ثبت شوي دي.

هغه وایي، چې د ژغورنې عملیاتو ټیمونه ټوله ورځ د خاورو لاندې پاتې خلکو د راایستلو او د ټپیانو د انتقال چارې ترسره کړي دي او ټپیان د الوتکو په وسیله بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس د زیانمنو سیمو ډېره برخه تر پوښښ لاندې راوستل شوې او د خلکو ستونزو ته رسېدنه روانه ده.

حمدالله فطرت ویلي چې ټول امکانات د خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره په کار اچول شوي دي.

امیرخان متقي؛له بهرنیو استازولیو د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو د جلب غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان له دیپلوماتیکو استازولیو سره د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د زیانونو په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي استازولیو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو مېزبان هېوادونو کې له حکومتي چارواکو، خیریه بنسټونو او مرستندوو شخصیتونو سره د زلزلې د اغېزمنو کورنیو وضعیت شریک کړي او د مرستو د راجلب، اسانتیاوو برابرولو او د اغېزمن مدیریت لپاره هڅې وکړي.

سویلي کوریا؛د افغان زلزله‌ځپلو لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

‏د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې ۶۹.۴۷ میلیونه افغانۍ(نږدې یو میلیون ډالر) ځانګړې کړې دي.

دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر اوچا له لارې متضررو کورنیو ته ورسېږي.

سویلي کوریا د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د اغېزمنو سیمو د عادي وضعیت لپاره به د نړیوالو هڅو برخه وي.

ډونالډ ترمپ:د روسیې او چین د نږدې اړیکې په اړه اندېښنه نه لرم

0

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د ناامیدۍ څرګندونې کړې دي.

رویټرز د نوموړي په وینا ویلي، د روسیې او چین تودې اړیکې ورته مهمې نه دي او د امریکا پر ضد د احتمالي «محور» جوړېدو اندېښنه نه لري، ځکه چې امریکا تر ټولو ستر پوځ لري.

ترمپ ګواښ کړی که مسکو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام ونه کړي، پر روسیه به بندیزونه ولګوي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې نوموړي او پوتین تېره میاشت په الاسکا کې لیدلي وو.

پاکستان؛د افغان محصلینو لپاره ۴۵۰۰ بورسیې اعلان کړې

پاکستان د علامه اقبال د تعلیمي بورسونو د درېیم پړاو په لړ کې د افغانستان محصلینو ته ۴۵۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون ویلي، دغه بورسونه به د طب، انجینرۍ، کرنې، د مدیریت او ټولنیزو علومو او کمپیوټر په ګډون په بېلابېلو څانګو کې ورکول کېږي.

کمېسیون زیاتوي، د دې پروګرام موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو او د دواړو ولسونو د نږدېوالي پیاوړتیا ده.